تازه خبرونه
په غزني کې د جګړې غږ د جوماتونو له لوړغږي راپورته شوی
امنیتي سرچینو ویلي؛ په غزني کې د جمعې ورځې د سهار درې بجې(د زمري ۱۹) د هغو سیمو له جوماتونو، چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي؛ دا غږ کیږي، چې ښار نیول شوی او خلک دې له کورونو نه را وځي. له دې غږ سره سم د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ څو ساعته ښاري جګړه پیلیږي او پېنځه ورځې دوام کوي.
سرچینې زیاته کړې، چې په هغې ورځ طالبانو لومړی د زندان پر لوري برید وکړ. په داسې حال کې، چې د عامه نظم ځواکونو له کومې وړې نښتې پرته ساحه ورخوشې کړه؛ خو پولیسو د زندان دفاع وکړه. طالبان له دې شېبې ګټه پورته کوي او د پولیسو پر قومندانۍ وردانګي. په داسې حال کې، چې دوه هاموې موتر یې د موتر بم چاودنې لپاره برابر کړي وه؛ خو ملي امنیت ریاست د پولیسو له قومنداني دفاع ته ودریدل.
سیاسي شنونکی عنایت ناصر وایي؛ طالبانو مخکې له دې، چې د غزني پر ښار جګړه پیل کړي؛ پر ځینو برخو حاکمیت درلود. پرته له شکه، چې جګړه یې تبلیغاتي وه او د خلکو د وېرولو لپاره یې د جوماتونو لوړغږي کارولي دي.
طالبان د ناامنه ولسوالیو له لارو غزني ښار ته ننوتل د کډوالو ښارګوټی، خشک، قاضي کلا، کډوال آهنګران، خاک غریبان او د خوږیاڼیو ولسوالۍ هغه سیمې وې، چې طالبانو وکړای شول له همدې لارو غزني ته وردننه شي. د خواجه علي واټ هغه ساحه ده، چې په لومړي سر کې د طالبانو لاسته ورځي. د کابل- کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د حیدر آباد د پل له ساحې طالبان ښار ته ننوتي وه او دوه یمه حوزه د اور خوراک شوه. وروسته څلور سوه اتلسم کنډک، چې د پوځي وسایطو د جوړولو مرکز و، وسوځید. امنیتي ځواکونو د زندان ساتنه وکړه؛ خو له غزني ښار بهر نورې سیمې پرته له دې، چې په کې جګړه شوې وي، د طالبانو لاسته ورغلې وې.
په هغه ورځ د پلان دو ساحه او د بزازۍ سیمه، چې زیاتره په کې د خلکو دوکانونه دي، خال خال وسوځېدل؛ د ملي امنیت ریاست، د پولیسو قومنداني او د غزني د ولایت مقام د پېنځه ورځنۍ جګړې اصلي ساحې وې.
کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې په ټول غزني ښار کې پلټنه شوې او اړوند سیمې له طالبانو پاکې شوې او د ښار په څنډو کې مو هم د پلټنې عملیات روان دي.
ویل کیږي، چې د جګړې پر لومړۍ ورځ ۱۰۰ ځانګړي ځواکونه له پکتیا څخه د غزني مرستې ته راروان شوي وه؛ خو خلک وایي: نه پوهیږو، چې هغه ځواکونه څه شول!
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی.
هغه وایي: ترکمنستان د ټاپي د طبیعي ګاز نللیکې جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې موخه یې جنوبي آسیا ته په کال کې ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز رسول دي.
امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نللیکې د غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.
د ټاپي پروژې اجرائیوي رییس همداراز څرګنده کړې، چې د طبیعي ګازو له کارولو سره به په هوا کې د کاربن ډای اکساید ګازو د خپرېدا کچه راټیټه شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه5 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل