ساینس او ټیکنالوژي
ګوګل د فیلیپین له ټاکنو مخکې د سیاسي اعلانونو مخه نیسي
ګوګل د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې: د راتلونکي کال د می په میاشت کې به هغه مهال د فیلیپین د ټاکنو لپاره، چې د ولسمشر روډریګو ډوټرټي ځای ناستی ټاکي؛ پر سیاسي اعلانونو بندیز ولګوي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دا اقدام په داسې حال کې ترسره کیږي، چې په ۲۰۲۰ کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پر سیاسي اعلاناتو هم فشار راوړل شو.
د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونه په سویل ختیځه آسیا کې د سیاسي جګړو ډګر ګرځیدلی او څېړنې ښیي، چې فیلیپین په ټولنیزو رسنیو کې د لګول شوي وخت لپاره د نړۍ په کچه په درجه بندۍ کې لومړی ځای لري.
ګوګل د خپلې سیاسي منځپانګې پالیسۍ په تازه کولو کې ویلي، ټاکنیز اعلانونه، چې د کوم سیاسي ګوند یا د کوم شخص یا ګوند د عامه دفتر لپاره نوماندۍ ته وده ورکوي یا یې مخالفت کوي؛ د راتلونکي کال د فبرورۍ له ۸ څخه د می تر ۹ پورې به اجازه ونلري.
په فیلیپین کې د می تر ۹ نېټې پورې د ټاکیز کمپاین وخت دی.
ګوګل ویلي، چې د پالیسۍ تازه کولو په اړه به کسانو ته خبرتیاوې هم واستول شي.
ګوګل له دې مخکې په خپل پلیټ فارم کې سیاسي اعلانونه پر ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو په کاناډا سینګاپور منع کړي وه.
د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونه لکه فیسبوک د ډوترټي ملاتړي و په پیاوړي کولو کې مرسته کړې او شنونکي یې د تېرو ټاکنو د بریا وسیله بولي.
فیلیپین به د ډوټرټي ځای ناستی وټاکي؛ ځکه، چې د اساسي قانون له مخې د بلې دورې اجازه نلري؛ کولی شي د سناتور څوکۍ غوره کړي.
ساینس او ټیکنالوژي
مصنوعي ځیرکتیا ښايي بشریت ته ګواښ پېښ کړي – د م.م د بشري حقونو مسوول
ټورک د دوشنبې پر ورځ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته د وینا پر مهال ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت کې د ځینو کسانو لهخوا د دې ټکنالوژۍ د خطرونو په اړه راپورته شوې اندېښنې جدي نیسي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مسوول ولکر ټورک خبرداری ورکړی، چې پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا ښايي د بشریت پر وړاندې په یوه «شتونیز ګواښ» بدله شي او د دې ټکنالوژۍ د خوندیتوب او مصونیت لپاره یې د جدي تضمینونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
ټورک د دوشنبې پر ورځ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته د وینا پر مهال ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت کې د ځینو کسانو لهخوا د دې ټکنالوژۍ د خطرونو په اړه راپورته شوې اندېښنې جدي نیسي.
هغه زیاته کړې؛ مخکې له دې، چې ناوخته شي باید د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب او امنیت لپاره د پیاوړو تضمینونو د رامنځته کولو لپاره پراخې هڅې وشي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر زیاته کړې، د پیاوړو مصنوعي ځیرکتیايي سیسټمونو ناکامي یا ناوړه ګټه اخیستنه ښايي حیاتي بېخبناوې، خدمتونه، اړیکې او ډیموکراټیک بنسټونه ګډوډ کړي.
ټورک همداراز ویلي، چې یوازې یو شمېر کسان پر مصنوعي ځیرکتیا ډېر پراخ واک لري او له هېوادونو یې وغوښتل، چې د دې ټکنالوژۍ د پراختیا او کارونې په برخه کې پر روښانه «سرو کرښو» هوکړه وکړي.
