Connect with us

تازه خبرونه

یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي د هرات له زلزله ځپلیو سیمو لیدنه وکړه

خپور شوی

د

ارګ په خپله ټولنیزه ایکس پاڼه کې لیکلي، چې نن سهار ( د تلې ۱۷) د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي له زلزله ځپلیو سیمو څخه د لیدنې لپاره هرات ولایت ته سفر وکړ.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ ملا برادر به په دې سفر  کې زلزله ځپلې سیمې له نږدې وارزوي او د بېړنیو مرستو د رسولو تر څنګ به د راټولو شویو مرستو د عادلانه وېش په اړه اړوند ادارو ته لازمې سپارښتنې هم وکړي.

په هرات کې له زلزله ځپلیو سره لومړنۍ مرستې تر سره شوې

د کډوالو چارو وزارت ويلي، د ملکي او پوځي ادارو او بنسټونو ګډې ژغورونکې ډلې د زلزله ځپلیو کورنیو د ژغورنې تر څنګ لومړنۍ مرستې هم وېشلې دي.

د هرات ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د څرګندونو له مخې؛ د کډوالو چارو ریاست، طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست، سره میاشت، ولایتي مقام، د ۲۰۷ الفارق قول اردو او همکارو بنسټونو ګډې ژغورونکې ډلې له زیانمنو سره د مرستې لپاره سیمې ته استول شوي او خپلې اړوند هڅې ترسره کوي.

دغې سرچينې زیاته کړې، چې تر اوسه ژغورل شوي کسان او کورنۍ د ښار بېلابېلو سيمو او چمتو شویو پنډغالیو ته لېږدول شوي دي.

د اړوند څرګندونو له مخې؛ د زلزله ځپلیو لپاره د هرات کډوالو چارو رياست په انصار پنډغالي کې د قربانيانو د لېږدولو لپاره خېمې درولي او تر اوسه ١٢٤ کورنۍ ورلېږدول شوې دي. سربېره پر دې ٢٥٠ کمبلې او ٢٠٠ جمپرونه هم قربانیانو ته ورکړ شوي دي.

همدارنګه د حساس خیریه بنسټ لخوا د سهارنۍ ډوډۍ وېش، په انصار پنډغالي کې د ګرځنده روغتیایی کلینیک جوړول او د DRC موسسې لخوا د نغدو پیسو وېش، د ۱۲۱ خیمو درول او د مهاجرت د نړیوالې ټولنې لخوا د پخلنځي د لوښو او پلاستيکي غالیو ۱۲۱ بستو چمتو کول. دغه راز د انصاري بنسټ، سوداګرۍ خونې او پاملرنې موسسې له‌خوا د ۴ سترو خېمو درول، ۲۵ خیمې، ۲۰۰ کمبلې، د ماښام ډوډۍ او د څښاک اوبه، ۱۲۰ کمبلې او ۱۲۰ روغتیایي کڅوړې ورکړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هرات ولایت د شنبې د ورځې د زلزلې له کبله  ۲۴۴۵ ډېر کسان مړه شوي او ۲۴۴۰ نور ټپیان دي او شونې ده، چې د زیانونو شمېر نور هم زیات شي.

په دې زلزله کې  زنده جان، رباط سنګي او غوریان ولسوالیو ته تر ټولو زیات زیان رسېدلی دی، چې په ۲۰ کلیو کې یې ۱۹۸۳ کورونه ویجاړ کړي دي.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!