سوداگري

چارواکي باید د ولس د رضایت ترلاسه کولو لپاره کار وکړي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۸, ۱۴۰۱)

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان اسلامي امارت له مسوولانو وغوښتل، چې هریو باید خپل مسوولیتو نه په سمه توګه ادا او د خپل ولس رضایت ترلاسه کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د کابل په بادام کې د کرنیزو محصولاتو د ۲۷ نندارتون د پرانستې ګډونوالو ته په خبرو کې زیاته کړې؛ خلک مو له اقتصادي ستونزو  سره مخ دي او د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره باید ټول مسوولین خپل کارونه په سمه توګه ادا کړي.

ملا عبد الغني برادر وايي؛ د یوه کال له تېریدو سره اوس هم  اسلامي امارت ندی توانیدلی، چې د خپل ولس قناعت ترلاسه کړي.

ملا عبدالغني برادر وایي؛ مونږ تر اوسه هم نه یوو توانیدلي، چې د خپل ځوریدلي ولس قناعت حاصل کړو باید ټول مسوولین اقتصادي ځان بسیایني ته د رسیدو لپاره خپل کارونه په سمه توګه پرمخ یوسي.

د رییس الوزرا اداري مرستیال عبد السلام حنفي ويلي، چې په هېواد کې هیچا ته امنيتي ګواښ نشته او که څوک ونيول شي، امنيتي ځواکونه يي تر ټاکل شوي وخت پورې ساتي او بيا يې اړوند ارګانونو ته ورپېژني.

هغه زياتوي؛ هيڅوک د نيول شويو کسانو د شکنجه کولو او وژلو حق نلري او متهم حق لري،  چې  د خپلو حقونو د د فاع  لپاره ځان ته وکيل و ټاکي.

د دغه نندارتون ګډونوالو ټینګار کړی، چې د هېواد سنتي کرنیز سیستم باید صنعتي او ماشیني شي او هېواد پرې اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږي.

د کرنې اومالدارۍ وزارت سر پرست، چې دې ناستې ته يي خبرې کولي وايي؛ ترهغې، چې د هېواد د کرنې سکتور پراختیا و نکړي د هېواد اقتصادي ستونزې نشي حل کیدای.

د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عطالله عمري وایي: که مونږ د خپل هېواد کرنې ته انشکاف ورکړو په دې پوه شئ، چې اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او امنیتي پراختیا ته په آسانه رسیدی شو. هیله لرو، چې دې سکتور ته نوره پراختیا هم ورکړو. 

د اسلامي امارت چارواکي خصوصي  سکتور ته د هېواد په هره برخه کې، چې دوی غواړي د پانګونې زمینه برابروي او ورسره همکارۍ  ته چمتو دی.   

Trending

Exit mobile version