تازه خبرونه
په کابل کې د کور پر کور عملیاتو پر مهال څه نا څه ۳۰۰ کسان نیول شوي
د خیرخانې د ۳۱۵ اړوند سیمې اوسیدونکیو ویلي؛ امنیتي ځواکونو د شنبې پر ورځ د کورونو د پلټنې په عملیاتو کې له ۲۸۰ ډېر کسان ونیول، چې ځینې یې د ترهګرو ډلو غړي او وسلوال غله دي.
د شنبې شپه نیمایي ته رسېدلې وه، چې یو ناڅاپه د کابل د یوولسمې حوزې د ۳۱۵ او خیرخانې د نوې پروژې اړوند سیمې کوڅې او کوڅه ګۍ د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې او بیا په کې د خلکو د تګ راتګ مخه هم ونیول شوه.
د دغې محاصرې موخه د چارواکو د څرګندونو له مخې د ترهګرو ډلو او وسلوالو غلو نیول یاد شول، چې په دې سیمه کې پټ شوي وه.
د اړوند سیمې اوسیدونکيو زیاته کړې، چې د امنیتی ځواکونو عملیات ۱۸ ګړۍ روان وساتل شول او د تروریستي ډلو د غړیو او وسلوالو غلو په ګډون یې ۲۸۰ کسان ونیول.
دوی وايي، چې له اوږدې مودې راپدیخوا د ترهګرو ډلو او وسلوالو غلو په ګډون یو شمېر خلک د خیرخانې د ۳۱۵ سیمې د شتل، پریان، شش دکان او سادات کوڅې په اړوند سیمو کې ځای پر ځای شوي وه، چې په ۱۸ ګړیزو عملیاتو کې ونیول شول.
که څه هم کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه وایي؛ خو تائیدوي، چې د دې وزارت د یو نوي پروګرام له مخې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره کور پر کور پلټنه پیل شوې، چې پیل یې د خیرخانې د ۳۱۵ له اړوند سیمې وشو او په دې عملیاتو کې څو کسان له مهماتو او چاودیدونکیو توکو سره ونیول شول.
د ولسمشر لومړي مرستیال هم د یکشنبې پر ورځ د سهار د ۶:۳۰ په امنیتي ناسته کې ویلي، چې د خیرخانې په اړوند سیمه کې د کور پر کور لټون پر مهال هیڅ یو بهرنی وګړی ندی نیول شوی؛ خو نیول شوي کسان تر څېړنې لاندې دي، چې پر تښتونو او وژنو شک پرې شته.