لوبی
پوتین دې پر اوکراین شر پاروونکی یرغل ودراوي – برازیلي فوټبال ستوری
د برازیل د فوټبال ستوري پیلي د چارشنبې پر ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین وغوښتل، چې په اوکراین دې له شره ډک او بې جوازه یرغل پای ته ورسوي.
برازیلي پیل د انسټاګرام له لارې په خپره شوې څرګندونه کې په ډاګه کړې؛ زه غواړم نننۍ لوبې د خپل دې غږ د پورته کولو لپاره وکاروم، چې: روان برید ودروئ. داسې دلیل نشته، چې تاوتریخوالی پرې روان وساتل شي.
هغه وایي: دا شخړه ناوړه او ناعادلانه ده، چې له درد، وېرې، ترور او کړاو پرته بله پایله نلري.
د نوموړي او پوتین وروستۍ لیدنه پر ۲۰۱۷ زېږدیز کال په مسکو کې له نړیوال جام څخه مخکې ترسره شوې، چې هغه مهال د روسیې مشر؛ برازیلي پیلې د خپلې خوښې لوبغاړی نومولی و.
پیلي څرګندوي: کله، چې مونږ په تېرو وختونو کې سره ولیدل او د روغبړ پر مهال مو د یو او بل لاسونه له خند په ډکه خوله ښه ټینګ ونیول؛ ما هیڅکله فکر نه کاوه، چې یوه ورځ به لکه نن دومره ووېشل شو.
اوکراین د چارشنبې پر ورځ سکاټلینډ ته ۱ پر در۳ ماته ورکړه او د نړیوال جام لوبې ته یې ځان نږدې کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له خپلې لوبډلې مننه وکړه، چې له دوه ساعته خوښۍ یې برخمن کړو، چې مونږ ورسره عادت شوي نه یوو.
د یادونې ده، چې پیلي په ۱۹۹۰ لسیزه کې د برازیل د سپورت د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه24 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه22 hours agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
