Connect with us

تازه خبرونه

په ترکيه کې زلزلې ۱۰۳۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

د

د ترکيې د ختيځ الازيع ولايت په سیورچه ښار کې د رښتر له ۶ اعشاریه ۷ درجو ځواکمنې زلزلې څخه ۲۱ کسان مړه شوي او ۱۰۱۵ نور ټپيان دي او لسګونه کورونه نړیدلي دي.

ترکي رسنیو څرګنده کړې، چې تر اوسه ۴۰۰  مرستندويه او ژغورونکې ډلې سیمې ته رسیدلي او تر نړیدلو ودانيو لاندې خلک راباسي او په ډاګه کوي، چې د مرګ و ژوبلې د زياتیدو اندېښنه هم شته.

د ترکيې د ځمکپېژندنې ادارې ويلي؛ په الازيع ايالت کې پرون د جمعې پر ورځ ماسپښين زلزله رامنځته شوه، چې څه نا څه شپېته ټکانونه  ترې محسوس شول.

د راپورونو له مخې، د ترکيې پر نورو سيمو سربېره په عراق او سوريه کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

ترکي رسنۍ وايي، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان اړوند چارواکو ته امر کړی، چې زلزله ځپلیو لپاره بېړني خوراکي توکي، خېمې او د اړتیا وړ نور توکي ورسوي او په نړیدلو ودانيو کې بند خلک وژغوري.

د زلزلې په سيمه کې د تودوخې درجه له صفر څخه کښته ده؛ خلک له ستونزو سره مخ دي.

په ترکیه کې له ټولو ځواکمنه زلزله ۲۰ کاله مخکې په ۱۹۹۹ کال کې رامنځته شوې، چې د رښتر ۷ اعشاریه ۶ درجې وه  او د دې هېواد ازمیت ښار یې لړزولی و. دا زلزله ۴۵ ثانیې اوږده شوې او په کې ۱۷ زره کسان مړه  او نیم میلیون کسان بې کوره شوي وه.

 

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا او د ښځو ګډون مهم دی – د بریټانیا استازی

لیندسي په ایکس‌پاڼه کې دا لیدنه «ګټوره او ارزښتناکه» بللې او څرګندوي، چې دواړو خواوو د کابل او اسلام‌آباد د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګامونو د پورته کولو پر ارزښت بحث کړی دی.

Published

on

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي ویلي، چې په دوحه کې له سهيل شاهين سره د لیدنې پر مهال مو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه‌کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

لیندسي په ایکس‌پاڼه کې دا لیدنه «ګټوره او ارزښتناکه» بللې او څرګندوي، چې دواړو خواوو د کابل او اسلام‌آباد د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګامونو د پورته کولو پر ارزښت بحث کړی دی.

دغه راز هغه په ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو د ګډون او مشارکت پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې سیمه‌‌ییزې او نړيوالې ډیپلوماټیکې هڅې د افغانستان په اړه روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي له امیرخان متقي او انس حقاني سره ولیدل

د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، یو شیائویونګ د ۲۰۲۶ ز.کال د می له لسمې څخه تر شپاړلسمې افغانستان او قطر ته سفر کړی دی.

Published

on

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان په چارو کې د دې هېواد ځانګړي استازي یوشیائویونګ افغانستان او قطر ته په خپل سیمه‌ییز سفر کې له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، یو شیائویونګ د ۲۰۲۶ ز.کال د می له لسمې څخه تر شپاړلسمې افغانستان او قطر ته سفر کړی دی.

د دې سفر پر مهال د چین ځانګړي استازي په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او د اسلامي امارت له لوړپوړي سلاکار انس حقاني سره بېلابېلې لیدنې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د چین او افغانستان پر اړیکو، دوه‌اړخیزو همکاریو او یو شمېر سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

چین د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو وروسته له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلي او په وروستیو کلونو کې یې د اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییز اتصال او د افغانستان پر ثبات ټینګار کړی دی.

دغه راز بیجینګ د سوداګرۍ، بنسټیزو پروژو او سیمه‌ییزو همکاریو په برخو کې له افغانستان سره پراخې خبرې کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې یو شیائویونګ د خپل سفر په لړ کې قطر ته هم تللی او هلته یې د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولتي له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدنه کړې او د ګډو ګټو پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او چین د واخان دهلېز او راتلونکو پراختیایي پروژو پر همکاریو ټینګار وکړ

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د چین سفیر په دې لیدنه کې د بدخشان ولایت د واخان د خام سړک د کار له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې چین په افغانستان کې لویې پراختیایي او بېخبنايي پروژې پر ښه کیفیت پلي کړي او په راتلونکي کې به هم دا همکارۍ له اسلامي امارت سره همغږه روانې وي.

Published

on

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د دې وزارت وزیر عبداللطیف منصور د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدلي او پر پراختیایي پروژو او بېخبنايي همکاریو یې خبرې کړې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د چین سفیر په دې لیدنه کې د بدخشان ولایت د واخان د خام سړک د کار له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې چین په افغانستان کې لویې پراختیایي او بېخبنايي پروژې پر ښه کیفیت پلي کړي او په راتلونکي کې به هم دا همکارۍ له اسلامي امارت سره همغږه روانې وي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ژاو شینګ د څرګندونو له مخې زیاته کړې، چې چین له افغانستان سره پرله‌پسې همکاریو ته ژمن دی.

دغه راز عبداللطیف منصور د چین له مرستو مننه کړې او وایي، چې افغانستان له خپلو ډېرو ګاونډ هېوادونو سره د ځمکې له لارې نښلول شوی؛ خو چین یوازنی هېواد و، چې له دې مخکې یې له افغانستان سره مستقیمه ځمکنۍ لار نه‌لرله.

هغه زیاته کړې، چې د واخان سړک له بشپړېدو سره اوس چین هم له افغانستان سره د ځمکې له لارې نښلول شوی او د دې لارې پاتې ودانیزې چارې چټکې روانې دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر همداراز ویلي، چې د افغانستان خلک د واخان سړک له نښلېدا ډېر خوشحاله دي او له چین یې غوښتنه کړې، چې د پراختیایي او بېخبنايي پروژو په ځانګړي توګه په محرومو سیمو کې نورې همکارۍ هم وکړي.

ویل کیږي، چې د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار کړی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!