تازه خبرونه
جنرال میلر په افغانستان کې د جنرال نیکلسون ځای ناستی شو
جنرال آستین سکات میلر د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۱۱چې د سیپتمبر له ۲ سره برابره ده)په کابل کې په رسمي توګه د غوڅ ملاتړ ځواکونو قومنداني تر لاسه کړه.
د غوڅ ملاتړ ځواکونو د قومندان په توګه د جنرال میلر د پېژندنې دغه مراسم د افغانستان د ولسمشر اشرف غني، کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د ملي امنیت د مشاور حمدالله محب او د ناتو هېوادونو د سفیرانو او چارواکو په ګډون ترسره شول.
له جنرال میلر مخکې جنرال جان نیکلسون دوه کاله د غوڅ ملاتړ ځواکونو د قومندان په توګه دنده تر سره کړې ده.
جنرال سکات میلر د امریکایي پوځیانو ۵۷ کلن قومندان دی. دی له دې مخکې هم په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړیو او پلیو ځواکونو قومندان و.
په دغو مراسمو کې جنرال جان نیکلسون وویل: زه ډاډه یم، چې یو شمېر طالبان سوله غواړي؛ خو هغوی هڅول کیږي، چې جګړه روانه وساتي. غواړم طالبانو ته ووایم، چې خپل افغانان مه وژنئ، تاسې خپل مسلمانان مه وژنئ؛ اوس هغه وخت رارسیدلی، چې سوله وکړئ. نړۍ له تاسو غواړي، چې سوله ومنئ او اوربند وکړئ.
هغه زیاته کړې؛ تېروتنه ونکړئ؛ تر هغې، چې تاسې خبرو ته چمتوالی ښکاره کړی نه وي، مونږ به جګړه روانه ساتو. افغان زړور ځواکونه تل زمونږ له ملاتړه برخمن دي.
نوموړي دغه راز ویلي؛ زه د افغانستان له سیاسي مشرانو غواړم، چې دوی باید د سیاست، امنیت او سولې بهیر تر پوښتنې لاندې رانولي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جوزف ووتل ویلي، چې جنرال نیکلسون د پوځي فشارونو تر څنګ د روغې جوړې د زمینې برابرولو لپاره ښه رول ادا کړ.
په افغانستان کې د جنرال جان نیکلسون ځایناستی او د غوڅ ملاتړ ماموریت نوی قومندان جنرال سکات میلر وایي: مونږ باید پر ترورستانو خپل فشارونه روان وساتو او دا ډاډ باید څرګند کړو، چې ترورستان نور نشي کولی نړۍ له افغانستان څخه وګواښي.
نوموړي زیاتږي، چې د روغې جوړې لپاره پوځي فشارونه باید روان وساتل شي، مونږ باید د امنیت خوندي کولو لپاره له خپلو افغان شریکانو سره همکاري وکړو او پوځي وړتیاوې یې لوړې وساتو، چې دوی هم وکولی شي د وسلوالو امن ځایونه ړنګ او ویجاړ کړي.
هغه دغه راز ویلي، چې پوځي غوراوی د جګړې په ډګر کې زمونږ د تګلارې یوه برخه ده؛ خو مونږ اړ یو، چې سیاسي پرمختګ ته هم لار اواره کړو.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دا ډاډ څرګند کړ، چې مونږ له تاسې سره ګډ کار کوو او ستاسې لخوا پیل شوې پروژې به روانې ساتو.
ښاغلي حمد الله محب دا هم وویل، چې: ښاغلیه میلر! مونږ له تاسې سره اوږه پر اوږه د آزادۍ او عدالت د دښمنانو په وړاندې مبارزې ته ولاړ یو. مونږ په ګډه په افغانستان او سیمه کې د ترورستانو امن ځایونه له منځه وړو.
جنرال میلر په داسې حال کې د افغانستان د جګړې مشري پر غاړه اخلي، چې د اووه لس کلنې جګړې د بريا په اړه اوس هم شکونه پر ځای پاتې دي او د هغه ستر مسووليت به دا وي، چې د امریکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی5 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه