تازه خبرونه
په ۲۰۲۶ کال کې له ۲۱ میلیون ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري: اوچا
اوچا د سېشنبې پر ورځ پخپل خپور شوي راپور کې زیاته کړې، چې دا اټکلي شمېر د ټول نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان نږدې نیمايي نفوس یا شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
اوچا د سېشنبې پر ورځ پخپل خپور شوي راپور کې زیاته کړې، چې دا اټکلي شمېر د ټول نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي.
بشري ادارې پلان لري، چې په راتلونکي کال کې ۱۷.۵ میلیون کسانو ته مرسته ورسوي او د دې لپاره د مالي اړتیا کچه شاوخوا ۱.۷۱ میلیارډ ډالر اټکل شوې ده.
اوچا د افغانستان په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ که څه هم د تېرو کلونو پر پرتله ټولیزې بشري اړتیاوې لږ څه راکمې شوي، خو وضعیت اوس هم ډېر جدي دی.
دې ادارې اوږدمهاله جګړه، اقتصادي کمزوري، بنسټیزو خدماتو ته محدود لاسرسی او د حقونو کمزوري کېدا هغه مهم عوامل یاد کړي، چې د خلکو د زغملو توان یې زیانمن کړی دی.
اوچا ویلي؛ د خوراکي توکو د ناامنۍ زیاتېدا، له پولې هاخوا د خلکو د پراخې بېرته ستنېدا، د اقلیم له کبله رامنځته شویو وچکالیو، پرلهپسې طبیعي پېښو او له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو سیسټماټیک ایستلو دا بحران نور هم ژور کړی دی.
دې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي؛ د بشري مرستو ملاتړ دې پیاوړی کړي، چې د وضعیت د خرابېدا مخه ونیول شي او د هېواد پر کچه زیانمن خلک وژغورل شي.
دا خبرداری په داسې حال کې راپورته کېږي، چې امریکا د سېشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو لپاره د ۲ میلیارډ ډالرو ژمنه اعلان کړی؛ خو څرګندوي، چې راتلونکې مرستې به مشروطې وي او یوازې ۱۷ هېوادونو ته به، چې هایتي، سوریه او سوډان په کې شامل دي څانګړې شي. افغانستان او یمن له دې نوملړه ایستل شوي دي.
امریکايي چارواکو ویلي؛ واشنګټن داسې شواهد لري، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځینې مرستې د اسلامي امارت لاس ته لوېدلي او ټینګار یې کړی، چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې به افغانستان او یمن ته د رسېدو اجازه ورنکړي.
بشري مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د تمویل دا محدودیتونه ښايي د نړیوالو مرستو کمښت نور هم ژور کړي؛ هغه کمښت، چې له وړاندې یې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د روغتیایي کلینیکونو د تړل کېدا او په نورو ځایونو کې د بېځایه شویو خلکو لپاره د خوراکي مرستو د کمېدا لامل شوې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د ماشومانو د مړینې نړیواله کچه ښايي د کلونو له کمښت وروسته یو ځل بیا لوړه شي.
تازه خبرونه
یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.
هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونهشي او هڅې چټکې نهکړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»
ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.
د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.
ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کمعمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.
دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.
د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.
ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.
تازه خبرونه
د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي
د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمتالله بارکزي بيبيسي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.
هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
-
لوبی5 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه4 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه3 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
نړۍ1 day agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
