Connect with us

تازه خبرونه

چین، پاکستان او بنګله دیش د سارک پرځای د نوي سیمه ییز بلاک په لټه کې دي

د سویلي آسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ ټولنه( سارک ) په ۱۹۸۵ کال کې د سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري همکارۍ د ودې لپاره رامنځته شوه. سارک له نږدې یوې لسیزې راپدېخوا په نیمه فعال حالت کې دی. د دې ټولنې وروستۍ بشپړه غونډه په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شوه او له هغه وخت راپدېخوا د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکیچونه د دې ټولنې د هڅو اصلي خنډ دی.

خپور شوی

د

saarc

د سویلي آسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ ټولنې (سارک) ځینې آسیایي هېوادونه؛ چین، پاکستان او بنګله دیش هڅه کوي، چې یو نوی سیمه‌ییز بلاک جوړ او پر اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو راوڅرخیږي.

د سویلي آسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ ټولنه( سارک ) په ۱۹۸۵ کال کې د سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري همکارۍ د ودې لپاره رامنځته شوه. سارک له نږدې یوې لسیزې راپدېخوا په نیمه فعال حالت کې دی. د دې ټولنې وروستۍ بشپړه غونډه په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شوه او له هغه وخت راپدېخوا د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکیچونه د دې ټولنې د هڅو اصلي خنډ دی.

د نیپال، بنګله دېش او سریلانکا ډیپلوماټیکو سرچینو تائید کړې، چې د بدیل جوړښت د جوړولو لپاره غیر رسمي مشورې روانې دي.

د پاکستان ورځپاڼې “ایکسپریس ټریبیون” د راپور له مخې؛ سږکال د جون پر نولسمه د چین په کنمینګ کې یوه غونډه وشوه، چې بنګله دېش هم په کې برخه اخیستې وه.

ورځپاڼې راپور ورکړ، چې: “د غونډې اصلي هدف د سارک نورو غړو هېوادونو ته بلنه ورکول ول، چې په نوي ګروپ کې شامل شي.”

یوه لوړ پوړي بنګله‌دېشي چارواکي سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي: “سارک نور په خپله اوسنۍ بڼه کار نه‌کوي او مونږ داسې میکانیزمونو ته اړتیا لرو، چې انعطاف منونکی، غیر سیاسي او پایلې لرونکي وي.” دا څرګندونې د سارک د کوچنیو غړو هېوادونو نارضایتي منعکس کوي، چې سیمه‌ییز اهداف یې د سیمه‌ییزو سیاسي شخړو له کبله پر ټپه درېدلي دي.

بنګله‌دېش، بوتان، نیپال او سریلانکا ته ورته هېوادونو له نوي سیمه‌ییزجوړښت سره مخ پر زیاتېدونکي لېوالتیا ښودلې. په داسې حال کې، چې په مرکزي او ختیځه آسیا کې، د چین ملاتړ شوي نوښتونو د افغانستان او مالډیپ په څیر هېوادونو ته هم لېوالتیا ښودلې، چې د سټراټیژیکې همغږۍ په بدل کې اقتصادي فرصتونه وړاندې کوي.

 کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د سارک د بیا راژوندي کولو ناکامي نه یوازې په نړیوال سټیج کې د سویلي آسیا د ډله‌ییزې معاملې ځواک کم کړی، بلکې سیمه یې نوره هم ټوټه ټوټه کړې ده. کله، چې د اقلیم بدلون، مهاجرت، عامې روغتیا او ډیجیټل زیربنا په څیر مسلو کې د پولې هاخوا همکاري تر بل هر وخت ډېره اړینه ده.

د سویلي آسیا د سیاست کارپوهه ډاکټر فرح قریشي، چې په نوي ډیلي کې میشته ده، وايي: “د سارک بې اهمیتي اوس یوازې یو ډیپلوماتیک شرم ندی، بلکې په داسې نړۍ کې له لاسه وتلی فرصت دی، چې سیمه‌ییز بلاکونه د پرمختګ اصلي څرخ دی.”

لکه څنګه، چې نوي سمونونه راڅرګندېږي، شنونکي ټینګار کوي؛ د سارک لپاره هر بریالی بدیل باید د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له حل کولو څخه هاخوا وي؛ دا د همکارۍ اغېزمن میکانیزمونو، سیاسي ګډون او د سیمې بدلیدونکو ننګونو ته د ځواب ویلو لپاره انعطاف ته هم اړتیا لري.

