روغتيا

ډېر ژر به په کابل او بامیان ولایتونو کې دوه روغتونونه پرانیستل شي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۲, ۱۴۰۱)

د عامې روغتیا وزیر ويلي؛ ایران ته یې په خپل سفر کې د روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو، د وینې د بانکونو د عصري کولو، د بدن غړیو د پیوند کولو او د روغتیايي ویزو د آسانولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، چې په دې وروستیو کې ایران ته سفر کړی؛ نن یې د خپل سفر لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د عامې روغتیا وزیر قلندرعباد وايي، ډېر ژر به په کابل او بامیانو ولایتونو کې د ایران لخوا جوړ شوي دوه معیاري روغتونونه پرانیستل شي.

د هغه په وینا دا روغتونونه پرمختللي طبي وسایل هم ولري.

قلندر عباد بیا هم له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې د درملو په تولید کې دې پانګونه وکړي.

هېوادوال معياري روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي له نشتوالي، د درملو له کمښت، په درملتونونو کې د کم کیفته او تاريخ تېر درملو پلور او ناسم تشخيص د روغتیايي څانګې مهمې او غټي ستونزې بولي.

خلک وايي، چې د عامې روغتیا وزارت باید دا ستونزې اوارې کړي او په پلازمېنه کابل کې باید یو لوی معیاري روغتون جوړ کړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې ګڼې ساري ناروغۍ لکه د بیزوګي ټناکې یا چیچک، کرونا او داسې نورې د اندېښنې وړ ناروغۍ د خپرېدا په حال کې دي. مسوولین وايي، چې افغانستان د ساري ناروغیو د خپرېدا د مخنیوي لپاره له ایران، عراق او پاکستان سره هم د همکاریو هوکړې کړي دي.

Trending

Exit mobile version