تازه خبرونه
له وسلوالو مخالفینو سره خبرو اترو ته زمینه برابره شوې
د سولې عالي شورا مرستیاله وایي، له وسلوالو مخالفینو سره خبرو اترو ته زمینه برابره شوې او په دې اړه زمونږ نوې تګلاره تر کار لاندې ده، چې په درې پړاوونو کې به تر سره شي.
د سولې لپاره څو کلنې هڅې تر اوسه یوې پایلې ته نه دي رسیدلي او ورځ تر بلې جګړه زور اخلي؛ پېچلې کیږي او د حکومت هر غوراوی بې پایلې پاتې دی. اوس د سولې عالي شورا په کوربتوب د اروپایي ټولنې د سفیر په ګډون د څو هېوادونو استازي را ټول شوي، چې سولې ته یوه لار پیدا کړي.
د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وایي، مونږ سولې ته د رسیدو لپاره درې مهمې موخې لرو او دا تګلاره به له مونږ سره مرسته وکړي، چې له ښکېلو خواوو سره لومړی خبرې پیل کړو؛ په دوه یم پړاو کې د سولې شورا به ملي بحثونه کوي او بیا له ښکېلو خواوو سره سیاسي خبرو څارنه ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې به د سولې لپاره ډېرې او ډاډکنې هڅې تر سره شي.
د اروپایی ټولنې سفیر بیا باور لري؛ د دولت د سولې په هڅو کې نیمګړتیاوې شته، له همدې کبله ده، چې د سولې نوې لارې له خلکو سره د مشورو په ګډون وړاندې کوو.
په افغانستان کې د اروپایی ټولنې سفیر پیري مایودون وایي، نن مونږ په کوم ځای او کوم موقعیت کې مو؛ غوښتل مو، چې په دې شپږ لومړیو میاشتو کې ښې لاسته راوړنې ولرو؛ خو دا، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې پرمختګ وکړو، نویو تګلارو ته اړتیا ده. دا هغه موارد دي، چې تر اوسه نه دي تر سره شوي او باید پرې وپوهیږو او له خلکو مشورې واخلو.
سیاسي شنونکي پاکستان ته د هغه هېواد خطاب کوي، چې د سولې بهیر یې له ستونزو او نورو پیچلتیاوو سره مخ کړی دی.
د کابل پوهنتون رییس حمیدالله فاروقي ویلي، افغانستان د جګړو ځاله او یا د ترهګرو خوندي ځای نه دی. دلته د سولې کور دی او مونږ غوره بولو؛ هغه ګاونډ هېوادونه، چې پر ترهګرۍ او د ترهګرو پر ملاتړ باور لري دا درک کړي.
د سولې عالي شورا په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره نوې تګلاره تر کار لاندې نیولې، چې د ښځو په مرسته به له لیرې پرتو سیمو پیل شي.
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ5 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی5 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه