لوبی
په کابل کې د افغانستان باولینګ ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پیل شوې
د افغانستان د المپیک ملي کمیټې په ملاتړ نن په کابل کې باولینګ ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پیل شوې
د المپیک ملي کمیټې نن (دوشنبه) ویلي، چې د المپیک ملي کمیټې په ملاتړ د هېواد د مرکزي، شمالي او لویدیځ زونونو د ۱۲ ښځو او ۱۲ نرینه وو لوبغاړیو په ګډون د باولینګ ملي لوبډلې د غوراوي لپاره درې ورځنۍ سیالۍ تر سره شوې.
د باولینګ فډراسیون په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ملي المپیک کمیټې په چوکاټ کې رامنځته شو او یوه میاشت وروسته یې د نړیوال او آسیایي فدراسیون غړیتوب ترلاسه کړ.
د باولینګ فدراسیون له رامنځته کېدو راپدیخوا په ټول هېواد کې يې ګڼشمیر سیالۍ ترسره کړي دي.
د باولینګ فدراسیون چارواکو څرګنده کړې؛ ځوانان دې لوبې ته ډېر لیواله دي او دوی په پام کې لري، چې په هېواد کې دې لوبې ته وده ورکړي.
دا مهال له ۱۰۰ ډېر لوبغاړي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مسلکي باولینګ کوي او هرکال د ملي لوبډلې د لوبغاړیو غوره کولو لپاره سیالي ترسره کیږي.
لوبی
په بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړهراکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته
په دې سیالۍ کې له ټول ولایت څخه ۲۳۰ لوبغاړو د چپدره شاه فولادي په اړوند سیمه کې د یو او بل پر وړاندې سیالي ترسره کړه.
په بامیان ولایت کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پر مالي ملاتړ د سکي سیالي ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې له ټول ولایت څخه ۲۳۰ لوبغاړو د چپدره شاه فولادي په اړوند سیمه کې د یو او بل پر وړاندې سیالي ترسره کړه.
سیالي د عمر له مخې په درې ګروپونو؛ شوقي، مسلکي او سیمهییزه برخه کې ترسره شوه. ورزشکارانو، د افغان بیسیم له ملاتړ د هرکلی ترڅنګ په بامیان او هېواد کې د سپورټ د پراختیا لپاره د دې شرکت د پرلهسې ملاتړ غوښتنه وکړه.
په دې سیالیو کې د بامیان، غزني او میدان وردګ ولایتونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
سیمهییزو چارواکو ويلي، چې له دې سیالیو څخه موخه د ځوانو د استعدادونو د ودې لپاره د پلیټ فارم چمتو کول او په سپورتي فعالیتونو کې د ښکېلتیا هڅول دي.
د بامیان ولایت د فزیکي زدهکړې او سپورټ ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال رجب علي فطرت ویلي: «د بامیان ولایت د اولمپیک، فزیکي زدهکړې او سپورت ریاست پر استازیتوب غواړم له دې مخابراتي شرکت څخه مننه وکړم او غوښتنه کوم، چې په ټولو برخو کې دې له لوبغاړو ملاتړ وکړي. په ځانګړي توګه له سکی لوبغاړو»
تنظیم کوونکو د داسې ملاتړ د دوام پر اړتیا هم ټینګار وکړ او دا یې په بامیان کې د سپورټ د پراختیا لپاره یو مهم فکټور وګڼلو.
د سیالۍ تنظیموونکي شاه آغا ویلي: “مونږ هیله لرو، چې افغان بیسیم مخابراتي شرکت به تل د بامیانو له لوبغاړو سره همکاري وکړي. په ځانګړي توګه د سکیینګ په برخه کې.”
ګډونوالو لوبغاړو دا سیالۍ د تجربو تبادلې او د خپلو وړتیاوو ښودلو لپاره د ارزښتناکه فرصت په توګه څرګندې کړې.
لوبغاړي علي عسکري ویلي: “مونږ شاوخوا له اته کلونو راپدېخوا سکي کوو. د نورو ولایتونو خلکو د غزني او میدان وردګ په ګډون هم په دې سیالیو کې برخه اخیستې ده.”
د دې سیالیو د پایلو له مخې؛ په مسلکي کټګورۍ کې سید روح الله لومړی مقام وګاټه او علي آغا او سید هادي پر ترتیب دوهیم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
په شوقي کټګورۍ کې آصف، شېر حسین او نور آغا له لومړي څخه تر درېیم مقام ترلاسه کړ.
همدارنګه، په محلي (لرګین) سیالیو کې حسن علي اتلولي وګټله او شمسالله او محمد دوهیم مقام ترلاسه کړ.
د بامیان ولایت، چې د واورې پوښل شوي غرونه لري، د ژمنیو لوبو لپاره په افغانستان کې یو له مناسبو سیمو څخه ګڼل کیږي او پخوا یې د کورنیو او نړیوالو سکیینګ سیالیو کوربتوب کړی دی.
لوبی
د آسیا جام په روزنیزو سیالیو کې د افغانستان او میانمار برخلیک ټاکونکې لوبه
دا لوبه به د سیمهییز وخت له مخې؛ د غرمي پر ۳ بجو پیل شي او په ځانګړي ډول د آریانا ټلویزیون له لارې په افغانستان کې خپلو لیدونکو ته خپرېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن پنجشنبه د آسیا ملتونو د جام په روزنیزو(مقدماتي) سیالیو کې د میانمار د ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دا لوبه به د سیمهییز وخت له مخې؛ د غرمي پر ۳ بجو پیل شي او په ځانګړي ډول د آریانا ټلویزیون له لارې په افغانستان کې خپلو لیدونکو ته خپرېږي.
د افغانستان لپاره دا لوبه ځانګړې ارزښت لري؛ ځکه ملي لوبغاړي هڅه کوي، چې په ځواکمنه بڼه لوبه وکړي، د سیمې په سیالیو کې خپل مقام پیاوړی کړي او د لوبډلې د پرمختګ بهیر روان وساتي.
د ملي لوبډلې مسوولان وایي، چې لوبغاړي به له پاملرنې سره لوبغالي ته رادننه شي؛ د خپلې لوبډلې پر جوړښت، دفاعي نظم او چټکو هڅو ښه پایه ترلاسه کړي.
دغه راز د میانمار ملي لوبډله هم پر لوړه جذبه لوبغالي ته ننوځي. دا لوبډله د چټکې لوبې او منظم جوړښت له کبله خپله پېژندنه لري او تمه ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ چټکه او زړهراکښونکې سیالي ترسره شي.
دا لوبه د آسیا ملتونو د جام د روزنیزو سیالیو یوه برخه ده؛ سیالي، چې په قاره کې پایلوبې ته د رسېدونکو لوبډلو په ټاکلو کې اړین رول لري.
سپورټي کارپوهان وایي، چې په دې لوبه کې بریا کولی شي د افغانستان هیلي راتلونکو پړاوونو لپاره زیاتې کړي او د لوبډلې نړیوال مقام ته هم وده ورکړي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
-
لوبی5 days agoد آسیا جام په روزنیزو سیالیو کې د افغانستان او میانمار برخلیک ټاکونکې لوبه
-
تازه خبرونه5 days agoد تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه څلور اړخیزې ناسته کیږي
-
تازه خبرونه2 days ago«پاکستان اوس هم د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای دی» – د امریکا کانګرس
-
لوبی2 days agoپه بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړهراکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان د سولې ګډه جرګه به د مارچ په وروستیو کې جوړه شي
-
څار3 days agoڅار: د کابل او واشنګټن کمرنګه اړیکې
