تازه خبرونه
کابل د لوړ پوړي پاکستاني پلاوي سفر رد کړ
د سرچینو د څرګندونو له مخې: دغه پلاوی، چې د دفاع وزیر خواجه محمد آصف، د استخباراتو (ISI) رییس ملک محمد عاصم او دوه نور لوړ پوړي جنرالان په کې برخه لري؛ له تېرو دوه ورځو راپدېخوا په اسلامآباد کې د اسلامي امارت سفارت ته د ویزو د ترلاسه کولو او کابل ته د رسمي سفر لپاره ورغلي او خپل پاسپورټونه یې سپارلي دي.
سرچینو آریانا نیوز ته تائید کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف پر مشرۍ د لوړ پوړي پاکستاني پلاوي سفر رد کړی دی.
د سرچینو د څرګندونو له مخې: دغه پلاوی، چې د دفاع وزیر خواجه محمد آصف، د استخباراتو (ISI) رییس ملک محمد عاصم او دوه نور لوړ پوړي جنرالان په کې برخه لري؛ له تېرو دوه ورځو راپدېخوا په اسلامآباد کې د اسلامي امارت سفارت ته د ویزو د ترلاسه کولو او کابل ته د رسمي سفر لپاره ورغلي او خپل پاسپورټونه یې سپارلي دي.
په هر حال اسلامي امارت دا غوښتنه له هغې وروسته رد کړې، چې پاکستانيو ځواکونو د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه وکړه او په پکتیکا ولایت کې یې ملکي تاسیسات بمبارډ کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت دا نوی اقدام د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پرلهپسې یرغل پر وړاندې مستقیم غبرګون ګڼل کیږي.