د اوس لپاره د سارک راتلونکی ناڅرګند دی؛ خو د عملي او رغنده بدیلونو موندلو لپاره د سیمه‌ییزو هېوادونو لیوالتیا په ډراماټیک ډول زیاته شوې ده.

تازه خبرونه

د افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یو‌ان‌ډي‌پي

دا له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته لومړنی ملي پراختیايي پروګرام دی، چې د نړیوالو مرستو د نشتون تر شرایطو لاندې؛ د محدودو کورنیو سرچینو د وېش لپاره چوکاټ وړاندې کوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د راپور له مخې؛ د افغانستان نوې ملي پراختیایي سټراټیژي  (ANDS 2025–2030) به تر هغې خپلې موخې ته ونهرسېږي، چې اړینې جوړښتي ننګونې حل نشي.

دا له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته لومړنی ملي پراختیايي پروګرام دی، چې د نړیوالو مرستو د نشتون تر شرایطو لاندې؛ د محدودو کورنیو سرچینو د وېش لپاره چوکاټ وړاندې کوي.

د دې سټراټیژۍ موخه دا ده، چې کلنۍ اقتصادي وده له ۳ څخه تر ۵ سلنې پورې ترلاسه کړي، صادرات ۱۰ سلنه زیات کړي، تر ۲۰۳۰ پورې ۵ میلیارډ ډالر بهرنۍ پانګونه راجلب کړي او پطخبنا(زیربنا) انرژي او استخراجي صنایعو ته پراختیا ورکړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی، چې په یو مهال کې څو بحرانونه؛ لکه: نړیوال نه‌رسمیت پېژندنه، ژور بشري ناورین، د کډوالو پراخه بېرته ستنېدا او اقلیمي بدلونونه د دې پروګرام د عملي کېدا خطر نور هم زیاتوي.

دې بنسټ دوه اړین بحراني محدودیتونه پر ګوته کړي؛ پر ښځو لګېدلي بندیزونه او د انرژۍ کمښت.

د راپور له مخې؛ د نجونو پر زده‌کړو بندیز او د ښځو پر کار او ګرځېدا محدودیتونو د دوی اقتصادي ګډون راکم کم کړی، چې د ودې او ګډې سوکالۍ ترلاسه کول یې ستونزمن کړي دي. همدارنګه، د انرژۍ سخت کمښت – د برښنا اوسنی تولید یوازې ۰.۷ ګیګاواټه دی د ۵ ګیګاواټه اړتیا پر وړاندې؛ د صنعتي پرمختګ مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دا پایله اخلي: تر هغې، چې پر ښځو محدودیتونه لرې او د انرژۍ تشه ډکه نشي؛ دا سټراټیژي به ښايي یوازې یوه هیله پاتې وي او عملي بدلون به رامنځته نکړي.

اسلامي امارت تر اوسه پدې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمیټې سره د مرستې ماموریت پای ته رسیږي

د ۱۹۸۸ بندیزونو کمیټه د اسلامي امارت اړوند کسانو او ډلو پر ضد د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز عملي کوي.

Published

on

د امنیت شورا د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې په روانه فبرورۍ کې د افغانستان د ۱۹۸۸ بندیزونو له کمیټې سره د مرستې کوونکې شننې ملاتړ او بندیزونو د څار ډلې ماموریت د غځولو مسودې ته رای ورکړ شي.

د ۱۹۸۸ بندیزونو کمیټه د اسلامي امارت اړوند کسانو او ډلو پر ضد د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز عملي کوي.

د دې ډلې ماموریت د فبرورۍ پر اووه‌لسمه پای ته رسېږي.

ویل کیږي، چې دغه کمیټه د بندیزونو نوملړ څاري، د معافیت غوښتنې ارزوي او غړو هېوادونو ته د پلي کېدا په اړه یې د څار ډلې د راپورونو او سپارښتنو له لارې مرسته کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو

Published

on

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت رهبر د “سنتي نبوي طب” پوهنځي د جوړولو وړاندیز منظور کړی دی.

دې وزارت ټینګار کړی، چې د “سنتي نبوي طب” پوهنځي جوړول به د روغتیايي علومو په پراختیا او د مسلکي کدرونو په روزنه کې مهم رول ولوبوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!