تازه خبرونه
په کابل کې د دوحې د بهیر او تعامل په اړه د ملګرو ملتونو له پلاوي سره د افغان چارواکو لیدل
د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او همغږۍ د پراخولو او همدارنګه د دوحې د بهیر اړوند ناستو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې روزمري ډيکارلو او مل پلاوي سره بحث او خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او همغږۍ د پراخولو او همدارنګه د دوحې د بهیر اړوند ناستو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت، د اقتصادي ثبات لپاره د هڅو او د راستنېدونکو افغانانو د مدیریت په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخو کې یې د اسلامي امارت اقدامات مثبت وبلل.
نوموړي ټینګار کړی، چې د خصوصي سکټور د ملاتړ او د بشري مرستو د آسانتیا لپاره د بانکي محدودیتونو لرې کول او د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو آزادول اړین دي، چې د هېواد اقتصاد بېرته عادي بهیر ته داخل شي.
امیرخان متقي همدارنګه د نشهیي توکو د کرکېلې او قاچاق پر ضد د اسلامي امارت جدي اقدامات یاد کړل او خبرداری یې ورکړ، چې که له افغانستان څخه بهر د نشهیي توکو د کرکېلې مخه ونهنیول شي؛ نو دا ستونزه یو ځل بیا کولی شي سیمه او نړۍ زیانمنه کړي.
دغه راز روزمري ډيکارلو په افغانستان کې له مثبتو پرمختګونو په ځانګړي توګه د میلیونونو کډوالو د راستنېدو مدیریت او د بشري مرستو په بهیر کې شفافیت ستاینه وکړه.
هغې د اسلامي امارت اقدامات د نشهیي توکو پر ضد مبارزه، د معتادینو درملنه او نورې برخې د پام وړ وبللې.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې همدارنګه د دوحې د بهیر په چوکاټ کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. په ځانګړي توګه د نشهیي توکو پر ضد مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ له لارې د دوه کاري ډلو پر وسیله او د دې بهیر په نورو محورونو کې یې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه. نوموړې بشري مرستې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي وبللې او د دغو مرستو د لېږد لپاره یې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
په پای کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې دا ډول لیدنې زیاتې شي او د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې او تعاملات نور هم پراخ شي.