سوداگري
چارواکي باید د ولس د رضایت ترلاسه کولو لپاره کار وکړي – ملا برادر
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان اسلامي امارت له مسوولانو وغوښتل، چې هریو باید خپل مسوولیتو نه په سمه توګه ادا او د خپل ولس رضایت ترلاسه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د کابل په بادام کې د کرنیزو محصولاتو د ۲۷ نندارتون د پرانستې ګډونوالو ته په خبرو کې زیاته کړې؛ خلک مو له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره باید ټول مسوولین خپل کارونه په سمه توګه ادا کړي.
ملا عبد الغني برادر وايي؛ د یوه کال له تېریدو سره اوس هم اسلامي امارت ندی توانیدلی، چې د خپل ولس قناعت ترلاسه کړي.
ملا عبدالغني برادر وایي؛ مونږ تر اوسه هم نه یوو توانیدلي، چې د خپل ځوریدلي ولس قناعت حاصل کړو باید ټول مسوولین اقتصادي ځان بسیایني ته د رسیدو لپاره خپل کارونه په سمه توګه پرمخ یوسي.
د رییس الوزرا اداري مرستیال عبد السلام حنفي ويلي، چې په هېواد کې هیچا ته امنيتي ګواښ نشته او که څوک ونيول شي، امنيتي ځواکونه يي تر ټاکل شوي وخت پورې ساتي او بيا يې اړوند ارګانونو ته ورپېژني.
هغه زياتوي؛ هيڅوک د نيول شويو کسانو د شکنجه کولو او وژلو حق نلري او متهم حق لري، چې د خپلو حقونو د د فاع لپاره ځان ته وکيل و ټاکي.
د دغه نندارتون ګډونوالو ټینګار کړی، چې د هېواد سنتي کرنیز سیستم باید صنعتي او ماشیني شي او هېواد پرې اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږي.
د کرنې اومالدارۍ وزارت سر پرست، چې دې ناستې ته يي خبرې کولي وايي؛ ترهغې، چې د هېواد د کرنې سکتور پراختیا و نکړي د هېواد اقتصادي ستونزې نشي حل کیدای.
د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عطالله عمري وایي: که مونږ د خپل هېواد کرنې ته انشکاف ورکړو په دې پوه شئ، چې اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او امنیتي پراختیا ته په آسانه رسیدی شو. هیله لرو، چې دې سکتور ته نوره پراختیا هم ورکړو.
د اسلامي امارت چارواکي خصوصي سکتور ته د هېواد په هره برخه کې، چې دوی غواړي د پانګونې زمینه برابروي او ورسره همکارۍ ته چمتو دی.
سوداگري
افغانستان او قرغزستان د ګډې سوداګریزې شورا پر جوړولو ټینګار وکړ
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په بېشکک ښار کې د افغان ـ قرغز سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د ګدې سوداګریزې شورا د جوړېدو په اړه هوکړه شوې ده.
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې پراخ ظرفیت شته او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا هم دواړو هېوادونو ته ګټه لري.
د یادونې ده، چې په افغان ـ قرغز فورم کې د افغانستان او قرغزستان د دولتي ادارو چارواکو، د سوادګرۍ خونو غړو او د خصوصي سکټور استازو ګدون کړی و.
سوداگري
د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د سید کریم هاشمي پر مشرۍ د افغانستان پلاوي هم د یاد فډراسیون له رییس نیرمل کومار مینډا او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فډراسیون ویلي، چې دا هوکړهلیک د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د نورو ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره لاسلیک شوی دی.
دې بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او هند د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د نویو همکارۍ فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.
سوداگري
قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیازینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
-
تازه خبرونه1 day agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports3 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
څار4 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