هغه د خپلې وینا پر مهال دا هم ویلي؛ په اوکراین کې د روسیې لهخوا د بشپړ خپلواکه بېپیلوټه الوتکو د کارولو په اړه پر خپرو شویو راپورونو د « سختې وېرې» څرګندونه وکړه او د هغو وسلو د سمدستي بندیز غوښتنه یې وکړه، چې له انساني مداخلې پرته د خلکو د وژلو وړتیا لري. رویټرز دغه راپورونه په خپلواکه توګه تائید کړي نهدي.
دغه راز ټورک د ایران د اعدامونو پر زیاتېدا او پر اوکراین د روسیې د بریدونو پر پراخېدا نیوکه وکړه او د امریکا د کډوالۍ په توقیفخونو کې د شاوخوا ۲۳ کسانو د مړینې په تړاو هم د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.
هغه ویلي، ملګري ملتونه باید د شخړو د تمویل په برخه کې د ښکېلو شرکتونو او اقتصادي ګټو رول هم په ډېر دقت وڅېړي.
هغه وایي، چې دغه بنسټ به د جګړو د پارولو تر شا د پټو لاملونو د رابرسېره کولو او له هغوی څخه د حساب ورکولو له غوښتنې شاتګ ونهکړي.
د ټورک دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به د اوکټوبر تر اوومې د ایران د جګړې، د سوډان د شخړې او د نړۍ د نورو کړکېچونو څېړنه روانه وساتي.
ساینس او ټیکنالوژي
په یو کال کې ۲۰ میلیون ماشومان له انلاین جنسي ځورونې سره مخ شوي
د یونیسف د راپور له مخې؛ په افریقا، اسیا، لاتیني امریکا او ختیځه اروپا کې له ۱۲ څخه تر ۱۷ کلونو پورې د هرو پېنځه ماشومانو له ډلې له یوه څخه ډېرو لږ تر لږه یو ډول انلاین جنسي ناوړه ګټه اخیستنه یا استثمار تجربه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق( یونیسف) ويلي، په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۲۰ میلیون ماشومان له یو کال راپدېخوا په انلاین نړۍ کې له جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یا جنسي ښکېلاک( استثمار) سره مخ شوي دي. د دغو پېښو ډېره برخه په خواله رسنیو کې رامنځته شوې ده.
د یونیسف د راپور له مخې؛ په افریقا، اسیا، لاتیني امریکا او ختیځه اروپا کې له ۱۲ څخه تر ۱۷ کلونو پورې د هرو پېنځه ماشومانو له ډلې له یوه څخه ډېرو لږ تر لږه یو ډول انلاین جنسي ناوړه ګټه اخیستنه یا استثمار تجربه کړی دی.
شاوخوا ۱۵ میلیون ماشومان له ناغوښتل شوي جنسي منځپانګې سره مخ شوي، ۹ میلیون ماشومان له جنسي خبرو یا د جنسي انځورونو لېږلو ته اړ شوي او د شاوخوا ۴ میلیون ماشومانو جنسي انځورونه یې له رضایت پرته خپاره شوي دي.
یونیسف ویلي، په ټوله نړۍ کې له ورته ناوړه ګټه اخیستنې سره د مخ کېدونکو ماشومانو شمېر ښايي لسګونو میلیونونو ته ورسېږي.
دا څېړنه په دې برخه کې له سترو څېړنو څخه بلل شوې ده؛ معلومات یې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ۲۱ هېوادونو کې د شاوخوا ۲۱ زره انټرنېټ کاروونکو ماشومانو له نظرپوښتنو راټول شوي، چې پاکستان، کینیا، برازیل او سربیا هم په کې راغلي دي.
ډېری پېښې په خواله رسنیو کې
یونیسف وايي، د ناوړه ګټه اخیستنې نږدې ۶۰ سلنه پېښې په خواله لکه: فیسبوک، واټساپ، انسټاګرام، سناپچټ او ټیکټاک کې شوې دي. شاوخوا ۱۴ سلنه پېښې هم په انلاین لوبو کې رامنځته شوې دي.
د فیسبوک، واټساپ او انسټاګرام د مالک شرکت میټا ویلي، د دغو نظرپوښتنو یوه برخه د ۲۰۲۰ کال اړوند ده؛ هغه مهال د تنکیو ځوانانو د خوندیتوب لپاره د نننیو امنیتي اقداماتو ځینې برخې پلې شوې نهوې.
