Connect with us

تازه خبرونه

په چابهار بندر کې به د افغانستان تر رپي لاندې د کښتیو هڅې پیل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي، چې په چابهار بندر کې به د افغانستان تر رپي(بیرق) او مدیریت لاندي د کښتیو هڅې پیل شي.

د ترانسپورت وزارت وايي، د افغانستان د کښتیو له کار سره به افغان سوداګر د نړۍ له هرې برخي څخه خپل مالونه د افغان کښتیو په وسیله رالیږدوي او دا به مو د هېواد د اقتصادي  پراختیا لپاره یو بل ګټور ګام وي. 

د ترانسپورت وزارت مرستیال وايي، چې په چابهار بندر کې د افغان کښتیو او د افغانانو تر مدیریت لاندې هڅې به مو له نړۍ سره سوداګريز لیږد رالیږد آسانه او هم پراخه کړي.

د ترانسپورت وزارت مرستیال ښاغلي وري ماچ وايي؛ هیله لرو، چي خصوصي سکتور په دې برخه کې پانګونه تر سره او لويې کښتۍ وپېري.

د نوموړي په وینا؛ هڅه کیږي، چې د ایران په ګډون له  ترکیې، ازبکستان او تاجکستان سره هم د افغانستان تر مدیریت لاندې د کښتیو د هڅو لړۍ پیل شي.

د چارو پوهان وايي، د افغانستان تر رپي لاندې د کښتیو هڅې به مو د هېواد پر سوداګرۍ او نړیوال باور مثبت اغېز ولري.

د سوداګرۍ خوني د بهرنیو اړیکو مسوول او د چارو شنونکی آذرخش حافظي د ترانسپورت وزارت له دغه اقدام هرکلی کوي او وایي، چي که دا چاره په منظمه توګه د خصوصي سکتور لپاره  تنظیم  شي؛ نو خصوصي سکتور به هم په دې برخه کې پانګونه تر سره کړي.

ښاغلی آذرخش حافظي زیاتوي، افغانانو اوس هم د کښتیو په برخه کې پانګونه کړې د افغانانو کښتۍ د مديترانې په اوبو کې د ترکیې او اروپا او ترکیې او روسیې ترمنځ هڅې لري. که د افغانستان تر رپي لاندې دا کار راټول شي، مونږ يې هر کلی کوو. په دې هیله، چې بهیر ډاډمن تر سره وي.

خبریال: اسلم حجاب

تازه خبرونه

د تېرو څلورو ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!