تازه خبرونه
افغانستان د سیمې او نړۍ په استازیتوب د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی- غني
د شانګهای سازمان اووه لسمه سرمشریزه نن د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې تر سره شوه. ولسمشر محمد اشرف غني سرمشریزې ته په خبرو کې د ترهګرۍ خلاف پر ګډې مبارزې ټینکار وکړ او ویې ویل، چې افغانستان د نورو هېوادونو په استازیتوب د جګړې لومړۍ کرښه کې دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بشپړ ډاډ څرګنده کړه، چې افغانستان د نړۍ د زیاترو هېوادونو په استازیتوب د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جګړې په حال کې دی. مونږ مړه کیږو څو له تاسو ساتنه وکړو، شل ترهګرې ډلې زمونږ د خلکو، زمونږ د ټولنې او زمونږ د دولت په وړاندې جنګیږي.
زه راغلی یم، چې په بشپړ ډول اعلام وکړم، چې حاضر یو د هغو ترهګرو خلاف له تاسو سره همکاري وکړو، چې مونږ او تاسو ټول ګواښي. هیله لرم، چې تاسې د ترهګرۍ او نشه یی توکو خلاف په مبارزه کې له یوې رڼې تګلارې ملاتړ وکړئ. تاسې باید په دې برخه کې هم همکاري اعلام کړئ، چې جنګیالي مو زمونږ هېواد ته را نه شي.
ولسمشر غني د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې د شانګهای سازمان له تګلارې هرکلی کوي او وایي، چې له یوه سیمه ییز بحث څخه په دې برخه کې ملاتړ کوي.
د هغه په وینا؛ مونږ د شانګهای سازمان له تګلارې، چې د ترهګرو خلاف په مبارزه کې برابره شوې، هرکلی کوو. مونږ یوې تګلارې ته اړتیا لر،و چې په اساس یې هغه هېوادونه هم په نښه شي، چې ترهګر روزي، د هغوي لپاره مالي سرچینې برابروي او دې ته هم اړتیا لرو، چې د نړیوالو ترهګرو د مخنیوي لپاره یوه تګلاره جوړه کړو.
ولسمشر په کابل کې وروستیو پیښو ته په نغوته(اشاره) کې وویل، دغه پېښې نه یوازې د افغانانو خلاف وې، بلکې د ویانا کنوانسیون خلاف هم وې.
هغه په ډاګه کړه، چې زمونږ خلک د عدالت غوښتنه لري. مونږ هیله من یو، چې مشخصې او سیستماتییکې کړنلارې وکړای شي زمونږ خلکو او د ترهګرۍ نورو قربانیانو ته ډاډ ورکړي، چې مونږ کولی شو له دې آفته وژغورل شو.
ولسمشر غني د شانګهای سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف، د چین او تاجکستان له ولسمشرانو شي جین پینګ او امام علي رحمان، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف او د دې سازمان د غړیو هېوادونو له چاوراکو سره کتلي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ5 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی5 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه