تازه خبرونه
په کابل کې د اسلامي امارت د بنسټوال ملا محمد عمر مجاهد د مړینې لسم تلین مراسم ترسره شول
په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بنسټوال او پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد د مړینې لسمه کلیزه ونمانځل شوه.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء مرستیالانو، د کورنیو چارو، ملي دفاع وزیرانو او د اسلامي امارت د کابینې ګڼ شمېر غړیو او چارواکو ګډون کړی و.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د پخواني مشر پر اهدافو او لاسته راوړنو ټینګار څرګند کړ او وایي؛ اوسنی اسلامي نظام هوډ لري، چې د خلکو د ژوند د ښه والي او د هېواد د پرمختګ لپاره هیڅ راز هڅې ونهسپموي.
عبدالسلام حنفي له هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د جګړې اور ته د لمن وهلو پر ځای په لویو اقتصادي پروژو او د کانونو پر استخراج او کېندنه پانګونه وکړي.
نوموړي په دې مراسمو کې دا هم څرګنده کړه: اسلامي امارت هوډ لري، چې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي او پرمختګ لپاره خپل ټول وس وکاروي او هیڅ راز هڅې ترې ونهسپموي او زمونږ پالیسي د سیمې له نړۍ او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او متقابلو اړیکو لرل دي.
هغه زیاته کړې: مونږ د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوو او نور باید هم همداسې وکړي. هغوی، چې پخوا یې په جګړه کې پانګونه کوله؛ اوس باید د اقتصاد او کانونو په برخه کې پانګونې ته ځانونه چمتو کړي؛ ځکه، چې ورته د پانګونې زمینه برابره شوې ده.
د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد هم په دې مراسمو کې ویلي؛ د افغانستان دښمنان هڅه کوي، چې اسلامي نظام ګډوډ کړي.
محمد یعقوب مجاهد له خلکو وغوښتل، چې د افغانستان د دښمنانو پر تبلیغاتو او دسیسو ونهغولېږي او په هېواد کې د خپلواک اسلامي نظام ملاتړ وکړي.
محمد یعقوب مجاهد دا هم ویلي؛ ملت باید ویښ شي او د دښمنانو پر تبلیغاتو دوکه نهشي. دوی په هېواد کې د اسلامي نظام بقا نهغواړي او پر بېلابېلو نومونو دسیسې روانې دي؛ ولس باید د اوسني خپلواک نظام ملاتړ وکړي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزیر په هېواد کې د اسلامي نظام رامنځته کول د اسلامي امارت د پخواني مشر له ارمانونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي نظام باید ځانګړی نهوي او ټول ملت باید خپل ځان په اسلامي امارت کې وګوري.
سراج الدین حقاني په دې اړه وایي: مونږ باید نظام کوچنی او ځانګړی نهکړو، بلکې دا نظام په ټولو قومونو پورې اړه لري، مونږ باید د ملا محمد عمر مجاهد ټول اخلاق او اهداف پلي کړو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه هم څرګنده کړې، چې : که زر کاله هم تېر شي؛ د ملا محمد عمر یادونه به پاتې وي، ځکه هغه په زړونو کې ځای لري. مونږ باید پر خلکو رحم وکړو.
د یادولو ده، چې د اسلامي امارت مشر او بنسټوال ملا محمد عمر مجاهد په ۱۳۹۲ لمریز لېږدیز کال کې وفات او په زابل ولایت کې خاورو ته سپارل شوی دی.
تازه خبرونه
اسلامي امارت امریکایی بندي ډینس کویل خوشې کړ
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سېشنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي وګړي ډینس کویل له بند څخه د خوشې کېدا خبر ورکړ.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سېشنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.
اسلامي امارت امریکایی بندي ډینس کویل خوشې کړ
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي وګړي ډینس کویل له بند څخه د خوشې کېدا خبر ورکړ.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سېشنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا اقدام د بشردوستانه او ښه نیت پر بنسټ کوي او باور لري چې دا ډول ګامونه کولی شي د هیوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي.
