تازه خبرونه
آی اس آی طالب مشر ته د ۵۰ لوړپوړيو طالبانو د وژنې امر کړی
د پاکستان استخباراتي سازمان یا آی اس آی طالب مشر ملا هبت الله ته امر کړی، چې د طالبانو پنځوس جګپوړي غړي ووژني.
ځینو سرچینو آریانا نیوز ته ویلي؛ آی اس آی د طالبانو د پنځوس غړیو نوملړ د دې ډلې مشر ملا هبت الله ته سپارلی، چې لومړی دا کسان له دندو ګوښه او بیا ووژني.
د سرچینې په وینا، ملا هبت الله د آی اس آی دې وړاندیز ته هرکلی ویلی او په وروستیو کې یې د شپاړس ولایتونو لپاره د طالبانو والیان له دندو ګوښه کړي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ګوښه شوي والیان د آی آس آی په نوملړ کې راغلي، چې باید ووژل شي.
د آی اس آی د دې امر له مخې؛ په زابل کې د طالبانو اکمالاتي مسوول قاضي سیف الله هم د پاکستان په کوټې ښار کې د ملا هبت الله د سلاکار په امر وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاندصدیق صدیقي وایي، د طالبانوتر منځ اختلافات شته او له روسیې سره اړیکې کیدی شي اختلاف پاروونکې وي.
د نوموړي په وینا؛ د طالبان اختلافونه، تضادونه او مالي ستونزې هم لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ آی اس آی د طالبانو هغه مشران وژني، چې نورو هېوادونو ته نږدې شوي دي.
پوځي کارپوهانو په ډاګه کړې، چې له دغه کاره د پاکستان موخه طالبان تر بشپړ مدیریت لاندې راوستل دي.
پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، پاکستان له روسیې او ایران سره د طالبانو له اړیکې خوښ نه دی او غواړي ټول طالبانو تر خپل واک لاندې وساتي.
د هغه په وینا؛ دغه کار یرغلګرو او نیواکګرو هېوادونو ته یو اصل دی.
رپوتونه وایي، چې له ایران سره د هلمند لپاره د طالبانو د والي له اړیکې وروسته د ملا منان اړیکه له ملا هبت الله سره کړکیچنه شوې ده.
د طالبانو پخواني غړي وایي، چې د دې لوبې موخه په افغانستان کې راتلونکی جنګي موسم دی، چې نور به هم خونړی شي.
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا وایي، ګوښه کول او ګومارل یوه عادي خبره ده؛ زه کومه نوې خبره په دې کې نه وینم.
د نوموړي په وینا؛ د سولې هڅې نشته او طبعیي ده، چې د جګړو لمن به په نوي کال کې نوره هم وغزیږي.
په پاکستان کې د ملا عمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته د طالبانو په ډله کې اختلافونه ډېر شول او دا ډله پر برخو ووېشل شوه؛ مخالفتونه حتا د طالبانو تر ټیتې پوړۍ هم ورسیدل او ملا عمر ته وفاداره قومندانان د هغه ځای ناستې ته تابع پاتې نه شول او د طالبانو د بلې ډلې ملا رسول له مشرتابه سره یې بیعت وکړ.
خبریال باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی5 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه