تازه خبرونه
چین د اسلامي امارت غوره شوي افغان ډیپلوماټان مني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي چین ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي؛ چین په بیجینګ کې د افغانستان سفارت ته د اسلامي امارت لخوا ټاکل شوي ډیپلوماټان منلي دي.
مولوي متقي تېره اوونۍ چین ته د افغانستان په اړه له څو اړخیزې غونډې وروسته دا خبره په ډاګه کړې ده.
مولوي امیر خان متقي په چین کې خبریالانو ته ویلي، چین د افغانستان په سفارت کې زمونږ ډیپلوماټان منلي دي.
هغه زیاته کړې؛ دا هغه هڅې دي، چې د چين د ښه نيت څرګندونه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د تېر کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل؛ خو تر اوسه د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوالې ټولنې د رسمي حکومت په توګه پر رسمیت ندی پېژندلی.
تېره اوونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګنده کړه، چې مسکو د افغانستان د اسلامي امارت په مشرۍ لومړنی ډیپلوماټ ومانه.
متقي خبريالانو ته په خپلو څرګندونو کې دا هم وويل چې له لسيزو جګړو وروسته اوس افغانستان خوندي شوى او د اقتصادي بيارغونې لپاره زمينه برابره شوې ده.
امیر خان متقي دغه راز خبریالانو ته ویلي؛ مونږ له افغانستان سره د چین له اقتصادي مرستو مننه کوو. مونږ د افغانستان د تولیداتو د واردولو په اړه د چین له آسانتیاوو ستاینه کوو.
هغه زیاته کړې: د دغه راز آسانتیاوو پر برابرولو به منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا د افغانستان له لارې ونښلول شي.
دغه راز نوموړي په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې غوښتنه هم وکړه.
مولوي متقي د داعش په اړه، ویلي، چې دا ډله ځپل شوې او د افغانستان پولې تر څارنې لاندې دي.
هغه وایي: په تېرو څلور مياشتو کې داعش ندى توانېدلى، چې په افغانستان کې کوم بريد ترسره کړي. مونږ اوس کولی شو ووایو، چې افغانستان یو خوندي هېواد دی او له نړۍ سره پخپلو ژمنو ولاړ یو او د دې هېواد خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.
امیرخان متقي دغه راز په چین کې له یو شمېر خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې له دی وروسته به افغانستان د سیمې هېوادونو د سیالیو پر ډګر بدل نشي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له تېرو اووه میاشتو راپدیخوا په یو لړ سفرونو کې د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو او تعامل غوښتونکی شوی او هڅه کوي، چې له نړیوالو سره خوندي او برابرې اړیکې ټینګې کړي.
تازه خبرونه
آلمان د افغان کډوالو د ایستلو د همغږۍ لپاره د اسلامي امارت استازو ته د ورتګ اجازه ورکړه
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د تخنیکي ملاتړ یوې ډلې ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړ شوې، چې موخه یې افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي.
د آلمان حکومت د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د اسلامي امارت د استازو یوې ډلې ته یې دې هېواد ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړې، چې افغانستان ته د افغان وګړو د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره همغږي وکړي.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د تخنیکي ملاتړ یوې ډلې ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړ شوې، چې موخه یې افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، په جرمني کې د شاوخوا ۴۵۰ زره افغان وګړیو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کول او د هغوی د بېرته ستنېدا له بهیر سره مرسته د آلمان پر ګټه ده.
د جرمني چارواکو ویلي، د پلاوي غړي له امنیتي ارزونو تېر شوي؛ په دې هېواد کې د رسمي ډیپلوماټانو له اعتبار برخمن نهدي او له لنډې مودې وروسته به آلمان پرېږدي.
برلین په وروستیو کلونو کې د ډېرو پناهغوښتونکو او کډوالو له منلو وروسته خپله د کډوالۍ تګلاره سخته کړې ده. د صدراعظم فریډریش مرټس حکومت ويلي: افغانستان ته به د کډوالو په ایستلو کې پر هغو کسانو تمرکز وشي، چې جرمي سابقه لري؛ خو تېره اوونۍ داسې ۲۳ افغان نرینه له آلمان ایستل شوي وه، چې په هغوی کې ځینې پر هیڅ جرم محکوم شوي نه ول.
تازه خبرونه
د افغانستان له حضور پرته د شانګهای غونډې پرېکړې نیمګړې دي
مجاهد ویلي؛ افغانستان له اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز اړخه د سیمې مهمه برخه ده او د شانګهای همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید دې موضوع ته پام راواړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډه کې د افغانستان ګډون د سیمې پر ګټه دی؛ ځکه په دې غونډه کې د سیمې پر مهمو موضوعاتو خبرې کېږي.
مجاهد ویلي؛ افغانستان له اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز اړخه د سیمې مهمه برخه ده او د شانګهای همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید دې موضوع ته پام راواړي.
هغه ټینګار کړی، چې د شانګهای غونډه باید د ځینو سیاستونو تر اغېز لاندې رانهشي او پر یوه اړخیزه غونډه بدله هم نهشي.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، که افغانستان د شانګهای په غونډه کې حضور ونهلري؛ هغه پرېکړې، چې په سیمهییزه کچه کېږي، بشپړې به نهوي.
مجاهد وایي، ځینې هېوادونه کله ناکله هڅه کوي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د ګډون مخه ونیسي؛ خو د نوموړي پر باور، د سیمهییزو مسایلو د بحث او له سیمې سره د غړو هېوادونو د مسوولیتونو د روښانه کېدا لپاره د افغانستان حضور مهم دی او د افغانستان له حضور پرته د شانګهای غونډې پرېکړې به نیمګړې وي.
تازه خبرونه
نړۍ باید افغانستان هېر نهکړي- د سره صلیب کمیټه
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې یاسمین پراز ډسموز، له فرانسې خبري آژانس سره په کابل کې د خبرو پر مهال ویلي؛ د افغانستان وګړي د ژوندي پاتې کېدا لپاره له جدي ستونزو او پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دي او د هېواد روغتیايي نظام اوس هم له سخت فشار سره مخ دی.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې یوه لوړپوړې چارواکې ویلي، افغانستان د خلکو له«سختو اړتیاوو» سره-سره د نړۍ په اجنډا کې کمرنګه شوی او نړیواله ټولنه باید افغان ټولنه یوازې پرېنږدي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې یاسمین پراز ډسموز، له فرانسې خبري آژانس سره په کابل کې د خبرو پر مهال ویلي؛ د افغانستان وګړي د ژوندي پاتې کېدا لپاره له جدي ستونزو او پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دي او د هېواد روغتیايي نظام اوس هم له سخت فشار سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، چې یو میلیون افغان ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او ۳.۷ میلیون نور ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي.
ملګرو ملتونو هم ویلي، د نړیوالو مرستو د کمېدا له کبله په ټول افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې شاوخوا ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
افغانستان اوس هم په ټوله نړۍ کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د پېنځه سترو عملیاتي ماموریتونو په ډله کې دی؛ خو د بودجې کمښت دغه بنسټ اړ کړی، چې د خپلو فعالیتونو په اړه سختې پرېکړې وکړي.
پراز ډسموز ویلي:« د افغانستان خلک ملي او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.»
د سره صلیب نړیواله کمیټه په ټول افغانستان کې له ۴۶ روغتیايي او د بیارغونې اووه مرکزونو سره مرسته کوي او روغتیايي او بیارغونې خدمتونه وړاندې کوي، چې د شخړو یا ناچاوده مهماتو له کبله ټپیانو ته هم په کې خدمتونه ترسره کوي.
دغه بنسټ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې مېشت خلک هم لومړیتوب ګڼي او پر هغو کسانو راڅرخیږي، چې د افغانستان او پاکستان له شخړو زیانمن شوي دي.
د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي، د کرښې دواړو غاړو له ښکېلو لوریو سره د تعامل وړتیا دې بنسټ ته اجازه ورکوي، چې د کرښې په اوږدو کې له مېشتو ټولنو ملاتړ وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د تېر کال له اوکټوبر راپدېخوا ورو ورو زیاته شوې او تر پسرلي پورې یې دوام وکړ، چې له کبله یې په افغانستان کې زرګونه کسان بېځایه او سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او یا هم ټپیان دي.
پراز ډسموز هم د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو له لومړنیو زدهکړو وروسته زدهکړو او ځینو دندو ته د لاسرسي د محدودېدا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغې ویلي، د سره صلیب نړیواله کمیټه کولی شي خپلې ښځینه کارکوونکې د روغتیايي ملاتړ په برخه کې وساتي؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې د نجونو او ښځو د زدهکړو مخنیوی به اوږدمهاله پایلې ولري.
هغې ویلي:« اصلي اندېښنه دا ده، چې وروسته به څه کېږي؟ ځکه که نوی نسل زدهکړې ونهکړي، بیا به یې بدیل نهوي.»
نوموړې د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې د خدمتونو د وړاندې کولو او ښځو ته د نږدې کېدا لپاره د هغوی شتون اړین دی.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې افغانستان ته د خپل یو اوونیز سفر پر مهال د ریاستالوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
هغې ویلي:« مهمه دا ده، چې له هغوی سره تعامل او خبرې وکړی شو.»
اسلامي امارت د ۲۰۲۱ز. کال په اګست کې بېرته واک ته ورسېد او اوس هم په نړیواله کچه د اړیکوله انزوا سره مخ دی؛ روسیه یوازنی هېواد دی، چې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.
-
لوبی2 days agoافغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
-
سیمه ییز خبرونه18 hours agoپاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې نوی دفاعي ائتلاف پیاوړی کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د صادراتو او وارداتو کچه ۳۵ سلنه راټیټه شوې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي – ډنالډ ټرمپ
-
تازه خبرونه2 days agoپه تېر یو کال کې د ۲،۵ میلیارډ افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوي
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي وم – سکاټ مېلر
-
څار3 days agoڅار: د سرحدي امنیت او خوندیتوب ډاډ