یاد وزارت همدارنګه هیله څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د همغږۍ او رغنده خبرو اترو له لارې پاتې ستونزو ته حل لارې ومومي.
اسلامي امارت په دې برخه کې د متحده عربي اماراتو له همکارۍ ستاینه هم کړې ده.
دغه راز د کویل د خوشې کېدا لپاره یو امریکایی پلاوی، چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په کې دی؛ نن (سېشنبه د وري څلورمه) د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د متحده عربي اماراتو سفیر سیف محمد الکتبي او د بندیانو د کورنۍ یوه غړي هم ګډون درلود.
د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې امیر خان متقي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د هیڅ هېواد هېڅ وګړی نهدی بندي کړی، بلکې نیول شوي کسان له قوانینو څخه د سرغړونې پایله وه او اشخاص د قضايي پروسیجرونو له تېریدو وروسته خوشې شوي دي.
په دې ناسته کې زلمي خلیلزاد هم د اسلامي امارت له دې اقدام ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو مسلو په اړه د خبرو اترو دوام یې اړین وباله او په راتلونکي کې یې د نور پرمختګ هیله څرګنده کړه.
متقي همدارنګه ټینګار کړی، چې کابل او متحده عربي امارات باید خپلو وګړو ته معیاري قونسلګري خدمات وړاندې کړي او د افغانستان حکومت په دې برخه کې بشپړ چمتو دی.
هغه د متحده عربي اماراتو له رییس محمد بن زاید آل نهیان څخه د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د رغنده رول له کبله مننه وکړه او متحده عربي امارات یې د افغانستان نږدې ملګری وباله.
امیر خان متقي مخکې هم د اسلامي امارت او د بندیانو د کورنۍ ترمنځ د معلوماتو په تبادله کې د قطر د حکومت له هڅو ستاینه کړې وه.
ویل کیږي، چې د متحده عربي اماراتو سفیر د خپل هېواد چمتووالی وښود، چې په بشري ادارو کې خپل رول ولوبوي او دا ډول پرمختګونه یې د ټولو پر ګټه وګڼل.
تازه خبرونه
بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو کچه ۳ میلیون پونډه کړه
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.
بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۳ میلیون پونډه (۳۷۵ میلیون افغانۍ) اعلان کړه، چې موخه یې د طبیعي پېښو له کبله د زیانمن شویو خلکو ملاتړ دی.
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.
له دې نوې مرستې سره افغانستان ته د بريټانیا سږنۍ دوه اړخیزه مرسته ۱۵۴ میلیون پونډ (۱۳.۸ میلیارډ افغانۍ) ته رسیږي.
تازه خبرونه
برلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
له دې مخکې د جرمني ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراسالحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.
د جرمني حکومت اعلان کړی، چې د اسلامي امارت استازی په برلین کې د افغانستان د سفارت د سفیر یا چارسمبالي او شارژدافیر په توګه نهپېژني.
له دې مخکې د جرمني ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراسالحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.
د دویچه ویله د څرګندونو له مخې؛ د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې پر ورځ په برلین کې ویلي: “د بهرنیو چارو وزارت ته [په افغان سفارت کې] د پرسونل په اړه د کوم بدلون خبر ورکړ شوی نهدی.”
هغه زیاته کړې؛ د جرمني حکومت به له افغانستان اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي او خبر به ورکړي، چې ” د [ سفارت حقوقي وضعیت] به پخپل اوسني حال پاتې شي.”
د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم څرګنده کړې، چې په سفارت کې نوی مامور یوازې هغه وخت د سفیر په توګه پېژندل کیږي، چې هېواد یې مخکې هغه کوربه هېواد ته ورپېژندلی وي او کوربه هېواد ورته باورلیک ورکړی وي.
هغه ټینګار کړی، چې د افغان سفارت په اړه داسې کوم کار نهدی شوی.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې برلین په جرمني کې د افغانستان له منظمو قونسلي خدمتونو سره ډېره لېوالتیا لري. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې کار سره “هغه کسان، چې له جرمني څخه وتلو ته اړ وي” بېرته راستنېدا ته یې لار اواروي.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ12 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
