Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې ناڅرګندو وسلوالو یو پولیس وژلی

خپور شوی

د

د سې شنبې پر سهار( د لیندۍ ۲۵) د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

پېښه نن سهار ۶:۳۰ د بت خاک په اړوند سیمه کې هغه وخت رامنځته شوې، چې ناڅرګندو کسانو پر پولیسو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د پولیسو د څرګندونو له مخې، پېښه تر څېړنې لاندې ده.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

دا پېښه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې ناڅرګندو وسلوالو د دوشنبې پر ورځ د پلازمېنې د اتمې ناحیې په نوې کارته سیمه کې یو څارنوال پر ډزو وواژه.

پولیسو پېښه تائید کړې ده.

تازه خبرونه

د متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول

Published

on

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان له بندخونو خوشې کړل.
د خبرپاڼې له مخې؛ ځيني خوشې شوي افغانان هېواد ته راستانه شول او د پاتې کسانو د راستنېدا بهير به د اړوند قانوني پروسو له بشپړېدا وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.
د بهرنيو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوند ادارو له همکارۍ او بشردوستانه هڅو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکوي، چې په بهر کې به د افغان بندیانو د قضيو د څېړلو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.
Continue Reading

تازه خبرونه

ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنې‌پټلۍ ډګرنۍ چارې پیلوي

دا هوکړه د پاکستان–ازبکستان د بین الحکومتي کمیسیون په لسمه ناسته کې، چې د سوداګریزو، اقتصادي او علمي–تخنیکي همکاریو په برخه کې جوړه شوې؛ ترلاسه شوې ده.

Published

on

د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه راپور کې ویلي، چې ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه ډګرنی( ساحوي) کار پیلولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

دا هوکړه د پاکستان–ازبکستان د بین الحکومتي کمیسیون په لسمه ناسته کې، چې د سوداګریزو، اقتصادي او علمي–تخنیکي همکاریو په برخه کې جوړه شوې؛ ترلاسه شوې ده.

دغه ناسته د پاکستان د لومړي وزیر د صنعت او تولید چارو ځانګړي سلاکار هارون اختر خان او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف په ګډه مشري کې ترسره شوه.

دواړو خواوو هوکړه کړې؛ د بین الحکومتي کمیسیون د منظم فعالیتونو لپاره نوې بڼې ته اړتیا ده، چې همغږي زیاته او د ګډو پروژو پلي کول ګړندي شي.

د افغان – ټرانس‌ اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۶۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري او د ترمذ – نایب‌آباد–میدان‌ښار– لوګر– خرلاچي له لارې تېرېږي؛ د پاکستان له اوسپنې‌پټلۍ سره نښلي، کراچۍ بندر او نورو سمندري ټرمینلونو ته د لاسرسي زمینه برابروي. د دې پروژې اټکلی لګښت ۴.۶ میلیارډ ډالر ښودل شوی دی.

اسلامي امارت هم تل ویلي، چې په سیمه‌ییزو پروژو کې همکارۍ ته چمتو دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د یوناما په کوربتوب د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې حضوری او انلاین ناسته تر سره شوه

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزارتونو د استازو پر ګډون سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوند ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو بنسټونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې، ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او څانګوالو(متخصصینو) په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی و.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل د راپور له مخې؛ د کابل په ګرنډ هوټل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ګروپ څلورمه ناسته د یوناما پر کوربتوب پر حضوری او انلاین بڼه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزارتونو د استازو پر ګډون سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوند ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو بنسټونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې، ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او څانګوالو(متخصصینو) په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی و.

ضیا احمد تکل زیاته کړې؛ د اسلامي امارت د رهبر پر فرمان په افغانستان کې د کوکنارو کښت تقریباً صفر ته راټیټ شوی. د امارت استازو د قانون د تنفیذ، بدیل معیشت او د معتادینو د درملنې په برخو کې د امارت لاسته راوړنې، ننګونې او همداراز وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړې.

دغه راز د اسلامي امارت مسوولانو د مصنوعي نشه‌يي توکو اړوند خپله اندېښنه څرګنده کړه او وایي، چې د یادو توکو سرچینې د افغانستان له پولو څخه د باندې دي او که مخه یې ونه‌نیول شي؛ نو نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.

بل لوري ته یوناما، د ملګرو ملتونو ادارو، نورو نړیوالو بنسټونو، ګڼو هېوادونو او اړوند څانګوالو له نشه‌یي توکو سره د اسلامي امارت د مبارزې له هڅو ستاینه کړې او څرګندوي، چې د کوکنارو د کښت اړوند د بندیز له فرمان څخه وروسته د کوکنارو په کښت کې ځانګړی کموالی راغلی او دا یې د افغانستان په تاریخ کې یوه غټه لاسته راوړنه وبلله.

همدارنګه ګڼو هېوادونو او بنسټونو په یاده مبارزه کې د مرستو ډاډ ورکړ او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند یې د دوحې پروسې تر چتر لاندې او همداراز په دوه اړخیزه توګه د پوره همغږۍ او ښکېلتیا وړاندیزونه وکړل.

د ناستې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د یادو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید بزګرانو ته د بدیل معیشت زمینه برابره او د معتادینو  درملنه او په ټولنه کې د بیا مدغمېدا لپاره کار وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!