تازه خبرونه

۵ هېوادونو له ایران څخه د اوکرایني الوتکې د نسکورېدو بشپړ راپور غوښتی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۳۹۹)

د افغانستان په ګډون ۵ هېوادونو له ایران غوښتي؛ د اوکرایني الوتکې د رانسکورېدو په اړه یو هر اړخیز راپور چمتو کړي، چې یو کال مخکې د ایراني ځواکونو لخوا ویشتل شوې وه.

د اوکرایني الوتکې  پي اس – ۷۵۲ الوتنې د قربانیانو د لومړۍ کلیزې له کبله اوکراین، کاناډا، انګلستان، سویډن او افغانستان په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ یو کال مخکې  د ۱۳۹۸ لمریز هجري کال د مرغومي پر ۱۹ سهار مهال د اوکراین ۷۵۲ نړیواله الوتنه تهران ته نږدې رانسکوره شوه.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ مونږ نن د هغو کسانو یادونه کوو، چې خپل ژوند یې په ۷۵۲ الوتنه کې له لاسه ورکړی او د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواشیني وړاندې کوو. مونږ له هغو کورنیو، خپلوانو او ملګرو په غم کې شریک یو، چې یو کال مخکې په دې ویرجن سهار کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړل.

په اعلامیه کې راغلي: مونږ ټینګار کوو، چې ایران دې د پېښې او پرېکړې په اړه یو بشپړ او هراړخیز راپور چمتو کړي، چې د دې ناورین لامل شوي او دغه راز باید دا ډاډ هم ورکړ شي، چې دا ډول پېښه او پرېکړه بیا هیڅکله نه رامنځته کیږي.

تېره میاشت ایراني رسنیو د ولسمشر د حقوقي دفتر د څرګندونو له مخې څرګنده کړې وه، چې ایران د اوکرایني الوتکې د رانسکورولو په پېښه کې د قربانیانو هرې کورنۍ ته ۱۵۰ زره ډالر غرامت ورکوي.

Trending

Exit mobile version