Connect with us

تازه خبرونه

ممکن د افغانستان روانه بې ثباتي د اوږدو کلونو له پاره دوام وکړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-01-13-17h33m02s80

له ترهگرۍسره جدي او گډه مبارزه د امریکا ملت ته د ولسمشر باراک اوباما د کلنۍ وینا اصلي محور و.

القاعده او داعش امریکا ته مستقیم گواښ دی؛خو دا، چې وایي، داعش د نړۍ د یوه ستر دین استازیتوب کوي، دروغ ده.

دې ته په پاملرنهاوباما همټینګار کوي،چې د داعش له حضور پرته هم ښایی د افغانستان په گډون د نړۍ نورو سیمو کې بې ثباتي د لسگونه کلونو له پاره دوام وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي، له داعش او القاعدهپرته به هم بې ثباتي د نړۍ په زیاترو سیمو کې د څو لسیزو له پاره دوام وکړي، په منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان، د امریکا په مرکزي برخو، افریقا او آسیا کې. ځینې دا سیمې ممکن د نویو ترهگرو ډلو له پاره په خوندي پناه ځایونو بدل شي، ځینو نورو کې ممکن قومي نښتې وشي، یا له قحطي سره مخامخ شي او د پناه غوښتونکیو څپه پیاوړې کړي. نړۍ د دغو ستونزو د حل له پاره مونږ ته گوري او زمونږ ځواب باید له توندو بحثونو زیات وي.

د امریکا ولسمشر د شر اچوونکیو امپراطوریو په تناسب ناکام دولتونه ستر گواښ بولي.

اوباما وایي؛هغه کسان باید رد شي،چې خلک د نژاد او مذهب په دلیل هدف گرزوي.

د ولسمشر اوباما په وینا؛مسلمانانو او د امریکا مقدسو ځایونو ته سپکاوی د امریکا امنیت ته گواښ او خیانت دی. 

هغه وایي، نړۍ نه یوازې د جنگي مهماتو له پاره مونږ ته درناوی لري، بلکې د تنوع او زمونږ د پرانیستي فرهنگ او دا، چې هر دین ته درناوی لرو، را ته درناوی کوي. کله، چې مسلمانو سیاست والو ته سپکاوی کوي او کله، چې یو جومات ورانیږي، یا زمونږ یو ماشوم ځورول کیږي؛دا مونږ نه خوندي کوي، بلکې موخو ته د رسیدو له پاره زمونږ کار ستونزمنوي، د یوه هېواد په توگه له مونږ سره خیانت کوي.

د ولسمشر بارک اوباما دا خبرې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي کاندید دونالد ترامپ ته متوجه وې؛چا،چې امریکا ته د مسلمانانو په ورتګد بندیز غوښتنه کړې ده.

د نوموړي په اند،په دې کاربه د امریکا په وړاندې د گواښونو او بریدونو مخنیوی وشي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!