Connect with us

تازه خبرونه

اوباما د ولسمشر غني واکونه پراخه کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-03-10-10h53m36s84يوه باوري سرچينه وايي؛ د امريکا ولسمشر بارک اوباما په وروستي ويديو کنفرانس کې اجرائيوي رييس داکتر عبدالله ته په ډاګه کړې، چې د سولې په بهیراو د ولسمشر غني په واکونو کې دې لاسوهنه نه کوي.

له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېرې جمعې په ویډیو کنفرانس کې د افغان سولې پر بهیر، له ګاونډ هېوادونو سره د افغانستان پر اړيکو، د افغانستان په اړه د بروکسل او وارسا پر جوړیدونکیو کنفرانسونو او د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې شوې دي.

دغه رازاوباما د سولې د بهیر، د دولتي عوایدو د لوړیدو، د فساد په وړاندې د مبارزې او پر دولتي څوکیو د نویو ټاکنو په اړه د ولسمشر غني له هڅو ستاينه کړې ده.

د ملي وحدت حکومت يوې باوري سرچينې، چې د نوم د نه څرګندولو په شرط یې د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته ويلي وه، چې اوباما داکتر عبدالله ته ويلي: اشرف غني د افغانستان منتخب ولسمشر دى، د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د يوه خپلواک هېواد په توګه ولسمشر خپل واکونه او صلاحيتونه لري.

د سرچينې په وينا، اوباما دا هم ورته ويلي؛د هغه هوکړه ليک له مخې،چې د ملي وحدت حکومت رامنځته شو، د دولت د لوړو پوړیو چارواکو د مقرريو په اړه به له اجرائيوي رييس سره يوازې مشوره کېږي نه دا، چې د ولسمشر د صلاحيتونو پر وړاندې خنډونه رامنځته شي.

د حکومت يادې سرچينې دغه راز په ډاګه کړې، چې اوباما د سولې د روان بهیرپه اړه د داکتر عبدالله پر ځينو څرګندونو نيوکې هم کړې دي.

اوباما زياته کړې، چې د افغانستان د سولې بهیرد امريکا د پاليسۍ له مخې پر مخ وړل کېږي او د عبدالله ځينې څرګندونې دا پروسه زيانمنوي.

د ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي پژواک اژانس ته ويلي، دوى د دې خبر منځپانګه نه تائيدوي، په ځانګړي ډول دا،چې سوله د افغانانو غوښتنه ده، چې د ملي وحدت د دولت په رهبرۍ او د افغانستان د خلکو په غوښتنه یې بهیر روان دی.

دى وايي: ولسمشر او اجرائيه ریيس د دې بهیرپه اړه بشپړ توافق لري او د هېواد اجرائيه ریيس داکتر عبدالله د دې بهير اړوند په ټولو کاري غونډو او پرېکړو کې برخه لرلې ده.

دغه راز د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاوید فيصل پژواک ته ويلي،چې دا راپور مطلق دروغ دى.

نوموړي د پورتنيو څرګندونو په اړه وويل: ” د ويديو کانفرانس جزيات د افغانستان د حکومت او سپينې ماڼۍ له خوا خپاره شوي دي.

د یادونې وده، چې د تېرې جمعې په ورځ (د کب ۱۴ د مارچ ۴) د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرائيوي رييس داکتر عبدالله عبدالله سره د ويـديو له لارې تفصيلي خبرې کړې وې.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!