روغتيا
کیمیاوي ککړتیاوو د نرینه وو د سپرم شمېر کم کړی – څېړنه
د یورونیوز د څرګندونو له مخې؛ ساینس پوهانو په ډاګه کړې؛ د نرینه وو د ادرار په اړه څېړنې ښیي، چې د کیمیاوي ککړتیاوو په کچه کې د پام وړ ډېروالي په نرینه وو کې د سپرم شمېر کم کړی دی.
په هغه څېړنه کې، چې اینوایرومنت نړیوالې مجلې د نرینه وو د سپرم د کمېدو د اغېزو په اړه خپره کړې؛ ښیي، چې د نږدې ۱۰۰ رضاکارو د ادرار له نمونو څېړلو موندلې، چې د نرینه وو انډروکرین غدې خطرناکې کچې ته رسیدلي او په انسانانو کې یې د زیږون کچه راټیټه کړې ده.
له دې کتنې او څېړنې څرګنده شوې، چې د کیمیاوي موادو ککړونکي لکه بیسفینول او ډای اکسین د سپرم کیفیت او څرنګوالی اغېزمنوي او له ۱۰۰ ډېر ښيي. د دې مقالې لیکوالانو ويلي، چې د دې کیمیاوي کوکتلونو شتون د نرینه وو پر سپرم د پام وړ منفي اغېزه لري.
دا څېړنه د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ د ۹۸ ډنمارکي نرینه وو د متیازو یا ادارار پر بېلګو ترسره شوې ده.
د دې مقالې لیکوالان، چې مشري یې په لندن کې د برونل پوهنتون پروفیسور اندریاس کورټینکمپ کوي وايي، چې دوی په کتل شویو بېلګو کې د دغو کیمیاوي مرکباتو د پام وړ کچې حیران کړي دي.
دغه راز په آزمول شویو بېلګو کې د بیسفینول له کچې هم حیران شوي، چې د سپرم د روغتیا لپاره خورا جدي خطر رامنځته کوي.
څېړونکيو منلې، چې د دوی څېړنې یو لړ محدودیتونه هم لري؛ د بېلګې په توګه، هغه معلومات، چې د اروپا د خواړو د سټنډرډ ادارې لخوا کارول شوي د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو دي او د کیمیاوي موادو کچه کېدی شي په نویو بېلګو کې زیاته شوې وي. یو بل ابهام هم دا دی، چې آیا د زیږون د عمر میرمنې هم د نرینه وو په څېر د کیمیاوي توکو له له زیانونو سره مخ دي او کنه؟
په وروستیو لسیزو کې د لویدیځوالو د سپرم کچه او کیفیت بېساری کم شوی دی. څېړنې ښيي، چې په تېرو څلویښت کلونو کې د نرینه د سپرمونو شمېر سم نیمایي شوی دی. سربېره پر دې د تناسلي روغتیا نور اختلالات لکه د بیضو نابرابر حال او سرطان مخ پر ډېریدو دی.
په ټوله نړۍ کې ساینس پوهانو د سپرم د شمېر د کمیدو یو شمېر نور احتمالي لاملونه هم پر ګوته کړي؛ لکه د ژوندانه طرزالعملونه، سګرټ څکول او د هوا ککړتیا.
که څه هم دا څېړنه د سپرم روغتیایي اندېښنې راپورته کوي، چې په بېلابېلو ټولنو کې به د نورو څېړنو لامل شي او سپرم ته د پېښو ګواښونو د مخنیوي هڅې پراخه کړي.