Connect with us

تازه خبرونه

خلیلزاد د اسلام آباد سفر تر سره کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د اسلام آباد سفر یې تر سره شو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې لنډه دمه وکړه او د هغه هېواد له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي  زلمي خلیلزاد زیاته کړې، چې په دې سفر کې یې له عمران خان سره په لیدنه کې د نوموړي د واشنګتن پر سفر او د ده پر وروستیو هڅو بحث او خبرې کړې دي.

دغه راز ښاغلي خلیلزاد اسلام آباد ته په خپل څلور ورځي سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستیز جاوید باجوه سره هم په لیدنه کې د افغانستان د سولې او په دې اړه د دوی پرهڅو هم خبرې کړې دي.

همدارنګه په پاکستان کې د امریکا سفارت په ډاګه کړې، چې زلمي خلیلزاد له پاکستانیو چارواکو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان سوله د دواړو حکومتونو باوري تضمین ته اړتیا لري او د دواړو خاوره باید د یو او  بل پر ضد ونه کارول شي.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانانو تر منځ د سولې په بهیر کې دغه تضمینونه د سیمې اقتصادي یووالی او پراختیا هم رامنځته کولی شي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې خلیلزاد له پاکستانيو چارواکو غوښتي، چې طالبان د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو ته حاضر کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې تلپاتې سولې ته د رسیدو یوانۍ لار بولي او په خپل یوه تویت کې له خلیلزاد سره لیدنه رغنده ګڼلې ده.

هغه له خلیلزاد سره د لیدنې په اړه څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې اوپخلاینې په تړاو مو ګټور بحث درلود، پاکستان د افغانستان د سولې بهیر په تړاو ملاتړ ته ژمن دی.

په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان او چین ځینو کارپوهانو او سیاسي څېرو هم په یوې ناسته کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د دې درې واړو هېوادونو پر همکاریو ټینګار کړی دی.

پاکستاني دیپلومات ریاض محمد خان ویلي، چې که په افغانستان کې امنیت وي، ټوله مرکزي آسیا به له امنیت برخمنه وي. باثبات افغانستان سیمې ته د پرمختګ او هوساینې زمینه برابروي. چین کولی شي د افغانستان د سولې په بهیر کې له سیاسي او اقتصادي اړخه ګټور رول ولوبوي.

چینایي ورځپاڼه لیکوونکی سي مینګ څرګنده کړې؛ جدي اړتیا ده، چې چین او پاکستان د افغانانو د سولې له بهی ملاتړ وکړي. دا دواړه هېوادونه کولی شي د افغانستان د سولې په بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د سازمان ځانګړی استازی هم هیله من دی، چې افغانستان به په نږدې راتلوونکې کې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسیږي.

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د سازمان ځانګړی استازی حسین بوتسالي ویلي: له دې بې ساري فرصت څخه، چې د سولې لپاره را منځته شوی، باید ګټه واخیستل شي او له څلور لسیزو جګړو او بدمرغیو وروسته باید د سولې له دې فرصت کار واخیستل شي، چې هم ځان او  هم نورو نسلونو ته یوه سوله ییزه او با ثباته فضا جوړه کړي.

د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري ویلي؛ ټولې هغه هڅې، چې د سولې له روان بهیر سره مرسته وکړي مونږ ترې ملاتړ کوو او د افغانستان او خلکو په خیر یې بولو.                

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی اوس قطر ته رسیدلی، چې له طالب استازیو سره اتم پړاو خبرې پیل کړي. په دې پړاو کې تمه ده، چې دواړه لوري پر یو هوکړه لیک لاسلیک وکړي او هغه وروستی کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب استازیو هم د اووم پړاو خبرو له تر سره کیدو او افغانستان ته د زلمي خلیلزاد له سفر پیلیدو سره سم اندونیزیا ته سفر کړی او د هغه هېواد له چارواکو او دیني عالمانو سره یې د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه بحث او خبرې تر سره کړې دي.

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند بار دیگر از حمایت صحی افغانستان اطمینان داد

مسوولان هندی می‌گویند این کمک‌ها بیانگر تعهد دهلی‌نو برای بهبود خدمات صحی و فراهم‌سازی دسترسی مردم افغانستان به درمان‌های نجات‌بخش است.

Published

on

هند بار دیگر بر تداوم کمک‌های بشردوستانه و همکاری‌های صحی با افغانستان تأکید کرده و گفته است که تأمین درازمدت ادویه‌های ضروری در اولویت همکاری‌های دو کشور قرار دارد.

بر بنیاد معلومات وزارت صحت و رفاه خانوادهٔ حکومت هند، جِی‌پی نَدا، وزیر صحت هند، با نورجلال جلالی، وزیر صحت عامهٔ افغانستان، دیدار و گفت‌وگو کرده است. در این دیدار، دو طرف روی تقویت همکاری‌ها در بخش صحت و رسیدگی به نیازهای صحی مردم افغانستان بحث کردند.

در جریان این دیدار، به‌گونهٔ نمادین ادویه‌های درمان سرطان و واکسین‌ها به جانب افغانستان سپرده شد که نشان‌دهندهٔ تعهد دوامدار هند در حمایت از نظام صحی افغانستان است. همچنان وزارت صحت هند اعلام کرده که یک محمولهٔ بزرگ‌ شامل ادویه‌ها، واکسین‌ها و یک دستگاه سی‌تی‌اسکن ۱۲۸‌اسلایس نیز در چارچوب کمک‌های بشردوستانه به افغانستان ارسال می‌شود.

مسوولان هندی می‌گویند این کمک‌ها بیانگر تعهد دهلی‌نو برای بهبود خدمات صحی و فراهم‌سازی دسترسی مردم افغانستان به درمان‌های نجات‌بخش است.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سې‌شنبې پر شپه د فیض‌آباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې  پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووه‌ویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!