Connect with us

تازه خبرونه

ټاکنو کمیسیون د اطلاعاتو د لیږد پر بدیل پروګرام کار کوي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ویلي، چې کمیسیون د معلوماتو مرکزي بانک ته د بایوومتریکي دستګاوو د  اطلاعاتو د لېږد پر بدیل پروګرام کار کوي.

له ټاکنو وروسته دوه یم کار د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو بانک ته د بایوومتریک دستګاوو د اطلاعاتو انتقال دی، چې له ۱۳ ورځو وروسته هم د ټکنيتوب له کبله ندی بشپړ شوی.

ټاکنو کمیسیون د دې ستونزې د حل لپاره له درملوګ کمپنۍ مرسته غوښتې او دې کمپنۍ مشوره ورکړې، چې دا اطلاعات باید په کمپیوتر کې د بایومتریک دستګاوو د حافظې په کېښودو د معلوماتو مرکزي بانګ ته ولیږدول شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنره رحیمه ظریفي وایي، کارونه پڅ ول؛ خو دریدلي ندي. کله، چې مو پڅ کار ولید؛ په بیړه مو له درملوګ  کمپنۍ مرسته وغوښته.         

د ټاکنیزو ډلو څاروونکي که څه هم د کارونو د چټکتیا لپاره دا وړاندیز ګټور بولي؛ خو د دې بهیر پر سمه څارنه ټینګار کوي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکی یونس نواندیش وایي، چې مونږ د رایو خوندیتوب له چټکتیا نه ځاروو. په هغه صورت کې، چې پوښتنه وي او دغه بهیر زیانمنیږي؛وبه نه منل شي.      

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې څارونکی شیر آغا روحاني ویلي؛ هغه رایې، چې بایومتریکي دي ټولو ته سره کرښه ده. رایی پاڼې، چې سره پرتله شي؛ په معلوماتو کې ستونزه نشته.     

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ویلي، چې تر اوسه د ۲۳ زره بایوومتریک دستګاوو اطلاعات د دې بنسټ د معلوماتو مرکزي بانک ته لیږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې زیاتره ټاکنیزې ډلې او ټاکنو خپلواک کمېسیون د بایوومتریک شویو رایو پر اعتبار ټینګار کوي؛ خو ټاکنیز څارونکي له بایومتریک شویو رایو د نابایومتریک رایو د بېلولو لپاره وخت لږ بولي.

تازه خبرونه

د تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

Published

on

تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې بندېدا وروسته نن ماسپښین ۲ بجې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شوه.

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده، چې په وروستیو نږدې څو اوونیو کې د پاکستانیو پوځیانو د تاوتریخوالي له کبله تړلې وه.

د دې دروازې بندېدا د کډوالو لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کړي او د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

Published

on

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د څرګندونو له مخې؛ د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د یاد ولایت په مرکز کې شاوخوا ۸۵ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ سربېره پر دې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له کبله ۲ کسان د یوې ۵ کلنې ماشومې په ګډون پر شهادت رسېدلي دي.

ویل کیږي، چې اړوند زیانمنو سیمو ته د موسيساتو ګډې ډلې استول شوي، چې له زیانمنو کورنیو سروي ترسره او عاجلي بشري مرستي ورسره وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو له‌خوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.

د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمه‌ییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!