سناپچټ او ټیکټاک هم ویلي، چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د خوندیتوب لپاره یې په خپلو شبکو کې بېلابېل امنیتي تدابیر پلي کړي دي.
د یونیسف راپور ښيي، چې له نیمایي څخه په ډېرو پېښو کې ناوړه ګټه اخیستونکی هغه کس و، چې ماشوم له مخکې پېژانده؛ لکه ملګری، د کورنۍ غړی یا عاطفي ملګری. په ۳۸ سلنه پېښو کې ماشوم له ناوړه ګټه اخیستونکي سره د لومړي ځل لپاره په انلاین نړۍ کې مخ شوی و.
همدارنګه، له یوې سلنې څخه هم په کمو پېښو کې پولیسو، ټولنیزو کارکوونکو یا د مرستې کرښو ته راپور ورکړ شوی دی.
د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ناوړه ګټې اخیستنې اندېښنه
یونیسف د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ناوړه ګټې اخیستنې د زیاتېدا په اړه هم خبرداری ورکړی دی. په ۹ هېوادونو کې شاوخوا ۱.۱ میلیون ماشومانو ویلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو یې د دوی د څېرو په وسیله جعلي جنسي انځورونه یا ویډیوګانې جوړې شوې دي.
د راپور له مخې؛ هغه ماشومان چې له انلاین جنسي ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ شوي، د نورو ماشومانو پر پرتله شاوخوا څلور برابره ډېر د ځانوژنې یا ځان ته د زیان رسولو فکر راپور کړی دی او د هغوی د اندېښنې کچه هم لوړه وه.
د یونیسف اجرائیوي مشرې کاټرین راسل ویلي، ډېری ماشومان له داسې تجربو وروسته له سخت روحي او رواني فشار سره مخ کېږي او په چوپتیا کې کړاو ګالي.
یونیسف له حکومتونو او د ټکنالوژۍ له شرکتونو غوښتي، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره امنیتي تدابیر پیاوړي کړي؛ د انلاین ناوړه ګټې اخیستنې او د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د جوړېدونکو منځپانګو اړوند قوانین نوي کړي او د ماشومانو د ملاتړ او د پېښو د راپور ورکولو سیسټمونه ښهکړي.
ساینس او ټیکنالوژي
له افغان بیسیم شرکت سره د ۳۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون لاسلیک شو
د عنایتالله الکوزي د څرګندونو له مخې، دغه انټنونه به د کندهار، پکتیکا، هلمند او زابل ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو په لرې پرتو سیمو او د فرضي کرښې په اوږدو کې جوړ شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي ویلي، له افغانبیسیم مخابراتي شرکت سره د ۲۶۹ میلیون افغانیو پر ارزښت د ۳۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.
د عنایتالله الکوزي د څرګندونو له مخې، دغه انټنونه به د کندهار، پکتیکا، هلمند او زابل ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو په لرې پرتو سیمو او د فرضي کرښې په اوږدو کې جوړ شي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه د مخابراتو د پراختیا صندوق د یوولسمې پروژې په چوکاټ کې د ۵۰ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شوي دي.
-
تازه خبرونه3 days agoپنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز
-
تازه خبرونه4 days agoله امریکا څخه شپږ ایستل شوي افغان او کیوبايي کډوالو ګویان ته ولېږدول شول
-
تازه خبرونه3 days agoایران پر ویلچر ناست یو زنداني معلول افغان اعدام کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoهرمز تنګي ته نږدې پر بېړیو د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه وشول
-
تحول4 days agoتحول: افغانستان او د منځنۍ آسیا د امنیت پر سر د قدرتونو سیالي
-
تازه خبرونه1 day agoله امریکا پاتې پوځي تجهیزات اوس د افغان دولت دي – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه2 days agoپه کابل پولیتخنیک کې د هوافضا او پرمختللیو هوایي سیسټمونو ځانګړی پوهنځی جوړ شو
-
تازه خبرونه4 days agoد بدخشان په واخان کې یو اسټرالیایي سېلانی د زړه له درېدا مړ شو
