Connect with us

تازه خبرونه

کابینه د دوو نورو ورځو له پاره وځنډېده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Parlimant   _17_01_2015_PAS

ولسمشر د ولسي جرګې له ادري پلاوي سره په کتنه کې د کاندید وزیرانو د معرفي کېدو چاره د ولسمشر د نه چمتووالي او کاري بوختیاوو له کبله د دوو نورو ورځو له پاره وځنډوله.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره په دې اړه خبرې کړي او په پام کې ده چې محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ نوې کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي.

بلخوا د ولسي جرګې یو شمیر غړي په دې باور دي چې ولسمشر له اداري پلاوي سره د لیدنې له لارې غواړي، هغو نوماند وزیرانو ته رایې ورکړل شي چې دوه ګونی تابعیت لري.

په پام کې وه چې ولسمشر نن (شنبه) نوي نوماند وزیران د باور رایو له پاره ولسي جرګې ته معرفی کړي وای.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کاندید وزیران به په څلورو ورځو کې خپلې کاري تګلارې روښانه او وروسته به په یوه ورځ ټولو ته د رایو د ورکړې بهیر تر سره شي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي د ولسمشر دغه کړنه د قانون خلاف او د ملت د برخلیک په وړاندی بې مسولیتي ګني. دوی وایی له هغه ځایه چې یو شمیر نوماند وزیران دوه ګونی تابعیت لري؛ نو ولسمشر هڅه کوي چې دغه نوماندان د باور رایه ترلاسه کړي.

خو دولسي جرګې اداري پلاوی عرفان الله عرفان وایی چې دوي به هیڅ کله هم تر فشار لاندې رانه شي او له قانون سره سم دوه ګوني تابعیت لرونکي کاندید وزیران به تایید نه کړي.

دا په داسي حال کې ده چې ولسي جرګې تر دی وړاندې یوه مصوبه تصویب کړي وه چې له مخې به یې د ولسي جرګې غړي د دوه ګوني تابعیت لرونکو کاندید وزیرانو ته رایې نه ورکوي.

Advertisement

تازه خبرونه

ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځه‌ویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.

په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.

عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د ادارو د همغږۍ ناسته ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

 د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي په ګډون د اسلامي امارت د ګڼو وزارتونو او همداراز د ملګرو ملتونو د ګڼو ادارو او د خصوصي سکتور لوړپوړو چارواکو ګډون کړې و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناستې کې د بهرنيو چارو وزارت تر څنګ د کليو د بيا رغونې او پراختيا، اقتصاد، ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا، مهاجرينو او راستنېدونکیو چارو، کرنې او مالدارۍ، اوبو او برښنا، صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو او فرهنګ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، پوهنې، شهداوو او معلولينو وزارتونو، د ښارواليو د چارو د انسجام رياست، کابل ښاروالۍ او چاپېريال ساتنې ملي ادارې لوړپوړیو استازو ګډون کړی و.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي مرستو د مسوولينو تر څنګ په افغانستان کې میشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو (OCHA،  WFP، UNDP، UNICEF، UN Habitat، FAO، UNHCR، UNESCO، ILO، UNFPA، WHO، UNODC ) مسؤولينو، نړيوالو بنسټونو (IRC، INTERSOS، NRC، ACBAR، DACAAR، ACF) او د خصوصي سکټور لوړپوړیو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د ادارو استازو د لومړيتوبونو د شريکولو او همغږۍ د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي په دې غونډه کې ويلي، چې، له نړيوالو مرستو څخه د پوره ګټې پورته کولو لپاره اړينه ده، چې د مرستو او وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسوول او د يوناما مرستيال انډريکا رټواټي د ملګرو ملتونو فعاليتونو ته د کتنې تر څنګ ويلي، چې ملګري ملتونه پدې کار کوي، چې د مرستو نوعيت د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستو ته راواړوي او هغه ساحې  مشخصې کړې، چې د ملګرو ملتونو مرستې به پرې راڅرخي.

د ناستې په پای کې له طبيعي پېښو په ځانګړي توګه په هېواد کې له وروستيو سیلابونو څخه د اغېزمنو شويو هېوادوالو اړتياوو ته د چټکې رسېدنې، د همکارۍ او همغږۍ د روحيې پر ساتلو او زياتولو، له بشري مرستو څخه پراختیايي مرستو لور ته د حرکت او پر موضوعاتو د پراخ بحث لپاره د تخنيکي ميکانيزمونو پر رامنځته کولو هوکړه وشوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

چين مولوي عبدالکبیر ته په ټرانس – هیماليا ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د چارشنبې پر ورځ (  د غویی شپږویشتمه ) د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبید سره په کتنه کې هغه ته بلنه ورکړه، چې په ټرانس – هیمالیا فورم په غونډه کې ګډون وکړي.

په دې کتنه کې لومړی د چین سفیر له اسلامي امارت سره د خپل هېواد پر همکاریو ټینګار څرګند کړ او څرګندوي، چې د دواړو لوریو همکاري او متقابلې اړیکې د ستونزو په حل کې مرسته کولی شي.

ژاو شينګ ویلي؛ د چين ولسي جمهوريت په نړيوالو غونډو او په ځانګړي توګه د امنيت شورا په غونډو کې د اسلامي امارت د دريځ ملاتړ کوي او له اسلامي امارت سره خپلو همکاريو ته ژمن دی.

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین د خلکو جمهوریت له همکاریو مننه کړې او وایي، چې اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه امنیت او ثبات ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د سیمه‌ییزو مسایلو، ثبات او پرمختګ په برخه کې فعال رول ولوبوي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د چین همکاري او د اسلامي امارت له دریځ څخه د بیجینګ ملاتړ د افغانستان د خلکو په ګټه وباله او څرګندوي، چې د چین همکاري کولی شي په هېواد کې مثبت بدلونونه او اقتصادي وده رامنځته کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!