نړۍ
ښایي د شمالي کوریا مشر له پوتین سره د لیدنې لپاره روسیې ته ولاړ شي
یوه امریکايي چارواکي د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ښايي ډېر ژر له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره روسیې ته ولاړ شي؛ ځکه، چې کرملین د اوکراین جګړې ته د پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.
دغه چارواکي، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې اسوشیتید پرس ته څرګنده کړې؛ امریکا پهدې تمه ده، چې کیم به په راتلونکې میاشت کې دا سفر تر سره کړي.
اسوشیتید پرس راپور ورکړی؛ دغه چارواکي دا هم ویلي: امریکا ډاډه نهده، چې دا ناسته به چېرې یا کله ترسره شي؛ خو د روسیې بندري ښار ولادیوستوک به له شمالي کوریا سره د نسبي نږديوالي له کبله د دې لیدنې کوربه وي.
د ملي امنیت شورا ویاندې ادرین واتسون د دوشنبې پر ورځ یادونه کړې، چې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په دې وروستیو کې پیونګ یانګ ته سفر کړی او هڅه کوي، چې شمالي کوریا پر روسیې د توپونو مهمات وپلوري.
ادرین واتسن وایي: مونږ داسې معلومات لرو؛ کیم جونګ اون په دې تمه دی، چې دا خبرې اترې روانې وي او په روسیه کې د مشرتابه پر کچه دیپلوماتیکې ښکېلتیاوې رامنځته کړي.
هغې زیاته کړې: امریکا له شمالي کوریا غواړي؛ له روسیې سره د وسلو خبرې اترې ودروي او له عامه ژمنو سره سم عمل وکړي، چې پیونګ یانګ روسیې ته وسلې نهورکوي او نهپلوري.
شویګو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ شونې ده، چې دواړه هېوادونه د جګړې ګډې لوبې ترسره کړي.
نیویارک تایمز پر لومړي ځل راپور ورکړ؛ کیم په پام کې لري، چې روانه میاشت په روسیه کې له پوتین سره وګوري.
سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ ویلي وه؛ داسې معلومات یې ترلاسه کړي، چې پوتین او کیم به د شویګو له لیدنې وروسته لیکونه هم تبادله کړي وي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، چې لیکونه پر برسېرنه سطحه دي؛ خو د وسلو د پلور په اړه د روسیې او شمالي کوریا خبرې د پرمختګ په حال کې دي.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
