Connect with us

تازه خبرونه

څه باندې۲۰ خپلواکو ریاستونو د پراختیایي بودجو له ۵۰ سلنې لږ برخه لګولې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-11-20-10h16m37s232

د هغه نوملړ له مخې،چې د آریانا نیوز په واک کې ورکړ شوی؛ څه باندې شل خپلواکو ادارو د خپلو پراختیایي بودجو له پنځوس سلنې لږبرخه لګولې ده.

په دغه نوملړ کې د ولسمشرۍ ریاست دفتر۳۶ اعشاریه ۷۳سلنه، سترې محکمې۱۷ اعشاریه ۹۴سلنه، د نورم او ستندرد ادارې ۶ اعشاریه ۲۲ سلنه،  د سیمه ییزوارګانونو ادارې ۲ اعشاریه ۱۴ سلنه، د ژوند د چاپېریال ساتنې ادارې۱۶ اعشاریه ۸۸سلنه، د علومو اکاډمۍ ۱۲اعشاریه ۶۶ سلنه، د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو ادارې ۳۸ا عشاریه ۶۹سلنه، د المپیک کمیتې۱۵ اعشاریه ۲۰ سلنه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ۱۸ اعشاریه ۸۷ سلنه، د مرکزي احصائیې ادارې۳۱ اعشاریه ۵۵ سلنه، کابل ښاروالۍ ۳۶ اعشاریه ۶۷ سلنه، د بشر حقونو خپلواک کمیسیون۲۶ اعشاریه ۵۴ سلنه پراختیایي بودجې لګولې دي.

د افغانستان د نورم او ستندرد ادارې رییس نقیب الله فایق وایي؛ ځکه یې انکشافي بودجه لږ لګولې، چې بهرني شرکتونه علاقه نه لري په افغانستان کې تړون وکړي.

د هغه په وینا؛ دا، چې بهرني شرکتونه د امنیتي ستونزو پر لامل نه غواړي کار ته زړه ښه کړي؛ مونږ پورې اړه نه لري او زمونږ مسوولیت هم نه دی.

د یادونې وړ ده،. چېد علومو اکاډمۍ، د المپیک کمیتې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې او کابل ښاروالۍ تر دې دمه پر اړوند برخې څه نه دي ویلي.

خبریال: یوسف یاسا

Advertisement

تازه خبرونه

د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د تورخم کمیشنر عبدالجبار حکمت ويلي؛ د تورخم لار به د پاکستان له لوري د ۳ ورځو لپاره د ناروغانو او مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

عبدالجبار حکمت ویلي، چې دغه لار به د جمعې له ورځې ( د غویی اتویشتمه) څخه تر یکشنبې ( د غویی دېرشمه ) پورې د ناروغانو او مسافرو پر مخ تړلې وي.

هغه زياته کړې، چې دغه سوداګريزه لار به ٢٤ ساعته پرانيستې وي او د بار‌وړونکیو موټرو تګ راتګ او د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد به روان وي.

حکمت زياته کړې، چې د ناروغانو او مسافرو پر مخ د دې لارې د بندېدو لامل له پخوانۍ ودانۍ څخه نوې ودانۍ ته د پاکستان د سرحدي دفترونو لېږدول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پیر لاکروا به د دوه ورځني سفر په بهیر کې له جګړې څخه د پاتې چاودیدونکیو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پر لوړولو راوڅرخیږي.

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پیر لاکروا له یوه پلاوي سره کابل ته راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان له دې مخکې په یوه خبري غونډه کې ویلي وه، چې ین پییر لاکروا  به افغانستان ته په خپل سفر کې د چاودېدونکیو توکو د اغېزو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

په دغه سفر کې له نوموړي سره د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې مشره هم مل ده.

هغه  زیاته کړې، چې لاکروا به د مې تر اووه‌لسمې پورې په کابل کې وي او په دې سفر کې به د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې مشره ایلین کوهن هم ورسره مل وي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د افغانستان خلک د ماینونو له خطر سره مخ دي او د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې د ۸۲۱ چاودېدونکیو توکو د وژل شویو ۸۱ سلنه ماشومان ول.

تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه جزئیات ندي ورکړي.

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د روان کال په جون میاشت کې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د څرګندونو پر بنسټ، له دې مخکې د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال قطر ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د سولې د ټینګښت او د ستونزو په اړه خبرې کړې وې.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور ولايت کې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال يوه پوځي چورلکه رالوېدلې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

 نن سهار (چارشنبه د غویی شپږویشتمه ) د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د ملي اردو یوه چورلکه راغورځېدلې، چې په کې ۱ کس مړ او ۱۲ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي زیاته کړې؛ د هوايي ځواک «MI 17» ډوله چورلکه غور ولایت د یوه فلانکوچ موټر د هغو کسانو د جسدونو د راایستلو لپاره لېږل شوې وه، چې د هریرود  سیند ته لوېدلی و. د ژغورنې له عملیاتو وروسته دغه چورلکه له تخنیکي ستونزې سره مخ او په فیروزکوه ښار کې د بېړنۍ ناستې پر مهال له یوه دیوال سره ولګېده او راوغورځېده.

آریانانیوز ته د دې چورلکې د رارسېدلې ویډیو له مخې؛ په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدو پر مهال یو شمېر کسان هم لیدل کیږي.

ویل کیږي، چې یوه ورځ مخکې د فیروزکوه په غازي دره سیمه کې فلانکوچ موټر له سړکه واوښت او په هریرود سیند کې ډوب  شو، چې له کبله یې دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی و.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!