تازه خبرونه
د پکتیکا په برمل ولسوالې کې ښوونځي نشته؛ زدکوونکي د پولې هغې خوا زدکړې کوي
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسیدونکي وايي؛ د ښوونځیو نشتون دوی دې ته اړ کړي، چې زدکوونکي د دیورند فرضي کرښې هغې خوا د پاکستان تر بیرغ لاندې زدکړې وکړي.
دوی زیاتوي، چې له تېرو اتلس کلونو راپدیخوا حکومت په دې ولسوالۍ کې پوهنې ته پاملرنه نده کړې.
مبارز افغان، د یادې ولسوالۍ اوسیدونکی وايي؛ دوې د تعلیم لپاره هیڅ راز آسانتیاوې نلري او هلته یوازې درې ښوونځي شته، چې د بهرنیانو لخوا جوړ شوي او اوس هغه هم بیارغونې ته اړتیا لري.
له بلې خوا د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین وايي؛ سږکال یې په برمل ولسوالۍ کې څلور ښوونځي، چې دمخه تړلي وه، د زدکوونکیو پرمخ خلاص کړي او په راتلونکي کال کې به د زدکوونکیو لپاره اوس ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
د سیمې مشران وايي، که حکومت ورته په دې ولسوالۍ کې د ماشومانو لپاره ښوونځي جوړ کړي زدکوونکي به یې دې ته اړ نه وي، چې له کرښې هغې غاړې ته د زدکړو زیار وګالي.
صابر د دغې ولسوالۍ اوسیدونکی بیا وايي، چې کتابونو او مسلکې استادانو ته هم اړتیا شته او د هغه شته استادانو معاشونه هم پر وخت سره نه ورکول کیږي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست هم په دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې ستونزې مني؛ خو وايي، چې سږکال یې د برمل ولسوالۍ په ګډون په ډېرو سیمو کې تړلې ښوونځي خلاص او جوړ کړي دي.
محراب الدین شفق د پکتیکا د پوهنې مشر ويلي، چې له ټولو اته ښوونځیو څځه يي سږکال ۴ ښوونخي بیا پرانیستي دي.
دې زیاتوي، چې یاده ولسوالي یوه سرحدي سیمه ده، چې وګړي یی د ورځنيو دندو لپاره د پولې هغې خوا ته تګ راتګ کوي.
تازه خبرونه
هند او روسیې د افغانستان او پاکستان پر امنیتي ستونزو خبرې وکړې
د هند بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا غونډه د چارشنبې پر ورځ( د تلې دوهویشتمه ) د هند د ملي امنیت د مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي د مرستیال الکساندر وندیکتوف پر ګډه مشرۍ ترسره شوه.
هند او روسیې په نوي ډیلي کې نه یوازې د افغانستان او پاکستان په اړه د امنیتي خبرو د اووم پړاو غونډه ترسره کړه، بلکې د سیمې امنیتي بدلونونه او پر نړیوال امنیت د هغو اغېزې یې هم څېړلي دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا غونډه د چارشنبې پر ورځ( د تلې دوهویشتمه ) د هند د ملي امنیت د مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي د مرستیال الکساندر وندیکتوف پر ګډه مشرۍ ترسره شوه.
د راپور له مخې، دواړو لوریو د ګډو ګټو د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان اړوند امنیتي بدلونونو اندونه وړاندې کړل او د هند او روسیې د ځانګړې او ممتازې سټراټیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې یې د روانو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
الکساندر وندیکتوف د خپل سفر په لړ کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم لیدلي دي.
روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د اواري لپاره مرستې ته چمتو ده
دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ روان دی او مسکو د شخړې د پای ته رسولو په برخه کې د مرستې چمتووالی ښودلی دی.
د اوکټوبر پر پېنځمه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ له غونډې وروسته، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وه، چې که دواړه لوري غوښتنه وکړي، مسکو مرستې ته چمتو دی.
کابلوف ویلي: « روسیه چمتو ده، چې د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره پر هره ممکنه او منل شوې لاره مرسته وکړي.»
