Connect with us

تازه خبرونه

له ټاکنو خپلواک کمیسیون سره معلوماتي ناسته بې پایلې تر سره شوه

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنیزو ستونزو او پرېکړو لپاره، له معترضو نوماندانو، سیالي ډلو، ملي او نړیوالو بنسټونو سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون معلوماتي ناسته بې پایلې تر سره شوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حنیف دانشیار په دې غونډه کې له وخت مخکې د ۱۰۲ زره ۱۲ رایو او  ۱۳۷ زره قرنطین شویو او نورو تکراري رایو په تړاو معلومات وړاندې شول.

د ثبات او همپالنې او د امنیت او عدالت ټاکنډلو له ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه غوښتي، چې له وخت مخکې او له وخت وروسته او قرنطین شویو رایو په تړاو د دوی پوښتنو ته ځواب ورکړي.

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې غړي او سیاسي ګوندونه ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید په بې طرفه توګه د ټاکنو پایلي اعلان کړي.

د غونډې ګډونکوونکيو یو ساعت وخت درلود، چې خپلې پوښتنې مطرح کړې؛ خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې دلې ټاکل شوی وخت کافي ونه  باله او کمیسېون یې تورن کړ، چې د دوي غږ نه اورې او له غونډې ووتل او یاده ناسته بې پایلې پای ته ورسیده  .

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون معلوماتي غونډه یوازنۍ د حل لار وه، چې ښکېلې خواوې قناعت وکړي او د اووه ولایتونو برخلیک هم وټاکل شي.

وبه لیدل شي، چې له دې وضعیت سره آیا د ټاکنو کمیسیون به وکولی شي د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي؟

تازه خبرونه

تاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ

مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې تاجکستان او افغانستان د خپلې ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره همغږي دي.

Published

on

د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ستونزو له په پام کې نیولو سره افغانستان خپلې مرستې زیاتې کړي.

مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې تاجکستان او افغانستان د خپلې ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره همغږي دي.

هغه یادونه کړې، چې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي سیمو وسلوال بریدونه او جرمي فعالیتونه ډېر شوي دي.

هغه وایي؛ افغان چارواکو تاجکستان ته ډاډ ورکړی، چې دوی به د پېښو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي او د هر ډول سرغړونې په اړه به بشپړه څېړنه وشي.

مهرالدین ټینګار کړی، چې تاجکستان په افغانستان کې د ټولنیز-اقتصادي شرایطو د ښه کولو لپاره د رغنده نړیوالو تعاملاتو ملاتړ کوي.

هغه ویلي: تاجکستان په ۲۰۲۵ ز.کال کې افغانستان ته له ۶۰ زره ټنو ډېرې بشري مرستې، چې خوراکي او اړین توکي په کې ول؛ چمتو کړي دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي یادونه هم کړې ده. تاجکستان سرحدي بازارونه بیا پرانیستي او افغانستان ته د برښنا رسولو یې هم روان ساتلي دي.

تاجکستان او افغانستان له ۱۳۰۰ کیلومټرو څخه ډېره ګډه پوله لري.

د تاجکستان د ولسمشرۍ د مخدره توکو د کنټرول څانګې مشر ظفر صمد ویلي، چې تېر کال له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د مخدره توکو له قاچاق وړونکو سره ۱۷ نښتې شوې، چې په کې دوه تاجک سرتېري او ۱۰ افغانان وژل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان «غوړه ګوله» نه، بلکې د «زقوم ونه» ده

هغه زیاته کړې:« تاریخ ګوا دی، چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده» چې  نوي زېږېدلي ماشومان یې هیڅکله هضمولی نشي.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملي دفاع وزارت د سرتېرو په فراغت غونډه کې خبرداری ورکړ، چې «افغانستان چاته ضرر رسول نه غواړي او نه یې له چا مني؛ خو که څوک ناوړې اراده ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي.»

هغه زیاته کړې:« تاریخ ګوا دی، چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده» د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، چې  نوي زېږېدلي ماشومان یې هیڅکله هضمولی نشي.

هغه له افغانستان سره د هېوادونو په سیاسي او اقتصادي تعامل هم ټینګار څرګند کړ.

ملا برادر ویلي: “زه باور لرم؛ د هېوادونو لپاره دا غوره ده، چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې د سیاسي او اقتصادي تعامل لپاره هڅه وکړي. هغه انرژي او سرچینې، چې د یو بل په ویجاړولو کې ضایع کیږي؛ د یو بل په ملاتړ او د ګډو ټکو په پیاوړتیا کې غوره مصرف کیږي.”

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني ویلي؛ «د اسلامي امارت سیاست کاذب ندی؛ ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو بنسټونو بناء کړي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی.»

ملا برادر په اقتصادي ډګر کې پانګوالو ته زیری ورکړی، چې « اسلامي امارت به په راتلونکو څو ورځو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې کچې ته پر کتو له یوه څخه تر پېنځه کلونو بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي.

نوموړي ویلي؛ دا معافیت «به له یوه لوري د نویو سکټورونو پر پښو د درېدو او چټکې ودې سبب وګرځي او له بلې لوري به د هېواد د اقتصادي پایې په ګرځولو او خود کفایۍ کې د پام وړ اغېز ولري.»

Continue Reading

تازه خبرونه

د ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما

یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درې میاشتو کې د افغان حکومت ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي دي.

یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.

د راپور له مخې: د پخواني حکومت هغه چارواکي او ځواکونه، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي؛ د هغو کسانو په ډله کې ول، چې د غیرقانوني وژنو، خپلسرو نیولو او ځورونو سره مخ شوي دي.

په راپور کې د ښځو پر کار او حرکت بندیزونو، اعدامونو، دُرو وهلو او د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو بندولو ته هم نغوته( اشاره ) شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!