Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې ملي او نړیوال صنعتي سمپوزیم ترسره شو

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۶, ۱۴۰۲

په کابل کې د ملي او نړیوال صنعتي سمپوزیم د ترسره کېدو پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رییس ويلي؛ د هېواد په بېلابېلو برخو کې مسلکي کسانو ته اړتیا ده، نو باید دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.

په دې پروګرام کې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو رييس غلام حيدر شهامت ويلي، چې په تېرو شل کلونو کې د مسلکي وړتیاوو لوړولو ته ډېره پاملرنه نه‌ده شوې.

غلام حیدر شهامت ویلي؛ دوی په پام کې لري، چې د مسلکي زده‌کړو نصاب بدل او له نړیوالو معیارونو سره سم یې جوړ کړي.

د نوموړي د څرګندونو، د هېواد له ۴۰ میلیون نفوسو  څخه نږ دې ۶۰ سلنه وګړي د بې کارۍ له ستونزې سره مخ دي، چې له ۱۵ کلونو څخه تر ۶۰ کلونو عمر لري.

دوی زیاتوي؛ هر کال پر شته بیکارو سر بېره ۵۰۰ زره نور کسان هم  د کار مارکیت  رادننه کیږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په دې صنعتي سمپوزیم کې ویلي، چې د هېواد  دسوداګرۍ کچه له ۱۳ سلنې څخه ۲۲ سلنې ته لوړه شوې ده.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده په دې اړه وایي؛ مونږ په هېواد کې له اقتصادي ـ تولیدي پرا ختیا او متوازن سوداګریز حرکت څخه خپل ملاتړ روان ساتو. مونږ غواړو، چې په هېواد کې مو صنعتي بدلونونه زیات او د بې کارۍ کچه راټیټه شي.

د جرمني يو انستيتوت وايي، چې په تېرو لس مياشتو کې يې د افغانستان د بازار او توليدي شرکتونو اړتياوې څېړلې او غواړي د همدې اړتياوو له مخې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو نصاب تعديل کړي.

د جرمني د موسسې مشرې شکیبا په دې اړه ويلي: مونږ غواړو هغه ښوونيز نظام، چې په جرمني کې دى؛ کابل ته راوړو.

د پوهانو په خبره، د افغانستان علمي او مسلکي ښوونیز نظام له ګڼو ستونزو سره مخ دی؛ ځکه هغه څه، چې په تعلیمي او مسلکي مرکزونو کې له تېرو ۴۰ کلونو تدریس کېږي، د بازار له اړتیا سره سمون نه خوري. له همدې کبله د هرې ورځې له تېرېدو سره د بې کارو کسانو شمېر ډېرېږي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مسوولین وايي، چې افغانستان اوس هم  د ساختماني انجنیرۍ، اوسپنې پټلۍ، د برښنا انجنیرۍ په برخو کې مسلکي کسانو ته اړ تیا لري.

دوی ویلي؛ که په تېرو دري لسیزو کې د هېواد تعلیمي  نظام د مارکیت د اړتیاوو پر بنسټ تنظیم  شوای  وه؛ نو اوس  به مو په هېواد کې د بېکارۍ کچه دومره لوړه نه‌وه. 

تازه خبرونه

چین از امارت اسلامی خواست علیه گروه‌های تروریستی اقدام کند

Published

on

سون لی، سرپرست نمایندگی دایمی چین در سازمان ملل متحد، گفته است که وضعیت مبارزه با تروریزم در افغانستان همچنان نیازمند توجه جدی جامعه جهانی است.

او روز چهارشنبه در نشست شورای امنیت درباره تهدیدهای ناشی از حملات تروریستی به صلح و امنیت بین‌المللی، با اشاره به گزارش سرمنشی سازمان ملل متحد گفت که گروه‌های تروریستی در افغانستان همچنان تهدیدی جدی برای این کشور و کشورهای همسایه به شمار می‌روند. به گفته او، گروه‌های مستقر در افغانستان، از جمله داعش خراسان، تلاش‌ها و توانایی خود برای انجام حملات فرامرزی را افزایش داده‌اند.

سون لی از امارت اسلامی خواست به تعهدات خود در زمینه مبارزه با تروریزم عمل کرده و علیه همه گروه‌های تروریستی مستقر در افغانستان، از جمله افراد و نهادهای فهرست‌شده در کمیته تحریم‌های شورای امنیت بر اساس قطعنامه ۱۲۶۷، اقدامات جدی انجام دهد.

او هشدار داد که نباید اجازه داده شود افغانستان دوباره به محل رشد و گسترش تروریزم تبدیل شود.

نماینده چین همچنین گفت جامعه جهانی باید به افغانستان در بازسازی اقتصاد و بهبود زندگی مردم کمک کند تا زمینه‌های شکل‌گیری تروریزم از بین برود.

وی افزود که چین از همکاری کشورهای آسیای مرکزی و سازمان‌های منطقه‌ای مانند سازمان همکاری شانگهای با افغانستان برای مقابله مشترک با تهدیدهای تروریستی فرامرزی حمایت می‌کند.

این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که امارت اسلامی حضور گروه‌های تروریستی در افغانستان را رد کرده و تأکید کرده است که اجازه نمی‌دهد از خاک افغانستان علیه امنیت هیچ کشور دیگری استفاده شود.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او ایران د ویزو پر آسانتیا او د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ

د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلام‌جار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان او ایران چارواکو په هرات ولایت کې د یوې لیدنې پر مهال د ویزو د ورکړې پر آسانتیا، د اسلام‌کلا له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار کړی دی.

د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلام‌جار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د هرات والي د وګړو لپاره د ویزو د ورکړې د ډېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو، د اسلام‌کلا بندر له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دوغارون ـ اسلام‌کلا پر پوله د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار وکړ.

دغه راز په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال هم د ویزو د ورکړې د آسانتیا او د سوداګریزو لېږدونو د زیاتوالي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی او څرګندوي، چې د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو د اواري لپاره به لازم ګامونه پورته شي.

هرات او د اسلام‌کلا سرحدي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو راکړو ورکړو د پام وړ برخه له همدې لارې ترسره کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د مزارشریف د روضې د بیارغونې بېړنی پروګرام پیل شو

د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې‌ خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.

Published

on

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت څرګنده کړې، چې دې هېواد د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې(یونسکو) پر همکارۍ د مزارشریف ښار د روضې جومات د ژغورنې او بیارغونې بېړنی پروګرام پیل کړی، چې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمن شوی دی.

د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې‌ خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.

د یاد سفارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د دې هېواد د تاریخي او فرهنګي آثارو د ژغورنې لپاره د ایټالیا او ملګرو ملتونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.

د مزارشریف د روضې جومات د افغانستان له مشهورو تاریخي او مذهبي ودانیو څخه دی او هر کال د کورنیو او بهرنیو زرګونو زیارت‌کوونکو او سیلانیانو کوربه وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117