هغه زیاته کړې، مسکو کولی شي خپلواکه یا له خپلو شریکانو سره پر همغږۍ اقدام وکړي.
هند د افغانستان له ملي حاکمیت څخه خپل ملاتړ بیا څرګند کړ
هند د اوکټوبر پر پېنځمه په مسکو فارمټ کې یو ځل بیا د افغانستان د ملي حاکمیت، یووالي او ځمکني بشپړتیا ملاتړ څرګند کړ او د افغانانو د هوساینې لپاره یې پر پرلهپسې ژمنتیا ټینګار وکړ.
د هند او روسیې ترمنځ وروستۍ خبرې د دواړو هېوادونو لپاره یو دوهاړخیز چوکاټ برابروي، چې د افغانستان او پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه خپل نظرونه او ارزونې سره شریکې کړي.
دا بحثونه په سیمه کې د افغانستان اړوند امنیتي موضوعاتو ته د سیمهییزو قدرتونو د پاملرنې ښکارندويي کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د کړکېچ د اواري لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
تازه خبرونه
د دښمنانو د تبلیغاتو پر ضد دې رسنۍ مبارزه وکړي – مهاجر فراهي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي له رسنیو، ژورنالیستانو او قلموالو غوښتي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې د دښمنانو د بېاساسه تبلیغاتو پر ضد مبارزه وکړي.
نوموړي په لغمان ولایت کې د ژورناليستانو او خبريالانو فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې سيمنار ته د وینا پر مهال ويلي، د پاکستان پوځي رژیم د اسلامي امارت پرمختګونه زغملی نهشي او د افغانانو پر وړاندې داسې کړنې ترسره کوي، چې د منلو وړ نه دي.
تازه خبرونه
ګوټرش په یوناما کې د ۶۰ بستونو د حذفولو وړاندیز وکړ
ګوټرش د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پېنځمې کمیټې ته د وړاندیز شوې بودجې د وړاندې کولو پر مهال ویلي، د بستونو کمول د دې ټولنې په ځانګړو سیاسي ماموریتونو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده او موخه یې د کاري وړتیا لوړول او د ټاکل شویو ماموریتونو له اړتیاوو سره د سرچینو همغږي کول دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د دې ټولنې د ۲۰۲۷ز.کال د وړاندیز شوې بودجې په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ۶۰ بستونو د حذفولو وړاندیز کړی دی.
ګوټرش د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پېنځمې کمیټې ته د وړاندیز شوې بودجې د وړاندې کولو پر مهال ویلي، د بستونو کمول د دې ټولنې په ځانګړو سیاسي ماموریتونو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده او موخه یې د کاري وړتیا لوړول او د ټاکل شویو ماموریتونو له اړتیاوو سره د سرچینو همغږي کول دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې دې د دې ټولنې خپلواک څېړنیز میکانیزم ته ۳.۲ میلیون ډالره اضافي بودجه ځانګړې شي.
دغه میکانیزم په افغانستان کې د ترسره شویو نړیوالو درندو جرمونو په اړه د څېړنو د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۷ز.کال لپاره وړاندیز شوې پروګرامي بودجه ۳.۳ میلیارډ ډالرو ته رسېږي، چې د ۲۰۲۶ز.کال له تصویب شوې بودجې څخه شاوخوا ۱.۲ سلنه کموالی ښيي.
ګوټرش ویلي، دغه بودجه د اصلاحاتو، کاري وړتیا لوړولو، حسابورکونې پیاوړتیا او د ټاکل شویو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د سرچینو د اغېزمنې کارونې په برخه کې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو څرګندونه کوي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د برید له کبله ۳۲۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoامیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoد اوبو او انرژۍ وزیر د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoهوايي شرکتونه دې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو ډډه وکړي -حوثیان
-
لوبی5 days agoافغانستان د ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ کې له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی
-
سوداگري3 days agoد افغانستان-امریکا سوداګرۍ خونې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoسترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو دوهیمه برخه د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیلیږي
