تازه خبرونه

کاناډا له افغان کډوالو سره ۱۵ میلیون ډالر مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۶, ۱۴۰۲)

د کاناډا د مهاجرت وزارت څرګنده کړې، چې هېواد به يې په پاکستان او منځنۍ آسیا هېوادونو کې د میشت افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۱۵ میلیون ډالر مرسته وکړي.

دا مرستې به د مهاجرت د نړیوالې ټولنې له لارې برابرې شي.

د کاناډا د مهاجرت وزیر مارک میلر ویلي؛ دا مالي مرسته به له کوربه هېوادونو سره وشي، چې له مهاجرینو ملاتړ وکړي او د هغو اړتیاوې په پام کې ونیسي.

مارک میلر دغه څرګندونې په جینوا کې د کډوالو کنفرانس ته کړې دي.

میلر زیاته کړې، چې کاناډا د ۴۰ زره زیانمنو شویو افغانانو د منلو په برخه کې پخپلو ژمنو ورزیاتې کړې دي.

هغه همداراز اعلان ویلي؛ کاناډا په پام کې لري، چې په راتلونکو درې کلونو کې له ۱۳۶۰۰۰ څخه ډېر کډوال بیا میشت کړي.

هغه وایي، چې کاناډا به د نړۍ له ټولو زیان منونکو خلکو سره د معترضوښځو، قومي او مذهبي لږکیو، روهینګیا کډوالو او د بشري حقونو د مدافعینو په ګډون ملاتړ روان وساتي.

Trending

Exit mobile version