تازه خبرونه

په ۲۰۲۶ کال کې له ۲۱ میلیون ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري: اوچا

اوچا د سې‌شنبې پر ورځ پخپل خپور شوي راپور کې زیاته کړې، چې دا اټکلي شمېر د ټول نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان نږدې نیمايي نفوس یا شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا د سې‌شنبې پر ورځ پخپل خپور شوي راپور کې زیاته کړې، چې دا اټکلي شمېر د ټول نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي.

بشري ادارې پلان لري، چې په راتلونکي کال کې ۱۷.۵ میلیون کسانو ته مرسته ورسوي او د دې لپاره د مالي اړتیا کچه شاوخوا ۱.۷۱ میلیارډ ډالر اټکل شوې ده.

اوچا د افغانستان په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ که څه هم د تېرو کلونو پر پرتله ټولیزې بشري اړتیاوې لږ څه راکمې شوي، خو وضعیت اوس هم ډېر جدي دی.

دې ادارې اوږدمهاله جګړه، اقتصادي کمزوري، بنسټیزو خدماتو ته محدود لاسرسی او د حقونو کمزوري کېدا هغه مهم عوامل یاد کړي، چې د خلکو د زغملو توان یې زیانمن کړی دی.

اوچا ویلي؛ د خوراکي توکو د ناامنۍ زیاتېدا، له پولې هاخوا د خلکو د پراخې بېرته ستنېدا، د اقلیم له کبله رامنځته شویو وچکالیو، پرله‌پسې طبیعي پېښو او له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو سیسټماټیک ایستلو دا بحران نور هم ژور کړی دی.

دې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي؛ د بشري مرستو ملاتړ دې پیاوړی کړي، چې د وضعیت د خرابېدا مخه ونیول شي او د هېواد پر کچه زیانمن خلک وژغورل شي.

دا خبرداری په داسې حال کې راپورته کېږي، چې امریکا د سې‌شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو لپاره د ۲ میلیارډ ډالرو ژمنه اعلان کړی؛ خو څرګندوي، چې راتلونکې مرستې به مشروطې وي او یوازې ۱۷ هېوادونو ته به، چې هایتي، سوریه او سوډان په کې شامل دي څانګړې شي. افغانستان او یمن له دې نوملړه ایستل شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي؛ واشنګټن داسې شواهد لري، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځینې مرستې د اسلامي امارت لاس ته لوېدلي او ټینګار یې کړی، چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې به افغانستان او یمن ته د رسېدو اجازه ورنکړي.

بشري مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د تمویل دا محدودیتونه ښايي د نړیوالو مرستو کمښت نور هم ژور کړي؛ هغه کمښت، چې له وړاندې یې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د روغتیایي کلینیکونو د تړل کېدا او په نورو ځایونو کې د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره د خوراکي مرستو د کمېدا لامل شوې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د ماشومانو د مړینې نړیواله کچه ښايي د کلونو له کمښت وروسته یو ځل بیا لوړه شي.

Trending

Exit mobile version