تازه خبرونه
یو طالب پلاوی د مشورو لپاره کندهار ولایت ته رارسېدلی
پر راتلونکي نظام د نورو مشورو لپاره تېره شپه د زمري پر ۲۶ د قطر له دوحې څخه په یوه ځانګړې الوتکه کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو ۹ کسیز پلاوی کندهار ولایت ته رارسېدلی دی.
کندهار ولایت ته له رارسېدو وروسته د دغه پلاوي یوه لوړپوړي غړي مولوي خیرالله خیرخواه یوې خبري غونډې ته ویلي؛ خوښ دی، چې په هېواد کې دښمن نه تر سترګو کیږي.
هغه له خلکو غوښتي: هرڅوک، چې په هرسکتور کې د وړتیاوولرونکي وي؛ خپله وړتیا او ظرفیت دې د خپل هېواد پرمختګ ته وقف کړي.
مولوي خیرخواه د هېواد د راتلونکي نظام او بڼې د جوړښت په اړه ویلي؛ کندهار ته د دغه پلاوي د راتګ دلیل همدا دی، چې په اړه به یې ډېر ژر د مشورو پایله خلکو ته وړاندې شي.
هغه پدې اړه ویلي: اوس وضعیت بدل شوی او تاسې ګورئ، چې مونږ ټول اوس یوځای یو او دا، چې چا په تېر وخت کې څه کړي؛ اوس د چا لپاره ستونزه نده.
د بشري حقونو په ځانګړي توګه د کار په ساحه کې د ښځو حقونو او د بیان آزادۍ په اړه هغه څرګنده کړې: مونږ هیله من یو، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې ډاډمن ګامونه پورته کړو او ورسره د نړیوالې ټولنې رضایت رامنځته شي.
د طالبانو یو بل لوړپوړي غړي مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ مجاهدین اوس د ښاریانو د امنیت ټینګولو هڅې کوي، چې د طالبانو په نوم څوک امنیت ګډوډ او ښاریان ونه ځوروي.
نوموړي زیاته کړې؛ د امنیت ټینګول زمونږ لومړیتوب دی، هرڅوک باید د خوندیتوب احساس وکړي او له یووالي ډک ژوند ولري. د جګړې او دښمنۍ مسله پای ته رسیدلې او هیڅوک به توهین او تحقیر نشي.
هرڅوک حق لري، چې په خپل هېواد کې خدمت وکړي او په هره څانګه کې، چې تخصص لري؛ مونږ یې هرکلی کوو او د پلاوي د راتګ دلیل هم له نورو مشرانو سره مشوره ده، چې مونږ وکولی شو ځینې اړین ترتیبات تنظیم کړو او وروسته به یې له تاسې سره شریک کړو.
عبدالسلام حنفي د ځوانانو د رول په اړه ویلي: د اسلامي امارت یوه پرېکړه دا ده، چې زمونږ یو ځوان به هم اروپا ته قاچاقي ونه وژل شي. مونږ په ګډه کار کوو او مونږ ځوانانو ته اړتیا لرو او دوی باید د ګواښ احساس ونکړي او مونږ اعلان وکړ، چې تېر پر تېر، امارت ټولو ته بښنه اعلان کړې او اسلامي امارت د غچ اخیستلو هڅه نکوي.
نوموړي د هغو کسانو په اړه، چې ویل کیږي تر دې دمه له طالبانو سره خبرو ته ندي حاضر شوي، یا له طالبانو سره دښمني لري یا هغه مشران، چې له هېواده بهر دي او آیا طالبان به وکولی شي بېرته یې هېواد ته د راستنیدو هڅې وکړي؛ وویل: مونږ عمومي بخښنه اعلان کړې او هیڅوک باید له افغانستان څخه ونه وځي او هغه کسان، چې وتلي باید بېرته راستانه شي؛ د هغوی کورونه خوندي دي، د هغوی عزت او وقار خوندي دی، مونږ د چا ملکیت، کور یا موټر ته اړتیا نلرو او نه مونږ غچ اخیستو په لټه کې یو.
هغه له خلکو وغوښتل، چې له هېواده ونه وځي او په کې پاتې شي او خپل اوسیدونکیو ته یې خدمت وکړي.
د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د وروستیو څرګندونو په اړه مولوي عبدالسلام حنفي وویل: اساسي قانون یو څه و، چې لویدیځوالو ژباړلی او هغه څوک، چې پر زور راغلي وه نن ټول وتلي او اساسي قانون یې له ځانه سره وړی دی او مونږ له ټولو افغانانو پوښتنه کوو چې دا افغانستان دی. نور د جګړې ځای نه دی ، جګړه پای ته رسیدلې او غواړو، چې افغانستان نور د جګړې ځای ندي، جګړه پای ته رسېدلي او د جګړې اعلان دې نکوي؛ ځکه، چې ټول افغانستان د اسلامي امارت د ځواکونو تر څارنې لاندې دی او مونږ غواړو ټول افغانان د وروڼو په څېر ژوند وکړي، خدمت ته راودانګي، پرېږدې، چې خپل وطن جوړ کړي او هیچاته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي.
د پنجشیر ولایت د نه نیولو په اړه مولوي عبدالسلام حنفي وویل: په پنجشیر ولایت کې هم مخلص او هېوادپال خلک لري او دوی له اسلامي امارت سره په اړیکو کې دي او ان شاالله په پنجشېر او ناپنجشېر کې به ستونزه نه وي.
دغه راز د طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی انس حقاني کابل ته راغلی او د ملي پخلاینې عالي شوری له مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامدکرزي، فضل هادي مسلمیار او یو شمېر سیاستوالو سره لیدلي دي.
له بلې خوا د افغانستان د سیاسي ګوندونو ځينې رهبران او سیاستوال له درې ورځو راپدیخوا په پاکستان کې دي، چې مشري یې یونس قانوني کوي او وايي، چې د جمهوریت له اړخه له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اشرف غني او د حکومت نور چارواکي له کابل تښتیدلي او طالبان ارګ ته ننوتي؛ خو تر اوسه یې څوک د ولسمشر یا امیر په توګه ندي اعلان کړی.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه12 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی12 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
