تازه خبرونه
ملي امنیت په کابل کې د داعشیانو یوه ډله نیولې
د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۶) په کابل ښار کې د داعش د جلب او جذب او رهبرۍ د یوې ډلې له نیږلو خبر ورکوي.
نیول شوې ډله هر یو د کابل پوهنتون استاد او د جلب و جذب مسوول مبشر مسلمیار د عبدالحلیم، احمد طارق او د کابل پوهنتون فارغ احمد فاروق د جنت ګل زامنو اعتراف کړی، چې د ظاهر داعي، محمد معروف راسخ، مبشر مسلمیار او ابو عبدیدالله متوکل لخوا داعش ته جلب او جذب شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې لومړی ځوانان او زدکړیالان سلفیت ته او بیا داعش ډلې ته جذبیدل.
له نیول شویو کسانو څخه یو کس، چې درې کاله مخکې جذب او ننګرهار ولایت ته لیږل شوی و؛ څرګندوي، چې د مبشر مسلمیار، ظاهر داعي، معروف راسخ او ابو عبیدالله متوکل لخوا ډېر زدکوونکي دغه ولایت ته لیږل شوي او له داعش جنګیالیو سره یو ځای شوي دي.
احمدطارق او احمدفاروق د جنت ګل زامنو د اداري اصلاحاتو کمیسیون پر کارکوونکیو، میوند وذزشي کلپ، یکه توت او کابل هوایي ډګر په بریدونو کې لاس درلود.
ابو عبیدالله متوکل نومی د جلب او جذب مسوول پخوا نیول شوی و.
تازه خبرونه
په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کانکېندونکي له ژوند بېبرخې کړل
د سیمهییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.
نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.
د سیمهییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.
ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.
تازه خبرونه
په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو
د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریفالله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونهورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.
د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.
د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریفالله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونهورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.
دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نهده ټاکلې.
یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بېنظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.
څارنوالانو ادعا کړې، چې شریفالله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نهدي وړاندې کړي.
دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.
تازه خبرونه
د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم تائید شو
د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پليکېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون نن( چارشنبه د غویي نهمه ) په نوبتي غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم د بحث لپاره وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد سیسټم تائید او دغه وزارت ته یې په تدریجي ډول د تطبیق لارښوونه وشوه.
د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پليکېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې سیسټم کې د مراجعینو لپاره هم د پام وړ آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
دغه راز دې غونډې ته د ۲۲ هغو عامالمنفعه پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده له لوري یې د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق حکمونه ورکړل شوي، چې مالیې وزارت د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل ترسره کړ او اقتصادي کمیسیون تایید او د اړوند ادارې لهخوا یې د کار پیلولو سپارښتنه وشوه. دا پروژوې ساختماني، اوسپنې پټلۍ او د برښنا رسونې او توزیع پروژې رانغاړي.
د یادونې ده، چې د ۲۲ عام المنفعه پروژو له جملې د نهو پروژو عملي چارې پيل شوې، چې کاري پرمختګونه هم لري.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
International Sports1 day agoآریانا ټلویزيون افغانانو ته د آسیا جام غوره لوبډلو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
تازه خبرونه3 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی4 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه4 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
نړۍ4 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
