تازه خبرونه
د نوماند وزیرانو دوهم نوملړ هم چمتو دی
ولسمشر ته یو نږدې کسمعین مرستیال وایي، د ملي یووالي د حکومت د کاندید وزیرانو دوهم نوملړ چمتو دی، او د ولسي جرګې د رخصتیو په پای کې به دغه بنسټ ته ولیږل شي.
د ښاغلي مرستیال په خبره چې وایي، دا دوهم نوملړ له لومړني نوملړ سره په یوه وخت چمتو شوی و.
په همدې حال کې اجراییه ریاست ټینګار کوي چې ژر به کاندید وزیران او هغو وزارتونو ته نوي سرپرستان معرفي شي چې کاندیدانو یې له ولسي جرګې د تایید رایې وانخیستې.
اوس مهال یواځې بهرنیوچارو، مالیې، عامې روغتیا، کډوالو، کلیو او پراختیا، کانونو، حج او اوقافو وزیر او همداراز د ملې امنیت د ریاست رییس له ولسي جرګې د اعتماد رایه ترلاسه کړې ده.
ویل کیږي چې دغه وزیران به د یک شنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړي او اړوندو وزارتونو ته به وروپژندل شي.
له دې سره اجراییه ریاست وایې چې ډیر ژر به د نوې نوماند وزیرانو نوملړ او د ولسي جرګې د رخصتیو ترپایه به سرپرست وزیران ځانکړي شي.
د اجرایې ریاست د ویاند مرستیال آصف آشنا:
“د نویو نوماند وزیرانو او همدا راز د هغو وزارتونو لپاره چې د ولسې جرګې له لوري د اسنادو د ستونزو له امله یې د اعتماد رایه ترلاسه نکړه؛ خبري روانې دي. په راتلونکو څو ورځو کې به د نوماند وزیرانو پیژندنه هم مالومه شي او همدا راز د هغو وزارتونو لپاره چې د سرپرستانو له لوري اداره کیږي، د نویو سرپرستانو د معرفي کولو لړۍ هم پآي مومي.“
په همدې حال کې داسي راپورونه هم شتون لري چې هغو نوماند وزیرانو چې د ولسي جرګې له لوري یې د اعتماد رایه نده ترلاسه کړي، د وزارتونو په بدلون سره د دویم ځل لپاره دغې جرګې ته معرفې کړای شي.
له همدې سره د حق او عدالت د ګوند غړی او ولسمشر ته نیږدې کس معین مرستیال وایې چې د نوماند وزیرانو دویم نوملړ چمتو دی:
“د کابینې لپآره نوی نوملړ له وړاندې چمتو شوی دی او څيرې ځانکړې شوي دي. د هغو کسانو پر ځاي چې د ولسي جرګې لخوا رد شوي، نوي کسان د وړتیاوو پر بنسټ د ولسي جرګې د رخصتی د پاي سره سم دغې جرګې ته معرفې شي.“
ریپورټ ورکوونکی: حامد صدیقي
تازه خبرونه
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی.
هغه وایي: ترکمنستان د ټاپي د طبیعي ګاز نللیکې جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې موخه یې جنوبي آسیا ته په کال کې ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز رسول دي.
امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نللیکې د غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.
د ټاپي پروژې اجرائیوي رییس همداراز څرګنده کړې، چې د طبیعي ګازو له کارولو سره به په هوا کې د کاربن ډای اکساید ګازو د خپرېدا کچه راټیټه شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه5 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل