تازه خبرونه
یوناما په افغانستان کې د ولسي تلفاتو پر زیاتیدو اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې په تېر میلادي کال کې له درې زره ډېر ولسي وګړي وژل شوي او اووه زره نور ټپیان دي.
د ملکي تلفاتو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر(UNAMA) کلنی راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۵ سلنه لوړه شوې ده.
یوناما د ۲۰۱۸ کال د ملکي تلفاتو په راپور کې، چې د یکشنبې پر ورځ ( د کب ۵) خپور شو ویلي، چې تېر کال د وسلوالو شخړو په پایله کې: ۱۰۹۹۳ ملکي افغانانو ته مرګ و ژوبله اوښتې، چې ۳۸۰۴ ملکي وګړي په جګړو او د ناامنیو په نورو پېښو کې وژل شوي او ۷۱۸۹ نور ټپيان دي.
یوناما د ملکي افغانانو د ۶۳ سلنې مرګ و ژوبلې مسوولیت د افغان دولت د وسلوالو مخالفانو پر غاړه اچولی او ویلي یې دي، چې ۳۷ په سلو کې یې طالبانو، ۲۰ په سلو کې یې داعش، شپږ په سلو کې یې نامعلومو دولت ضد عناصرو، څوارلس په سلو کې افغان ځواکونو، شپږ په سلو کې نړیوالو سرتېرو او څلور په سلو کې دولت پلوو وسلوالو ډلو ته منسوب شوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رییس ریچارد بنیت وايي، چې د ځانمرګو بریدونو او هوايي بریدونو د زیاتوالي له کبله د ملکي تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې هوايي بریدونه او ځانمرګي بریدونه ډېر شوي او مونږ یې اندېښمن کړي یو.
د تېر کال په ملکي تلفاتو کې نهه سوه اووه ویشت ماشومان، درې سوه پنځوس میرمنې، وژل شوي او دوه زره یو سلو پېنځه دېرش ماشومان او اته سوه دوه میرمنې ټپیان دي.
یوناما د جګړې ښکېلو غاړیو ته سپارښتنه کړې، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره نړیوالو منل شویو اصولو او نافذه قوانینو ته درناوی وکړي او خپل پوځي عملیات داسې پلان کړي، چې په کې ملکي وګړیو ته زیان ونرسیږي.
طالبانو همهاله د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اړه په خپل غبرګون کې څرګنده کړې، چې دغه راپور غرضي دی او طالبانو ته په کې د ۳۷ سلنه ملکي زیانونو نسبت شوی دی.
خبریال: روهید اندیشمند
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ5 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی5 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه