نړۍ

په کروشیا کې له یوې ترافیکي پېښې ۴۴ پولندي سیلانیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۴۰۱)

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د شنبې پر ورځ په کروشیا کې ۱۲ پولیندي زیارت کوونکي هغه مهال مړه او ۳۲ نور ټپیان شول، چې بس یې له سړکه واوښت.

دغه پېښه سهار مهال پر ځایي وخت ۵:۴۰ د کروشیا په شمال لویدیځ کې د واراژدین او پلازمېنې زاګرب ترمنځ پر لویه لار رامنځته شوې ده.

د کروشیا روغتیا وزیر ویلي بیروس ویلي، چې د ۱۹ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د رویترز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د پولند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارسین پرزیداچ د شنبې پر ورځ سیمې ته په سفر کې ویلي، چې ټپیان د کروشیا په پېنځه روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

هغه ویلي، چې په دې بس کې ۴۴ پولندي زیارت کوونکي سپاره او له پولند څخه مدجوګورجي ته، چې د بوسنیا د رومن کاتولیکانو زیارت ته روان ول؛ د دوه چلوونکيو په ګډون ټولو ته مرګ و ژوبله واوښته.

د یاد وزارت یوه ویاند ویلي، چې په دوی کې درې پادریان او شپږ راهبانې هم وې.

پولیسو هغه سیمه پاکه کړې، چې پېښه په کې رامنځته شوې ده. دوی مړي او ټپیان هم روغتونونو ته لېږدولي دي.

پولندي پولیس افسرانو په کرویشیا کې د خوندي سیاحتي چاپېریال پروژې د یوې برخې په توګه مرسته کړې ده.

د پېښې د رامنځته کېدو د لامل په اړه څېړنې پيل شوې دي.

Trending

Exit mobile version