تازه خبرونه

یو افغان شکمن کس په واشنګټن کې د ملي ګارد د دوه سرتېرو پر وژنه تورن شو

د میټروپولیټن پولیسو څانګې مرستیال مشر جفري کارول د څرګندونو له مخې؛ د لویدیځې ورجینیا د ملي ګارډ دوه سرتېري د چارشنبې پر ورځ شاوخوا ۲:۱۵  په آی سټریټ او اووه‌لسمې څلورلاري کې پر ګزمه بوخت ول، چې ډزې پرې وشوې. د واشنګټن ښاروال موریل باوزر دا پېښه “هدفي برید” وبلله.

Published

on

امریکايي چارواکو ويلي؛ یو افغان شکمن کس په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارد پر دوه سرتېرو د برید پر تور نیول شوی، چې له سپینې ماڼۍ څخه شاوخوا دوه بلاکه لرې ترسره شوی دی.

د میټروپولیټن پولیسو څانګې مرستیال مشر جفري کارول د څرګندونو له مخې؛ د لویدیځې ورجینیا د ملي ګارډ دوه سرتېري د چارشنبې پر ورځ شاوخوا ۲:۱۵  په آی سټریټ او اووه‌لسمې څلورلاري کې پر ګزمه بوخت ول، چې ډزې پرې وشوې. د واشنګټن ښاروال موریل باوزر دا پېښه “هدفي برید” وبلله.

له برید سره سم په سیمه کې د ملي ګارډ نورو سرتېرو پرې ځوابي ډزې وکړې او بریدګر یې ټپي کړ. هغه اوسمهال په بند کې دی.

د امریکا عدلي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې دا پېښه د “شوني ترهګریز عمل” په توګه هم څېړل کېږي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ بریدګر یو افغان وګړی رحمان الله لکڼوال نومیږي، چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته لېږدول شوی و.

په هر حال د امریکا فډرالي ادارو؛ د کورني امنیت وزارت او FBI په ګډون تر اوسه رسماً دا معلومات تائید کړي ندي.

پر ډزو د لګېدلو د دوه سرتېرو هویت تر دې دمه په ډاګه شوی ندی.

د FBI رییس کاش پاټل په یوه پیغام کې: “دا زړور جنګیالي د ملت په زړه کې د امریکاد خلکو د ساتنې لپاره پر دنده بوخت ول.”

له ډزو وروسته سپینې ماڼۍ ته ورغلې لارې د لنډمهال لپاره وتړل شوې؛ خو د ماښام شاوخوا پېنځه بجې بندیزونه لرې شول.

دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د ملي ګارد زرګونه سرتېري له څه وخت راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د جرمونو ضد پلان د یوې برخې په توګه ځای پر ځای شوي دي.

Trending

Exit mobile version