تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا ویروس د رنځورانو شمېر ۶۶۵ پورته شو
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې په تېرو څلیریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس اته پنځوس نوې مثبتې پېښې په کندهار، کابل، هلمند نیمروز، تخار او کندوز ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د رسمي څرګندونو له مخې؛ تر اوسه په افغانستان کې کرونا ویروس دوه ویشت کسان مړه کړي او اته دېرش ترې روغ شوي دي.
د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې مخ په ډېریدو او خوریدو دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار ويلي، چې په تېرو څلیریشت ساعتونو کې یې د هېواد په کچه د کورونا ویروس اته پنځوس مثبتې پېښې موندلي، چې ورسره د کورونا ویروس د رنځورانو شمېر شپږ سوه پژنځه شپېته ته لوړ شوی دی.
کرونا ناروغۍ پر عامو وګړیو سربېره یو شمېر افغان ډاکټران هم لاندې کړي، چې تر اوسه له دې ناروغۍ څخه د دوه ډاکټرانو په ګډون دوه ویشت کسان مړه شوي او اته دېرش کسان ترې رغیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې حکومت د کورونا ویروس د چټګې خوریدا د مخنیوي لپاره په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې پر ګرځیدو راګرځيدو محدودیتونه سخت کړي او کار و بار په ټپه ولاړ او بېوزلې کورنۍ یې د لوږې له سخت کړاو سره مخ کړي دي.
تازه خبرونه
جاپان د اقلیمي بدلون لپاره افغانستان ته ۹.۴ میلیون ډالر مرسته ځانګړې کړه
دا تړون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر UNOPS د مشرې کیټي آن وبلي او په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې JICAاستازي سوټا ټوساکا لهخوا لاسلیک شوی دی.
د جاپان نړیوالو همکاریو ادارې (JICA) او د ملګرو ملتونو د پروژو خدماتو دفتر (UNOPS) د اقلیمي بدلون له اړوند ننګونو سره د ښه چمتووالي په برخه کې د ۱.۴ میلیارډ جاپاني ین( نږدې ۹.۴ میلیون امریکایي ډالر) پر ارزښت له افغانانو څخه د ملاتړ لپاره د نوې مالي مرستې تړون لاسلیک کړ.
دا تړون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر UNOPS د مشرې کیټي آن وبلي او په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې JICAاستازي سوټا ټوساکا لهخوا لاسلیک شوی دی.
یاده پروژه به په کابل ولایت کې عملي شي او موخه یې دا ده، چې د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د خلکو وړتیاوې پیاوړې کړي.
د دې پروګرام له لارې به د هغو بنسټونو له جوړولو هم ملاتړ وشي، چې د سېلابونو، وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له نورو خطرونو څخه د اوښتو زیانونو کچه راکمولی شي. همداراز به پروژه د پوهاوي لوړولو او د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره روزنیزې ناستې هم راونغاړي، چې خلک وکولی شي د بېړنیو حالاتو پر مهال سم او پخپل وخت کړنې ترسره کړي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې وضعیت « د سپټمبر له بریدونو مخکني حالت ته ورته او یا ترې خراب » دی – زرداري
زرداري دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړي او د نړۍ له مشرانو څخه یې د اسلامآباد د شیعیه مسلمانانو پر جومات د برید له کبله له خواخوږیو مننه وکړه.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ویلي؛ په سیمه کې د وسلهوالو ډلو شتون د نړیوالې سولې لپاره ګواښ دی او یو ځل بیا یې د اسلامآباد هغه اندېښنې تکرار کړې، چې پر وینا یې په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو له فعالیتونو» سره تړاو لري.
زرداري دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړي او د نړۍ له مشرانو څخه یې د اسلامآباد د شیعیه مسلمانانو پر جومات د برید له کبله له خواخوږیو مننه وکړه.
په دې برید کې لسګونه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان دي.
د داعش وسلهوالې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ زرداري د نړیوال ملاتړ د غوښتنې تر څنګ ویلي؛ پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی او ټینګار کوي، چې هیڅ یو هېواد په یوازې ځان د دې ګواښ پر وړاندې مقابله نشي کولی.
هغه وایي: « پاکستان له اوږده وخت راپدېخوا پدې دریځ ولاړ دی، چې ترهګري د یوه هېواد لهخوا په یوازې ځان له منځه وړل کېدی نشي.»
نوموړي د پاکستان تجربې ټه نغوته( اشاره ) کړې او وایي: هر کله، چې «ترهګرو ډلو ته له ملي پولو هاخوا ځای، آسانتیاوې یا معافیت ورکړ شي؛ نو پایلې یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بېګناه ولسونه زغمي.»
زرداري ادعا کړې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې وضعیت داسې شرایط رامنځته کړي، چې « له ۹/۱۱ نه مخکې حالت ته ورته یا ترې خراب دي» او وایي: دې وضعیت د سیمې پر امنیتي بدلونونو هم اغېز کړی دی.
اسلامي امارت تل دا ډول تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.
تازه خبرونه
د افغانستان اقتصادي وضعیت له پاکستان ښه دی – مولانا فضلالرحمن
هغه په راولپېنډۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په پاکستان کې سوداګري د له منځه تلو پر لوري روانه ده او د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت پالیسي « بشپړه ناکامه» ده.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د پاکستان پر پرتله ښه دی او د پاکستان خلک د بېسارو اقتصادي ستونزو له کبله هېواد پرېودلو ته اړ شوي دي.
هغه په راولپېنډۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په پاکستان کې سوداګري د له منځه تلو پر لوري روانه ده او د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت پالیسي « بشپړه ناکامه» ده.
مولانا فضلالرحمن د پاکستانيو چارواکو پر هغو ادعاوو هم نیوکه کړې، چې ګواکې بریدګر له افغانستان څخه پاکستان ته راځي.
نوموړی په دې اړه وایي: « ادعا کوي، چې ترهګر له هغه ځایه راځي. که راځي؛ مخه یې ونیسئ. که راځي، ویې وژنئ. د افغانستان حکومت خو هیڅ اعتراض هم پر تاسې ندی کړی.»
نوموړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدا په اړه څرګنده کړې: کله، چې «حتا یو انار هم له افغانستان څخه پاکستان ته نهراځي» نو دا ادعا هم منطقي نده، چې جنګیالي له هماغې لارې رااوړي.
د جمعیت علمای اسلام مشر دا هم ویلي، چې د پاکستان بهرنۍ پالیسي د حکومت لهخوا نه، بلکې د پوځ لهخوا غوره کیږي: « یو جنرال راځي وایي؛ خبرې اترې کوو، بل راځي وایي، چې جګړه کوو.»
پاکستانيو پوځیانو تل ادعا کړې؛ په پاکستان کې بریدونه د هغو ډلو لهخوا تنظیمېږي، چې په افغانستان کې میشت دي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او پر ځلونو یې ټینګار کړی، چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامیو مسوول ندی.
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ ډګرنۍ چارې پیلوي
-
تازه خبرونه1 day agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین
-
نړۍ4 days agoد جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
-
لوبی24 hours agoنیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه22 hours agoتاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ

