تازه خبرونه
په کندهار ولایت کې د کرومایت ډبرو یو کان وموندل شو
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په کندهار کې د کرومايت ډبرو يو کان کشف شوی، چې د اټکل له مخې ۱۳ زره ټنه کرومايت ډبرې ترې ترلاسه کېدای شي.
د کانونو رياست کارکوونکي د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په خونديانو سيمه د کرومايت ډبرو د یوه کان د راسپړلو پر چارو کارکوي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال په دې کان کې اکتشدفي کارونه روان دي، چې د ورکړ شويو راپورونو له مخې کېداي شي له دې کان څخه د ۱۳ زره ټنو په شاوخوا کې کرومايت ترلاسه شي .
د کندهار سيمه یيز چارواکي وايي له پراختیايي دورې څخه وروسته به په دې کان کې د سلګونه ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره شي .
د کندهار د کانونو ريیس مولوي عبدالحنان حميدي څرګنده کړې؛ دا؛ خو اوس د اکتشاف پړاو دی. دا پړاو د دې لپاره ترسره کيږي، چې د دې کان ضخامت، کچه او زيرمه معلومه شي. تراوسه، چې کومې کېندنې شوي راپور يي مونږ ته راوړی دي. د همدوی د اکتشاف د راپور له مخې څه نا څه ۱۳ زره ټنه زیرمه لري او دا هم ممکنه ده، چې یا ډېره شي او یا ممکنه ده، چې کمه شي؛ نو په بيا اکتشاف یا استخراج کې به بيا معلومات وشي.
د دې کان د اکتشافي چارو د شرکت يوه مسوول ويلي؛ د استخراجي کارونو له پيل کېدو سره به په دې کان کې سلګونه تنو بې وزګار خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
د اکتشافي چارو د شرکت مسوول صبغت الله وایي: دا؛ خو چون اکتشافي مرحله ده په اکتشافي مرحله کې د کارګرو او ماشينرۍ تعداد کم وي اوس فعلا له مونږ سره ۲۷ کسان کار کوي. کله، چې د اکتشاف مرحله خلاصه شي، استخراج ته برابر شو؛ ان شاالله زمونږ د کار ساحه بيخي پراخه کيږي. حتا زمونږ د کار د کسانو شمېر به له سل واوړي.
په دې کان کې په کار بوخت کارګر احمد خوښ دي، چې د کار زمينه مساعده شوې او له هېواد څخه وتلو ته ندي اړ شوي. دا کسان په هېواد کې دننه د هېواد له شتمنيو څخه ګټه پورته کول دهېواد او هېوادوالو د اقتصاد کچې په لوړولو کې ډېر ګټور بولي .
هغه وایي: په دغه معدن کې مونږ ډېر خوشحاله يوو؛ ځکه د بې وزګارۍ او تشو ګرځيدو څخه مونږ ته د کان کار ډېر ښه دي. په دې خاطر که دې ځاي کې مونږ کارونه ونکړو اکثريت خلک بيا بهر هېوادونو ته مخه کوي.
د يادونې ده، چې د دولت له لوري په هېواد کې دننه شته امکاناتو څخه د ګټې پورته کولو په صورت کې کېدای شي؛ د هغو اقتصادي او سياسي فشارونواغېز، چې د نړیوالو لخوا پر افغانستان لګول شوی ډېر کم شي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه21 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی21 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه20 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
