تازه خبرونه
چابهار د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ډېر اړین بندر دی- د سوداګرۍ خونه
د سوداګرۍ خونې مسوولین د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ لپاره د چابهاربندر خورا مهم بولي؛ خو اندېښنه ښیي، چې که پر ایران د امریکا په بندیزونو کې د چابهار پروژه زیانمنه شي، نو افغانستان به هم له اقتصادي پلوه زیان وویني.
پر ایران د امریکا د دوه یم پړاو د بندیزونو په لړ کې د افغانستان خصوصي سکتور اندېښمن شوی او وايي، چې ښايي امریکا په خپلو بندیزونو کې د چابهار بندر هم شامل کړي.
افغانستان او هند د چابهار په بندر کې په ګډه یو سل و اویا میلیون دالر پانګونه کړې ده.
د خصوصي سکتور مسوولین وايي؛ افغان حکومت باید امریکا ته قناعت ورکړي، چې د چابهار بندر په خپلو بندیزونو کې شامل نکړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال احمد توفیق داوري وایي: زمونږ غوښتنه له حکومت څخه داده، چې د هندوستان په څېر له امریکا څخه د چابهار بندر د پرانستي پاتې کیدو غوښتنه وکړي. افغان حکومت باید له امریکا سره د افغانستان د اقتصادي ګټو د مدیریت په اړه بحث تر سره کړي.
د اقتصادي چارو ځینې کارو پوهان بیا پدې باور دي، چي د افغانستان لپاره د چابهار بندر یو اقتصادي دهلیز دی.
د اقتصادي چارو کارپوه آذرخش حافظي وایي، چې: د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې بیخي زیاتې دي او چابهار د راتلونکي لپاره یوه موضوع ده. دمګړۍ مونږ د منځنۍ آسیا، بندرعباس او کراچي له لارې ترانزیتي سوداګري لرو. د چابهار له لارې یوازې د هند غنم راغلي؛ خو چابهار اوس هم رغول شوی ندی، فکر کوم، چې دومره به مهم هم نه وي.
د چابهاربندر په اړه بیا د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څه نه وايي؛ خو څرګندوي، چې افغانستان توانیدلی په تېرو څلور کلونو کې د سیمې د ترانزیت د یوې اړینې لارې په تو ګه ځان ثابت کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي: مونږ توانیدلي یو، چې له منځني آسیا او نورو ګاونډ هېوادونو سره نه یوازې هوایي دهلیزونه، بلکې ښې سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې هم ولرو او بریالي شوي هم یو.
د جنوبي آسیا لپاره د امریکا ځانکړې استازې له افغان ولسمشر سره د لیده کاته پر مهال پر چابهار بندر هم متمرکزه وه؛ خو اوس یې هم په اړه معلومات له رسنیو سره ندي شریک شوي.
د یادوڼې وړده، چي پدې وروستیو کې د هند بهرنیو چارو وزارت ځینو غړیو هم ویلي، چې د چابهار له لارې به له افغانستان او منځنۍ آسیا سره خپله سوداګري پراخه کړي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه