Connect with us

تازه خبرونه

د ننګرهار شیخ مصري صنعتي ښارګوتی له بېخبنایي پروژو بې برخې پاتې دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د شیخ مصري د صنعتي ښارګوټي له پرانستې یوه لسیزه تېره شوې؛ خو تراوسه په کې هیڅ ډول بېخبنایي يي پروژې پلې شوي ندي.

سوداګر  وايي، حکومت د صنعت د ودې چغې ډېرې وهي؛  خو په عمل کې د ډاډ وړ ګامونه نه پورته کوي.

فابریکداران وايي، د شیخ مصري په صنعتي ښار ګوټي کې د زیربینايي کارونو د نه پلي کېدو له امله دوی  اړ شوي، چې خپلې فابریکې وتړي.

د شیخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې د اوسپنې کار خونې لرونکی  یاسین احمدزی وایي؛ دغلته برښنا نشته، سړکونه خام دي، د اوبو سیستم خراب دی او ناامني ډېره ده.

د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي د وریجو کار خونې لرونکی شېرزاد عزیزي د څرګندونو له مخې؛ په تشه دښته کې  پانګونه شوې، چې هیڅ راز آسانتیاوې په کې نشته او دمګړۍ څوک پانګونې ته هم زړه نه ښه کوي.

په ننګرهار کې د کانونو او صنایعو د خونې مرستیال انجنیر محمد قاسم یوسفي وایي، چې د شیخ مصري صنعتي ښارګوټی د ۶۰۰ صنعتي فابریکو لپاره دیزاین شوی؛ خو تر اوسه په کې یوازې ۵۵ صنعتي فابریکې فعالې دي، چې خڼدنۍ هڅې تر سره کوي.

په ننګرهار کې د صعنت او سوداګرۍ رييس خالِيدګردیوال مني، چې د شیخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې هېڅ ډول خدمات ندي ترسره شوي.

هغه زیاتوي، چې په دې برخه کې دوی نه، بلکې مرکزي حکومت ډېره بې غوري کړې ده.

د شیخ مصري صنعتي ښارګوټی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دیزاین شوی؛ د پخواني ولسمشر حامدکرزي د واکمنۍ په وروستیو کې یې پرانسته وشوه، د ملي وحدت حکومت اوسنیو مشرانو د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال د شیخ مصري او حصارشاهي صنعتي ښارګوټو د بشپړولو ژمنې کړې وې؛ خو تراوسه یې دغلته هیڅ ډول اقدامات ندي ترسره کړي او د پانګوالو په وینا تشې ژمنې ورسره کېږي.

تازه خبرونه

د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!