نړۍ
په یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده
رویټرز راپور ورکړی، چې حوثي جنګیالیو د یمن د ساحلي سیمو په اوږدو کې سویل ته پرمختګ کړی او د بابالمندب تنګي د تړلو وړتیا یې زیاته شوې ده. دغه تنګی د سره سمندرګي په خوله کې پروت دی او د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی.
د ایران پلوو حوثیانو چټک پرمختګ د دې ډلې نفوذ تر سټراټیژیک بابالمندب تنګي پورې رسولی، چې له کبله یې امریکا د منځني ختیځ په روان کړکېچ کې له نوې ستونزې سره مخ شوې ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې حوثي جنګیالیو د یمن د ساحلي سیمو په اوږدو کې سویل ته پرمختګ کړی او د بابالمندب تنګي د تړلو وړتیا یې زیاته شوې ده. دغه تنګی د سره سمندرګي په خوله کې پروت دی او د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی.
د راپور له مخې، حوثیانو د جمعې پر ورځ «پریم» ټاپو تر کنټرول لاندې راوستی، چې د یمن او افریقا ترمنځ د بابالمندب تنګي تر منځ پروت دی.
د حوثیانو دغه پرمختګ د سعودي عربستان لپاره هم اندېښمنوونکی بلل شوی؛ ځکه دغه هېواد د هرمز تنګي له تړل کېدا وروسته د سره سمندرګي له بندرونو څخه د خپلو ډېرو تېلو د لېږد لپاره کار اخلي.
راپور زیاتوي، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د پنجشنبې پر ورځ د امریکايي له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړي او له حوثیانو سره یې د مبارزې لپاره د امریکا د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.
د درې بېلابېلو سرچینو د څرګندونو له مخې: واشنګټن ویلي، چې د اوس لپاره به په مستقیم ډول په جګړه کې ښکېل نهشي؛ خو له سعودي عربستان سره به استخباراتي معلومات شریک کړي.
د امریکا د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې واشنګټن د سرې بحیرې د بېړیو د تګ راتګ پر آزادۍ او ملي امنیتي ګټو راڅرخیږي او غواړي سیمهییز شریکان د امنیتي ننګونو د اواري لپاره مخکښ رول ولوبوي.
شنونکو ويلي؛ که حوثیان بابالمندب وتړي، د نړۍ د تېلو شاوخوا اووه سلنه او د نړیوالې سوداګرۍ نږدې ۱۲ سلنه به له خنډ سره مخ شي.
دوی باور لري، چې د حوثیانو پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام به د واشنګټن لپاره بله ستره ننګونه وي؛ ځکه امریکايي پوځ له وړاندې په ایران کې د جګړې له کبله له پوځي فشار سره مخ دی.
د امریکا پخوانیو چارواکو او شنونکو ویلي، واشنګټن اوس له دوه انتخابونو سره مخ دی؛ یا باید د حوثیانو د شاتګ لپاره خپل پوځي ځواکونه او هوايي دفاعي مهمات وکاروي، یا سعودي عربستان او د هغه متحدین پرېږدي، چې پر یوازې ځان له دې ډلې سره مقابله وکړي.