تازه خبرونه
ترمپ په افغانستان کې د سرتېرو په اړه مشوره نه ده کړې- سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ وایي، چې ولسمشر دونالد ترمپ تر اوسه په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو په تړاو له خپلو لوړپوړیو پوځي چارواکو سره سلا مشوره نه ده کړې.
د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان په افغانستان کې له طالبانو سره جګړه ټکنی ګڼلې او ویلي یې دي، چې د دغه وضعیت د بدلون لپاره د امریکا او نورو هېوادونو زرګونه سرتېرو ته اړتیا ده، چې باید افغانستان ته ولیږل شي.
داسې ښکاري، چې په اوسني حالت کې به د جګړې پای ته رسول داسې آسان کار نه وي.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وایي، چې تر اوسه په افغانستان کې د سرتېرو د ډېرولو په اړه ولسمشر له پوځي چارواکو او دفاع وزیر سره خبرې نه دي کړي.
د نوموړي په وینا؛ ولسمشر به لومړی له دفاع وزیر او امریکایي جنرالانو مشوره اخلي.
هغه په ډاګه کړې؛ فکر کوم، چې ولسمشر به د دفاع وزیر جیمزمتیس او جنرالانو مشورې په دې اړه واوري؛ خو تر دې دمه خبرې پرې شوې نه دي.
هغه وایي؛ فکر کوم، چې دا د دفاع وزارت یوه موضوع ده او باید منتظر پاتې شو.
امریکا او ناتو شاوخوا څوارلس کاله په افغانستان کې پوځي ماموریت پر مخ یوړ؛ خو اوس هم په دې هېواد کې جګړه پای ته نه ده رسیدلې.
باور دی، چې د بهرنیو سرتېرو زیاتول به هم د جګړې شدت کم نه کړي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، د امریکا هره تازه پرېکړه باید په افغانستان کې د جګړې د پای سبب شي او ترهګر ماته وخوري.
سیاسي شنونکی عبدالقهار سروري وایي، افغانستان او نړیوال همکاران یې که لاس تر زنې کښیني؛ راتلونکی کال به مو له ناورینونو ډک وي.
مخکې له دې امریکایي چارواکو ویلي وه، چې ټاکل شوې درې سوه سمندري سرتېري هلمند ته ولیږل شي؛ خو اټکل کیږي، چې افغانستان به په راتلونکي پسرلي کې هم له سختې جګړې سره مخ وي.
د یادونې وړ ده، چې ناتو دا مهال په افغانستان کې دولس زره پېنځه سوه سرتېري لري، چې اته زره څلور سوه یې امریکایان دي.
خبریال : باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه