لوبی
ډیزرټ وایپرز د لومړي ځل لپاره د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه
دا لوبه، چې د یکشنبې پر شپه په دوبۍ کې ترسره شوې؛ ډیزرټ وایپرز په ۲۰ اورونو کې ۲۰ د څلور ویکټو پر زیان ۱۸۲ منډې وکړې.
د ډېزرټ وایپرز لوبډلې د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ (ILT20) د څلورم پړاو په پایلوبه کې د امآی امارات لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د دې سیالیو اتلولۍ وګټله.
دا لوبه، چې د یکشنبې پر شپه په دوبۍ کې ترسره شوې؛ ډیزرټ وایپرز په ۲۰ اورونو کې ۲۰ د څلور ویکټو پر زیان ۱۸۲ منډې وکړې.
د ډیزرټ وایپرز لوبډلمشر انګلستاني سام کوران پر یوازې ځان ۷۴ منډې وکړې او مکس هولډن هم ۴۱ منډې ورزیاتې کړې.
د امآی امارات لوبډله، چې د تېر پړاو اتله وه؛ په ۱۸.۳ اورونو کې د ۱۳۶ منډو پر تر سره کولو وسوځېده او ونه توانېده ټاکل شوې موخې ته ورسېږي. د پاکستان نسیم شاه او د انګلستان ډېوېډ پاین هر یو درې ـ درې ویکټې واخیستې.
سام کورن د ۳۹۷ منډو پر کولو د سیالیو تر ټولو ډېرې منډې کوونکی لوبغاړی شو. په داسې حال کې، چې د افغانستان وقار سلامخېل او د متحده عربي اماراتو اجی کومار هر یو د ۱۸ ویکټو پر اخیستو په ګډه د سیالیو غوره ویکټ اخیستونکي وپېژندل شول.
لوبی
د افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
د افغانستان د هندبال فدراسیون رییس هدایتالله کامهوال د دې سپورټي څانګې په نړیوال کانګرس کې، چې په مصر کې ترسره شو؛ ګډون وکړ.
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
دا نړیوال کانګرس د ډسمبر له نولسمې تر دوهویشتمې پورې روان و، چې په کې د هندبال د نړیوال او آسیايي فډراسیونونو ټاکنې هم ترسره شوې.
د ټاکنو په پایله کې مصري حسن مصطفی د تر ټولو ډېرو رایو پر ترلاسه کولو د څلورو کلونو لپاره د هندبال نړیوال فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
دغه راز د آسیايي برخې په ټاکنو کې بدرمحمد ذیاب صالحالذیاب د هندبال د آسیايي فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د هندبال فډراسیون مسوولانو ویلي، چې د دې نړیوال کانګرس په څنډه کې یې د هندبال له لوړو پوړو چارواکو سره په ځانګړې توګه د اسیايي هندبال د نوي رییس سره، لیدنې کړې دي. د دوی په وینا، د آسیايي هندبال رییس په دې لیدنه کې د افغانستان د هندبال پر پراختیا، ملاتړ او پرمختګ ټینګار کړی دی.
په دې نړیواله ناسته کې د افغانستان ګډون د سپورټي اړیکو د پیاوړتیا، د نړیوالو ملاتړونو د جلبولو او د هېواد د هندبال د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو او محدودیتونو سره مخ و.
لوبی
آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.
په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګولساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.
ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینهوالو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینهوالو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.
په افغانستان کې د دې مراسمو مینهوال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.
لوبی
کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼهګونې سره مخ او مینهوالو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینهوالو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.
مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینهوالو د زړهراکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.
-
نړۍ5 days agoټرمپ د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو اعلان وکړ
-
نړۍ4 days agoپر وینزویلا د امریکا بریدونو نړیوال غبرګونونه راوپارول
-
تازه خبرونه4 days agoپه ۲۰۲۵ کال کې آلمان ۸۳ مجرم افغانان بېرته خپل هېواد ته ولېږل
-
نړۍ3 days agoد حکومت له همکارۍ پرته پر ونزویلا بل برید هم امکان لري – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران په اعتراضونو کې مرګ او نیول مخ پر دېرېدو دي
-
تازه خبرونه4 days agoټرمپ په لاتینه امریکا کې د نوي پېر پیل اعلان کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد ونزویلا ماموریت له عراق او افغانستان سره د پرتلې وړ ندی – مارکو روبیو
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days agoافغانستان به په سږنی ژمي کې د واورې او باران له کمښت سره مخ وي – ملګري ملتونه
