Connect with us

سوداگري

په کابل کې د اقتصادي پیاوړتیا تر سرلیک لاندې درې ورځنی نندارتون جوړ شو

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۲, ۱۴۰۱

د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو اتحادیې د صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په همغږۍ په کابل کې درې ورځنی نړیوال نندارتون جوړ کړ.

په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو د یوه  نړیوال نندارتون د پرانستلو پرمحال له ټولو تولیدوونکیو اوصنعتکارانو غوښتنه وکړه، چې پخپلو اقتصادي فعالیتونو او تولیداتو کې د نړیوال ستندردونو پلې کول په نظر کې ونیسي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت  زیاته کړې، چې  اسلامي امارت په هېواد کې له ټولو اقتصادي فعالیتونو څخه پوره ملاتړ کوي او د حکومت د ټولو سکتوري وزراتونو د اقتصادي پراختیا لپاره هڅې ورځ تر بلي د پراختیا په حال کې دي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي؛ مونږ له خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ کوو اوهیله لرو، چې د خصوصي سکتور لخوا داسې نندراتونونه د سیمې او نړۍ پر کچه هم جوړشي؛ ځکه مونږه يي ملا تړ روان ساتو.

د اسلامي امارت یو شمېر مسوولینو بیا د هېواد په کچه د دا سې نندارتونو نوجوړیدل د هېواد په اقتصادي ځانبسیایني کې اړین بولي او زیاتوي، چې تر هغې پورې،  چې هېواد اقتصادي  ځانبسیاینې  ته و نرسیږي؛ د هېوادوالو ستونزي نشي حل کیدی.

د حکومت د رسنیو مرکز رییس انعام الله سنګاني ویلي؛ زمونږ د هېواد په اقتصادي پراختیا کې کورني تولیدات بیخي مهم رول لري او مونږ ټول باید له دې  پوره ملاتړ وکړو، چې هېواد مو اقتصادي خپلواکۍ ته ورسیږي.

د دې نندراتون برخوال د خپلو تولیداتو د پرا ختیا او پلورلو لپاره ورته نندارتونونه مهم بولي او د صنعت او سوداګرۍ له وزارته د دې لړۍ د پراختیا غوښتنه کوي.

د نندارتون ګډونوال امیدالله قاسم زی وایي: مونږ د لته خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي؛ دلته زمونږ د تولیداتو لپاره د پلور زمینه زیاته برابریږي او هیله لرو، چې دا لړۍ نوره هم پراخه شي.

د نندارتون ګډونوالېه عزیزه وایي: دا سې نندارتونونه زمونږ د خدماتو لپاره خورا زیات مهم دي او مونږ خپل ټول خدمتونه دلته نندارې ته وړاندې کوو. هیله ده، چې دغه راز نندارتونه نور هم پراخ شي.

د نندارتون یوې بلې ګډونوالې نوریې نومې څرګنده کړې؛ په داسې نندارتونونو کې زمونږ برخه اخستل پخپله مونږ ته ډېره ګټه لري او هیله لرم، چې دا نور هم زیات شي.

د دې نندارتون تنظیموونکي وايي، چې د ټول هېواد تولیدوونکیو په دې نندارتون کې  ګډون کړی،  چې په نږدې سل غرفو او څلوریښت میزونو کې د درې  ورځو لپاره خپل تولیدات خلکو ته وړاندې کوي.

سوداگري

د منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

Published

on

ازبکستان اعلان کړی، چې د منځنۍ آسیا له لارې یې د چین او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه نوې څو اړخیزه لاره پرانیستې ده.

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

له دې مخې د توکو لېږد  په دې مسیر کې زیاتره د سمندر له لارې د ایران بندرعباس ته انتقالېدل او بیا له هغه ځایه د ځمکنۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.

چارواکي وايي، دا نوې لاره، چې شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري د لېږد وخت تر نږدې ۳۰ ورځو راکموي او د ټرانزیټ بهیر اغېزمنتیا هم لوړوي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې د سوداګریزو لارو او دهلېزونو د پراختیا او د سیمې ترمنځ د نښلونې د پیاوړتیا هڅې مخ پر زیاتېدا دي.

Continue Reading

سوداگري

له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

Published

on

د نړیوال خبري آژانس «کازاینفورم» د راپور له مخې؛ له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو صادرات د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو درې میاشتو کې د پام وړ زیات شوي او له څلور چنده څخه یې ډېر وده کړې ده.

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

دغه راز د قزاقستان د غنمو ټول صادرات هم له ۱۸ سلنه زیاتوالي سره ۳.۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي. همدارنګه د دغه هېواد دننه د غنمو صادرات ۸ سلنه زیات شوي او ۰.۹ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.

قزاقي چارواکو ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس ظرفیت د پراخولو پلان لري او تمه ده، چې تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به د غلې‌دانې نوي تاسیسات په کال کې ۵.۸ میلیون ټنو محصولاتو د مدیریت وړتیا ولري.

Continue Reading

سوداگري

د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سب‌سټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.

د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سب‌سټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.

پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادت‌کوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنې‌پټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!